له سپین‌بولدک څخه پاکستان ته د ۱۵۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

د کندهار سپین‌بولدک ولسوالي کې چارواکو د یوه ګډ کمپاین په ترڅ کې هغه هڅه شنډه کړه چې قاچاق‌وړونکي غوښتل شاوخوا ۱۵۰۰ پسونه له افغانستان څخه پاکستان ته قاچاق کړي.

چارواکي وايي، یوشمېر کسانو غوښتل یاد پسونه له فرضي کرښې څخه هاخوا، پاکستان ته قاچاق کړي، خو د دوی هڅه د ځایي ادارو له‌خوا پر وخت شنډې شوې.

میدان‌وردګ کې په نږدې ۱۳میلیونه افغانیو د درېوو پروژو چارې پيل شوې

د میدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د درېوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د تطبیق چارو امر محمدسلیم بریالي سلام‌وطندار ته وویل چې دا پروژې د جغتو ولسوالي په ابطله او ادینه کلیو کې پلې کېږي چې په‌کې دوه لس متري پلونه او ۶،۸ کیلومتره کلیوالي سړک شامل دي.

د اوچا ارزونه؛ بېلابېلو لاملونو افغانستان کې د مرستورسولو بهیر ټکنی کړی

دغه راپور د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو اړوند دی. د اوچا موندنې ښيي چې اداري محدودیتونه، چاپېریالي ننګونې او په ځینو برخو کې د حکومت لاسوهنې، هېواد کې د مرستو بهیر کمزوری کړی. بل‌خوا د اقتصاد وزارت وايي، افغانستان کې نړیوالې مرستې د یادو بنسټونو له لوري کېږي او سرپرست حکومت په‌کې لاس نه‌لري.

روزګان کې ۶۹۹ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

په روزګان کې د کلیو بیارغونې ریاست تر څار لاندې دECO  موسسې په  مالي ملاتړ او د MEDAIR  مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دهراوود ولسوالي په دورشانک کلي کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

مهاجر فراهي: نور د جګړو او افغانان د وچکالي له امله بې‌‌ځایه کېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي د سلام‌وطندار له لوري د «اقلیمي بدلون څرنګوالي کې د رسنیو ونډه» تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډه کې وویل چې د هېواد ډېری برخې د اقلیمي بدلون له کبله اغېزمنې شوې دي.

د نوموړي په وینا، په نورو هېوادونو خلک د جګړو له امله بې‌ځایه کېږي، خو په افغانستان کې وچکالي د خلکو د بې‌‌ځایه کېدو لامل شوې ده.

بدخشان کې په لومړي ځل د ډله‌ییز واده مراسم جوړ شوي

بدخشان کې د لومړي ځل لپاره ۲۲ جوړو ته د ډله‌ییز واده مراسم جوړ شوي دي. د ډله‌ییز واده دغه مراسم د «اروین» بنسټ له لوري برابر شوي و.

د یاد بنسټ مشر شبیراحمد احمدي وايي چې دغه ډله‌ییز واده یې، د هغو ځوانانو لپاره جوړ شوی کړی و چې د اقتصادي ستونزو له امله یې، د واده د مراسم لګښتونه نشوای برابرولی.

کابل کې په اته میلیونه ډالرو د «ممیزو د پروسس» کارخونه پرانېستل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دې کارخونې د فعالیت پيل د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې مهم ګام یاد کړی دی.

د نوموړي په وینا، د یادې کارخونې د فعالیت پیلېدو سره به د سیمې اقتصاد په حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

لوګر کې په ۲۳ میلیونه افغانیو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (UNHCR) له لوري د دغه ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند د کډوالو په ښارګوټي کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د «صلاح‌الدین ایوبي» په نوم یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او نن «چهارشنبه، زمري اتمه» په رسمي توګه ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوه.

د غزني اوسېدونکي: ښاروالي دې د هټیوالو له توکو پلې‌لارې خلاصې کړي

غزني د هېواد په سوېل‌ختیځ کې یو له مهمو او ګڼې ‌ګوڼې ډکو سوداګریزو مرکزونو څخه دی؛ چې د دغه ولایت د ۱۸ ولسوالیو د اوسېدونکو ترڅنګ د میدان‌وردګ، پکتیا او پکتیکا د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي هم له همدې ځایه خپل اړین توکي اخلي؛ خو د هټیوالو له‌خوا د ځینو پلو ‌لاریو بندېدل، د خلکو لپاره د تګ‌راتګ پرمهال ستونزې رامنځته کړې دي.

خوست کې د جعلي ویزو او دعوت‌نامو د جوړولو په تړاو یو کس نیول شوی

د خوست امنیه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، د جعلي ویزو او دعوت‌نامو د جوړولو په تړاو یو کس نیولی دی.

د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو په خوست ښار کې هغه کس نیولی چې خلکو ته به یې، جعلي ویزې او دعوت‌نامې د اصلي په نوم پلورلې او له دې لارې یې له خلکو زرګونه ډالر اخیستي وو.

روغتیاپالانې: د میاشتني عادت پرمهال غیرطبیعي درد جدي ناروغۍ رامنځته کوي

میاشتنی عادت یا حیض د یوې ښځې د ژوند یوه طبیعي برخه ده. معمولآ میاشتنی عادت له ۳ تر ۷ ورځو دوام کوي او ځینې ښځې یو څه ناراحتۍ سره مخ کیږي، خو شته یو شمېر ښځې چې دغه وخت کې سخت جسمي دردونه تجربه کوي. د روغتیاپالانو په وینا، د میاشتني عادت پرمهال شدید دردونه د کیست، ماشوم‌ نه‌راوړلو، د رحم فیبروید یا هورموني اختلالاتو په څېر د جدي ستونزو ښکارندويي کوي.

پکتیا کې ۱۲۵ مالدارانو سره د مالدارۍ توکو مرسته وشوه

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې له ۱۲۵ مالدارانو سره د مالدارۍ توکو مرسته شوې ده.

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه نن «سه‌شنبه، زمري اوومه» په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اړیکو دفتر موسسې په مرسته د دې ولایت زرمت ولسوالي کې پر ۱۲۵ مالدارانو باندې د مالدارۍ  بستې او ځينې درمل ووېل شول.

پروان کې د ۷۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې منظور شوې

د پروان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې ۷۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶ پراختیايي پروژې منظور شوې دي.

د پروان د اقتصاد رییس مجیب‌الله رحیمي سلام‌وطندار ته وویل چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۷۸ میلیونه، ۱۹۷زره او ۴۵۶ افغانیو په ارزښت پروژې منظور شوي.