
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یونیم میلیون ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د متشبثینو سکتور ملاتړ او پیاوړتیا لپاره ۱۲ موسسو سره د څه باندې یو میلیون او ۵سوه زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تل د متشبثینو د هڅونې او ملاتړ لپاره هڅې کړي دي.














