پکتیا کې د جوارو او شولو ۵۰ ننداریزې قطعې جوړېږي

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د جوارو او شولو ۵۰ ننداریزې قطعې جوړېږي.

د مسوولانو په وینا، دغه ننداریزې قطعې به په مرکز ګردېز، احمدابا، سیدکرم، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ، روحانی بابا، احمدخېل، ځاځي‌اریوب او څمکنیو ولسوالیو کې جوړې شي.

هرات کې ۸۵ الوتونکي طبیعت ته خوشې شول

د هرات محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې ۸۵ الوتونکي بېرته ازاد طبیعت ته خوشې شوې دي.

د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د مسوولانو په وینا، ۸۵ الوتونکي د الوتونکو د پلور بازار څخه راټول او د هرات لوېدیځ ځنګلي سیمو کې خوشې شوې دي.

د دغه ریاست د اړیکو مسوول حامد الهام وايي چې له دغه کار یې، هدف ازاد طبیعت ته د الوتونکو بېرته ورستنول او چاپېریال ساتنې څخه ملاتړ دی.

لوګر کې د لومړي ځل لپاره د ناوړه دودونو مخنیوي په پار مشاعره جوړه شوه

د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري بېګاه شپه په مرکز پل‌علم کې د لومړي ځل لپاره د ناوړه دودنو مخنیوي په پار مشاعره جوړه شوه.

په مشاعره کې د لوګر  سیمه‌ییزو چارواکو په ګډون د دغه ولایت شاعرانو، لېکوالانو او د شعر مینوالو ګډون کړی وو.

نږدې څلور کلونو کې ۳۱زره کسان د ازادې سیالۍ له لارې پر دندو ګومارل شوي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې چارواکي وايي چې  واک ته د سرپرست حکومت له رسېد راهیسې د تشو دولتي بستونو لپاره ۲۰۰زره ګډونوالو څخه په برښنايي ډول ازموینه اخیستل شوې چې له ډلې یې، ۳۱۰۰۰ کسان پر دندو ګومارل شوي دي.

له اسلام‌کلا بندر هره ورځ ۱۰زره افغانان هېواد ته راستنېږي

په هرات کې د اسلام‌کلا بندر د کمېساري مسوولان وايي چې له دغې لارې هره ورځ څه باندې لس زره افغانان له ایران څخه بېرته هېواد ته راستنېږي.

د اسلام‌کلا کمېسار حضرت زعیم اغا وايي چې ۷۰سلنه یاد افغانان په خپله خوښه او ۳۰سلنه هم د ایران له لوري په زور بېرته هېواد ته راستنول کېږي.

«د وېرې له امله د تاوتریخوالي پروړاندې غلې پاتې کېږو»

سلام‌وطندار ۱۲ ولایتونو کې له ۳۶ مېرمنو سره چې له تاوتریخوالي سره مخ شوي، د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری دغه مېرمنې د وېرې له امله خپل غږ نه‌ پورته کوي.

یادې مېرمنې وايي، د کورنۍ پاشېدو، اولادونو ته یې د زیان رسولو، د کورني تاوتریخوالي ډېروالي او له خاوند د جدا‌کېدو له وېرې یې، د تاوتریخوالي پر وړاندې خپل غږ نه‌دی پورته کړی.

کابل کې ګل‌پلورونکي ماشومان: سخته ده چې تش جېب کور ته لاړ شې

کابل کې یوشمېر هغه زده‌کوونکي چې ګلان پلوري، د یاد ښار په شهرنو سیمه کې د هټیو او رسټورانټونو مخې ته دریږي او هڅه کوي چې خلک وهڅوي، څو له دوی څخه د ګلونو ګېډۍ وپېري. یو له دغو زده‌کوونکو څخه چې د ورځې له ګرمۍ ستړی شوی او د یوې هټۍ د زینو تر سیوري لاندې ناست دی.

چین په بلخ کې د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت «سړه‌ خونه» جوړوي

د بلخ مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د چین له لوري د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د مېوو او تازه سبزي، د ساتنې لپاره یوه معیاري سړه خونه جوړېږي.

د بلخ مقام د رسنیو دفترله لوري نن سه‌شنبه، چنګاښ ۳مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د چین یوه پلاوي دغه ژمنه د یاد ولایت له چارواکو سره د لیدنې پرمهال کړې ده.

هرات کې په اووه میلیونه افغانیو ورزشي جمنازیوم جوړ شو

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه سوداګر له لوري د اووه میلیونه افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم جوړ او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، د «خورشید» په نوم دغه ورزشي جمنازیوم د یاد ولایت په کشک‌رباط‌سنګي ولسوالي کې جوړ شوی دی.

لوګر کې پر ۳۶۵ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوي

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د هندواڼو کرکېله زیاته شوې ده.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلام‌وطندار ته وویل، د پخوا په پرتله د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د هندواڼو کرکېله زیاته شوې ده.

میدان‌وردګ کې هره ورځ د چرګانو ۵۰۰۰ کیلوګرامه غوښه تولیدېږي

د میدان‌وردګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار او یوشمېر ولسوالیو کې د چرګانو د روزنې او ساتنې ۵۰۰ فارمونه فعالیت لري.

د نوموړي په وینا، له دې فارمونو په منځني ډول هره ورځ ۵زره کیلوګرامه غوښه ترلاسه کېږي.