
د سلاموطندار سروې؛ نږدې نیمايي ګډونوالې مېرمنې «خپګان» لري
سلاموطندار د ښځو د رواني وضعیت څېړلو لپاره د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د ۴۰۱ ښځو ترمنځ د خپګان کچې ارزولو پاڼې وېشلي. د دغې څېړنې پایلې ښيي چې ۴۹.۶۷ سلنه ګډونکې ښځې په منځنۍ سطحه خفګان او ۵۰.۳۳ سلنه نور له رواني روغتیا برخمنې دي. دغې موضوع هغه له رواني او روحي پلوه اندېښمنه کړې ده.














