
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست قزاقستان ته سفر کړی
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تېره ورځ (چهارشنبه، جوزا ۷مه) د آستانه فورم کې د ګډون په موخه د یوه پلاوي په

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تېره ورځ (چهارشنبه، جوزا ۷مه) د آستانه فورم کې د ګډون په موخه د یوه پلاوي په

د لوګر د لوړو زدهکړو موسسې مسوولان وایي چې د دغه ولایت له شاوخوا ۲۵۰۰ زدهکوونکو څخه یې د کانکور ازموینې اخېستلو لړۍ پيل کړه.

په زابل کې د بېرته راستنېدونکو د هستوګنې لپاره د دویم ښارګوټي د جوړېدو چارې په رسمي توګه پیل شوې. چارواکي وايي چې دا ښارګوټی په مرکز قلات کې جوړېږي.
نوموړي وویل، د زابل ښارګوټي کې دننه شل جوماتونه، عیدګاه، وړکتون، مدارس، دارالعلوم، ۱۳ بلاکونه او ۱۳ کلینیکونه شامل دي.

عبدالله عزیزي د کابل ښار په یوه څنډه کې ژوند کوي. له ماشومتوب یې نړۍ د تیارو او رڼا ترمنځ بدلېږي، خو له یوه خوښ او هیلهمند مخ سره، هغه د خپلو هیلو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.
عبدالله عزیزي ۲۶ کلن ځوان دی چې هر ګام یې یوه مبارزه ده؛ خو له ارامتیا او صبر څخه ډکه مبارزه.

د میدانوردګ مرکز میدانښار کې د بېرته راستنېدونکو د هستوګنې لپاره د ۸۰۰ جریبه ځمکې د وېش بهیر پیل شوی دی.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني او د میدانوردګ چارواکو ګډون کړی وو.

د خوست په ګربز ولسوالي کې د لېژې بند چې تېره پنجشنبه، ګټېاخیستنې ته سپارل شوی و، اوبو وړی او ویجاړ شوی دی.
د خوست ولايت مقام څخه نن چهارشنبه، غبرګول اوومه، په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لیژې بند، د زياتو اورښتونو او سېلابونو له امله مات او ویجاړ شوی دی.

د صنعت اونۍ ۷ ورځنی څلورم نندارتون نن سهشنبه د اسلامي امارت د چارواکو، د یوشمېر سفارتونو د ډیپلوماټانو، خصوصي سکتور استازو، صنعتکارانو او پانګوالو په حضور سره کابل کې پرانیستل شو. د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وویل، دغه نندارتون له کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ په موخه جوړ شوی. هغه وویل، اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو زیاتواول په موخه پر یوې پالیسۍ کار کوي.

د پکتيا کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولان وايي چې نن سهشنبه، غبرګولي شپږمه دغه ولایت کې پر۲۴۰ بېوزله او بېسرپرسته کورنيو باندې د کوچني کاروبارونو لپاره توکي وېشل شوي دي. نوموړی دغهراز زياتوي چې په دې کې ۴۱ هغه سوالګرې کورنۍ هم شاملې دي چې ځانګړې کمېټې له لوري په نښه شوې وې.

د هرات محلي مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه نن «دوشنبه، غبرګولي پنځمه» د یوه تولیدي شرکت له لوري ۲۵ ټُنه اچار اروپايي هېوادونو ته ولېږدول شول.
د هرات والي نوراحمد اسلامجار په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال دغه ګام ستایلی او ټينګار یې کړی چې د صادراتو برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

تخار کې یوې ښځې د خیاطي کارخونې په جوړولو سره لسګونو بېوزلو او بېسرپرسته ښځو او له زدهکړو پاتې نجونو ته د خیاطي د زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
د یادې کارخونې مسووله زهره ارین وايي، خوشحاله ده چې توانېدلې د هغو ښځو او نجونو لپاره د خیاطي د زدهکړې زمینه برابره کړي چې په کور کې د خوړلو لپاره هېڅ نهلري.

د هېواد بیلابیلو برخو کې د ښځو د حقونو له ۱۲ فعالانو سره د سلاموطندار د مرکو پایلې ښيي چې دغو ښځو د بودیجې نهشتون، د ملاتړو ادارو تړلکېدو او د کورنیو او ټولنیزو فشارونو ترڅنګ، د محرومو ښځو لپاره د عدالت غوښتو ته دوام ورکړی. دوی سره له دې چې امکانات نهلري، خو خپلې هیلې یې له لاسه نهدي ورکړي او د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د دغه ولایت له مقام څخه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد هوټل د جوړېدو لپاره رسما سروې د «هوټلونو د امارتي شرکت» د مسلکي ټیم لهخوا پيل شوې او ټاکل شوې چې په دې سیمه کې به د ودونو تالار، رستورانت او هوټل ترڅنګ د سیمې خلکو او سیلانیانو لپاره ګڼې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.

غزني کې د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په پانګونې سره یوې تولیدي فابریکې فعالیت پیل کړ.
دغه فابریکه کې چې تېره ورځ يې فعاليت پیل کړی، لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.
د صابر غنيزاده په نوم د دغې تولیدي فابریکې مسوول سمیعالله غنيزاده وویل، ٢٤ ساعتونو کې د ٣ ټنه پلاستيکي کڅوړو او ښیښهای پلاستیک د تولید ظرفیت لري.

ټکنده غرمه ده او د کابل ښار پر سړکونو د تودوخې څپې خورې دي، خو دا سوځنده ګرمي د سیما د زړه له دردوونکو کړاوونو ډېرې سختې نهدي.
که څه هم سیما د خپل مخ نیمایي برخه په ماسک پوښلې؛ خو د تندي کرښې او د جامو زوړ رنګ یې د هغې د ژوند د سختیو کیسه بیانوي. سيما کابل ښار کې بولاني پلورونکې ده.

د کونړ مسوولان وایي چې تېره پنجشنبه د دې ولایت په څوکۍ ولسوالي او نن یکشنبه د ماڼوګۍ ولسوالي په کلایګل سیمې ځنګلونو کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده. دغه اورلګېدنه چې شاوخوا ۲۸ هکتاره ځنګل پهکې سوځیدلی، د ځایي خلکو او ولسوالي د مسوولانو له لوري مهار شوی دی.

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت پوهنې ریاست اړوند ښوونځیو سره د شاوخوا ۱۵زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته وشوه.