
کارګران د ژوند لومړنیو خدمتونو ته نهلاسرسي څخه شکایت کوي
د افغانستان د کار قانون کې چې ۲۶ څپرکي او ۱۴۷ مادې لري، د کار ساعتونو، تنخوا، د کار شرایطو، د کار قراردادونو او د

د افغانستان د کار قانون کې چې ۲۶ څپرکي او ۱۴۷ مادې لري، د کار ساعتونو، تنخوا، د کار شرایطو، د کار قراردادونو او د

د پروان اقتصاد ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۴۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت یوه دیني مدرسه جوړېږي.
دیاد ریاست رییس مجیبالله رحیمي نن دوشنبه، زمري شپږمه سلاموطندار ته وویل چې دغه مدرسه به نږدې راتلونکې جوړه شي.

د میدانوردګ د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په نرخ، چک، سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لس ښوونځيو د بیارغونې چارې پیل شوې.

د لوګر مرکز پلعلم او یوشمیر لروپرتو ولسوالیو قومي مشرانو د دغه ولایت له والي قاري صلاح الدین ایوبي سره په یوه ناسته کې غوښتنه کړې چې د اسلامي امارت مسوولان دې د لوګر اوسېدونکو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سیدعباس عراقچي سره د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.
امیرخان متقي په دې ټیلیفوني خبرو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د اندېښنې وړ بللې او په وینا یې، له دغه هېواد به ویستلکېدونکو افغانانو ته د ایستلو پرمهال درناوی وشي.

د ټرانسپورټ او هوانوردي وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست د هېواد په پنځو ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تالندې او برښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې په یادو ولایتونو کې اورښتونه «نن یکشنبه، زمري پنځمه» اټکل شوي دي.

د کندهار – هرات رېل پټلۍ د سروې او ډېزاین چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې کارونه به یې تر راتلونکو دریو میاشتو بشپړ شي.
د ټولګټو وزارت د مالوماتو پر بنسټ، د کندهار – هرات رېل پټلۍ چې ٧٣٧ کیلومتره اوږدوالی لري، د سروې او ډېزاین چارې یې له تېرو څو میاشتو راهیسې روانې دي.

د کانونو او پترولیم وزارت مسوولانو نن «پنجشنبه، زمري دویمه» د دغه وزارت د تېر یوه کال د لاستهراوړنو شریکولو غونډې ته وویل، یاد وزارت تېر یوه کال کې د هېواد په کچه د کانونو ۳۷۸ سیمې تثبیت کړي دي.

د هرات د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو درېوو میاشتو کې د دغه ولایت اوسېدونکو د پوهنې برخې سره ۲۰ میلیونه او ۵زره افغانۍ مرسته کړې ده.

د میدانوردګ له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالي کې له ۱۵۵ سېلابځپلیو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې ده.

د ۳۸ مېرمنو له ډلې ۳۲ یې ویلي چې له خپل خاوند د جلا کېدو غوښتنه د دوی له لوري شوې او د طلاق بهیر د دوی لهخوا پیل شوی دی؛ پاتې نورې هم د خاوند او یا هم د دواړو لوریو په خوښه سره جلا شوې دي.

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې هېواد کې له بانکونو د پیسو اېستلو کچه لوړه شوې او دا مهال بانکي حسابلرونکي کولای شي چې د میاشتې یو میلیون افغانۍ او ۱۵زره ډالر وباشي.
د یاد بانک د معلوماتو له مخې، حسابلرونکي همداراز په اوونۍ کې له افغانۍ حساب څخه تر ۳۵۰زره افغانۍ اېستلی شي او ډالر اکونټ ته هم تر پنځه زره ډالرو د اېستلو اجازه ورکړل شوې ده.

د افغانستان بانک مسوولان وايی چې د تېر یوه کال پرمهال یې، په ټولیزه توګه څلور میلیارډ، ۸۶۷ میلیونه او ۸۰۲زره زړې افغانۍ له بازار راټولې او سوځولې دي.
د دوی په وینا، دغه مندرس بانکنوټونه له بازار راټول او له طرزالعمل سره سم سوځول شوي دي. دغه زاړه بانکنوټونه د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي.

د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې دامهال څه باندې لس زره افغانان د بهرنیو هېوادونو په زندانونو کې بندیان دي.
د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري لومړۍ نېټه د رسنیو مرکز کې د دغه وزارت د تېر یوه کال د لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د کابل ښار د شهرنو سیمې په قصابي کوڅه کې له چرم د توکو او وسایلو جوړولو یوې کارخونې دغې کوڅې ته یوه بله بڼه ورکړې.
کارخونه کې دننه پر چرم د څټک غږ د یو هنري اثر د جوړولو کیسه بیانوي. ۵۵کلن غلام رباني چې لاسونه یې د کلونو سخت کار له امله ټپونه هم لري، په خپل کوچني او ساده دوکان کې د چرمي توکو او وسایلو پر جوړولو بوخت دی.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالي کې د یوولس میلیونه افغانیو په لګښت، یو چکډېم جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
دغه چکډېم د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ، د طبیعي سرچینو امریت تر څار لاندې، د خاکریز ولسوالي د چهاربند په سیمه کې جوړ شوی دی.