ملا عبدالغني برادر د تولیدي فابریکو کمپلکس پرانیست

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو کمپلکس پرانیسته.
هغه د تولیدي فابریکو د دغه کمپلکس بیا فعالول د داخلي تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې بنسټیز ګام بولي او وایي، په دې سره به پر بهرنیو تولیداتو د افغانستان تکیه راکمه او د کورني صنعت په پیاوړتیا کې د پام وړ مرسته وشي.

پکتيا کې سبا د پوليو ضد واکسين کمپاين پیلېږي

د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې د پوليو ضد واکسين څلور ورځنی کمپاين سبا دوشنبه، «چنګاښ، ۳۰مه» پیلېږي چې د ولايت په کچه به په‌کې د ۲۵۸زره څخه له پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي.

د پکتيا د عامې روغتيا رییس ډاکټر معراج‌ګل عادل وويل چې د پوليو واکسين ترڅنګ به له دوه کلونو کم عمره ماشومانو ته د چينجيو ضد ګولی هم ورکول کېږي.

اقتصاد وزارت: نادولتي موسسو کې دامهال ۲۵۰زره کسان کار کوي

د اقتصاد وزارت چارواکي وايي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۱۶۰ کورنیو او ۶ بهرنيو موسسو ته د فعالیت قانوني جوازونه ورکړل شوي او دا موسسې د بېلابېلو ټولنیزو خدمتونو په برخه کې فعالیت لري.

د یاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي چې کورنیو موسسو تېرکال ۱۳۱۱ پروژې او بهرنيو موسسو ۶۰۵ پروژې پلې کړې دي.

پنجشېر کې د زمردو له پنځو نویو کانونو د استخراج چارې پیل شوې

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت په پریان ولسوالي کې له پنځو نویو کانونو څخه د «زمرد» د استخراج چارې پیل شوې.

د یادې ادارې رییس محمد قاسم امیري «شنبه، د چنګاښ ۲۸مه» سلام‌وطندار ته وویل چې تر دې دمه د دوی تخنیکي او مسلکي ټیمونو د پریان ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې له ۲۵۰ زیات د زمرد کانونه تثبیت کړي دي.

د بهرنیوچارو وزارت ویاند: له المان اخراج شوي ۸۱ پناه‌غوښتونکي نن کابل ته رارسېږي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې د المان له حکومت سره له خبرو وروسته، ۸۱ افغان پناه‌ غوښتونکي له دغه هېواده اخراج شوي دي.

بلخي نن سهار (جمعه) پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې له دې پناه‌ غوښتونکو سره د بېرته راستنېدو ټول اسناد د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي ریاست له‌خوا بشپړ شوي او دا کسان به نن کابل ته راورسېږي.

له ۲۳ کلالانو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ یوازې دوه له خپل کار خوښ دي

 سلام‌وطندار په کابل، هرات، تخار، ننګرهار، لغمان، کندوز، بامیان، بلخ، کونړ او فاریاب ولایتونونو کې له ۲۳ کُلالانو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې له ډلې یې، ۲۱ کلالان د لوښو د جوړولو له لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې نه‌شي برابرولی.
دوی وايي چې ګلدانۍ، کوزې، مېوه‌داني او نور تزییني لوښي جوړوي، خو په وینا یې، بازار نه‌لري.

افغانستان کې اومېندواره مېرمنې ولې ډېر تلوېزیوني معاینات کوي؟

په داسې حال کې چې پرمختللو هېوادونو کې سونوګرافي د اومېندوارۍ پرمهال یوازې څلور ځلې او د یوه ځانګړي طبي موخې لپاره توصیه کېږي، د سلام‌وطندار ته موندنې ښيي چې افغانستان کې له دې ډېر، مېرمنې د اومېندوارۍ پرمهال «تلوېزیوني معاینه» یا سونوګرافي کوي.

غزني کې د اوبو کمښت؛ «پخوا مو نورو ته اوبه ورکولې، اوس یې له نورو راوړو»

د هېواد د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د خپلو نورو ورځنیو ستونزو ترڅنګ، په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ منفي اغېزې هم زغمي.

د غزني اوسېدونکي هم له څو کلونو راهیسې پرله‌پسې وچکالۍ تجربه کوي چې د کرنې او مالدارۍ ترڅنګ د اوبو کمښت د خلکو ټولنیز ژوند هم اغېزمن کړی دی.