د اختر ورځو کې ۸۰ ټرافیکي پېښې؛ ۳۰ کسان مړه او ۱۵۵ ټپیان شوي

د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي چې سږکال د کوچني اختر په څلورو ورځو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۳۰ کسان مړه او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.

یاد ریاست نن جمعه، وري ۱۵مه پر خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې سږکال د تېرکال په پرتله د کوچني اختر ورځو کې د ټرافیکي پېښو کچه ټیټه وه.

کورنیوچارو وزارت مرستیال: د نظام پایښت لپاره دې د ولس غوښتنو ته رسېدنه وشي

 لوګر کې د ا.ا رهبري د فرامینو د عملي‌کېدو او د ولسونو د یووالي په موخه ولسي غونډه جوړه شوه.

په جوړې شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال په ګډون د دغه ولایت یوشمېر ملکي او نظامي مسوولانو، علما‌و، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د غزني په زوړ ښار کې د خلکو ژوند او پخوانیو دودونو ته لنډه کتنه

د غزني په زوړ ښار کې مې د دغه ولایت له یوه فرهنګي شخصیت سره خبرې وکړې. هغه سیمه چې د هستوګنې کورونه یې لوړ دیوالونه لري او د انسان ذهن له نن څخه سلګونه کاله وړاندې ژوند ته وړي. نوموړی په ​​ځانګړو ورځو کې د غزني د زوړ ښار د اوسېدونکو له‌خوا د سمنک، دکچې او نورو نذرونو د نیولو په اړه کیسه کوي.

روسیه د یاد هېواد د «ترهګرۍ له نوملړ» د ا.ا نوم لرې کوي

د روسیې لویې څارنوالۍ د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي چې د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم لرې کړي.

سرپرست حکومت د دې پرېکړې هرکلی کوي او هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم او ارزښتناک ګام بولي.

لغمان کې فرهنګپالان: تاریخي سیمو کې دې سیلانیانو ته اسانتیاوې رامنځته شي

د لغمان مرکز مهترلام بابا زیارت کې د وخت د امیر شاه شجاع لنګر یا چای خانه چې نوموړي به د خپلې حکومتولۍ پرمهال یاده سیمه کې د چای لپاره دمه کوله. د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی رییس فیضان‌الله پټان بیا وايي، لغمان د ګرځندویانو لپاره ټولې اسانتیاوې لري، خو د مدیریت لپاره یې باید کار وشي.

کورنیوچارو وزارت: د اختر ورځو کې هېڅ ډول امنیتي پېښه نه‌‌ده شوې

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د کوچني اختر د درېوو ورځو پرمهال په هېواد کې هېڅ ډول امنیتي پېښه نه‌ده شوې.

یاد وزارت نن چهارشنبه، وري ۱۳مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت اړوند امنیتي ځواکونو د هېواد جوماتونو، تفرېح‌ ځایونو او عمومي لارو امنیت نیولی و او هېڅ ډول امنیتي پېښه نه‌‌ده رامنځته شوې.

له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نن پیلېږي

د پاکستان جیونیوز رسنۍ نن راپور ورکړی چې دغه هېواد کې مېشت افغان کډوالو ته په خپله خوښه د بېرته ستنېدو اعلان شوې نېټه پای ته رسېدلې او ټاکل شوې چې نن د ناقانونه افغان کډوالو د ستنېدو بهیر پیل شي.

پاکستان د مارچ تر ۳۱مې له دې هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لپاره وخت ټاکلی و.

د میدان‌وردګ والي: بې‌سرپرسته کورنیو لاسنیوی د هر مسوول دنده ده

د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ د دغه ولایت په مرکز میدانښار او یوشمېر نږدې ولسوالیو کې پر ۲۵۰ بې‌سرپرسته کورنیو نغدي او د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

معاذ د یادو مرستو پرمهال وویل، د ا.ا د هر مسوول دنده ده چې د بې‌سرپرست او بې‌وزله کورنیو لاسنیوی وکړي.

پکتيا کې ۲۲۰ ځوانان له حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولان وايي چې نن پنجشنبه، وري اوومه، ۲۲۰ ځوانان له شپږ مياشتني حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول.

د پکتيا کار او ټولنيزو چارو رییس قاري محمدرحيم نصرت د يادو کسانو فراغت مراسمو کې وويل چې دغه کسانو ته په پنځه برخو کې شپږ مياشتني عملي او نظري زده‌کړې ورکړل شوي دي.

برښنا شرکت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د برښنا تولید د اوو پروژو تړونونه لاسلیک کړل

د برښنا شرکت مسوولانو نن «پنجشنبه، وري اوومه» د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په حضور کې له څو کورنیو او یوه بهرني شرکت سره د برښنا د تولید د ۷ پروژو تړونونه لاسلیک کړل.