د رحم تومور؛ له هورموني بدلون د اومېندوارۍ تر ننګونو

د نسايي-ولادي برخې ډاکټران وايي چې د بلوغ پرمهال او د هورموني بدلونونو د رامنځته کېدو په ځانګړي توګه د پروجسټرون هورمون چې د میاشتني عادت او اومېندوارۍ ته د رحم د تنظیمولو برخه کې مهمه ونډه لري، ځینو مواردو کې کولای شي چې په غیرطبیعي ډول د رحم جوړښتونو د ودې لامل شي چې ورته د رحم فیبروم «تومور» ویل کېږي.

هلمند کې مالدارانو ته د شیدو او څارویو د ساتنې معیاري وسایل ووېشل شول

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ډي‌سي‌ای موسسې په همکارۍ، په دوو جلا، جلا پروګرامونو کې د شیدو د راټولولو معياري کيټونه او د څارویو د ساتنې اړین توکي لسګونو مالدارانو ته ووېشل.

چارواکي وايي دا ګام به د شیدو د کیفیت په لوړولو او د څارویو د روغتیا په خوندي کولو کې مهم رول ولوبوي.

له سړک د روزي ګټل؛ د هغه کس کیسه چې د سړک غاړې سلمان دی

لمر په کږه کرښه رڼا غورځوي او هوا هر ساعت تودېږي، خو هغه اړ دی چې دا تودوخه وزغمي. د چاریکار د ابتداییه محکمې څنګ ته، له لرګي جوړې یوې زړې څوکۍ کې ناست دی. مخامخ یې بله څوکۍ د مراجعه‌کوونکي لپاره ایښې ده.

په لاس کې یې یوه کوچنۍ کڅوړه ده چې په‌کې څو قیچي، یوه کُمنز، څو پاکي او یوه ماته هنداره پرته ده.

میدان‌وردګ کې یو مسلکي کوډګر نیول شوی

د میدان‌وردګ د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اوریدو ریاست وایي چې دغه ولایت کې محتسیبینو یو مسلکي کوډګر نیولی دی.

د دغه ولایت د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست له لوري سلام‌وطندار ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کوډګر د محتسیبینو له لوري د سیداباد ولسوالي په مرکزي حوزه کې نیول شوې دی.

د ارګو ولسوالي اوسېدونکي: خصوصي روغتون ته د لوړو فیسونو له امله نشو ورتللی

د دې ولسوالي یو اوسېدونکی، احمدنوید وایي چې د ولسوالي دولتي روغتون اړین او باکیفیته خدمات نه‌ءوړاندې کوي چې له امله یې ناروغان اړ کېږي خصوصي کلینیکونو ته ورشي، خو په وینا یې، هلته هم د خدماتو لګښتونه په وروستیو میاشتو کې لوړ شوي او ډېری ناروغان یې نه‌شي ورکولی.

پکتيا کې د «تور الماس» په نوم درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانيستل شو

د پکتيا د صنعت او سوداګری رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې نن «سه‌شنبه، زمري ۲۰مه» د سيکارام احمدي بازارموندنې شرکت له لوري درې ورځنی ملي او نړيوال نندارتون پرانېستل شوی دی.

د ياد نندارتون د پرانيستې مراسمو کې د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمدعظيم عظيمي وويل چې د ياد نندارتون په ۶۵ غرفو کې بېلابېل کرنيز، توليدي توکو نندارې ته اېښودل شوي دي.

پکتیکا کې په ۱۳میلیونه افغانیو د کتلوي معافیت لپاره د نوې ودانۍ جوړېږي

د پکتيکا ولایت مقام څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عامې روغتيا وزارت د مرستيال عبدالولي حقاني او نورو ولايتي چارواکو له لوري د عامې روغتيا رياست په انګړ کې د کتلوي معافيت لپاره د ۱۳ميليونه افغانيو په لګښت د نوې ودانی جوړېدو چارې پيل شوې.

سمنگان کې په ۱۶میلیونه افغانیو د اوو پروژو چارې پیل شوې

د سمنگان محلي چارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوو پروژو چارې پيل شوې.

د سمنگان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست رییس اخترمحمد مصباح وايي چې د دې پروژو کار (دوشنبه، د زمري ۲۰مه) د ایبک ښار او د خرم او سارباغ ولسوالیو کې پیل شوی دی.

افغانستان کې د «ښځو د پېرلو توان» د سروې بشپړ راپور

په دې سروې کې له ټول افغانستان ۱۰۴۵ ښځو ګډون کړی چې د مېرمنو ترمنځ د پېرلو توان، د سپما، د عواید سرچینو او اقتصادي محدودیتونور کره او هر اړخیز تصویر وړاندې کوي. موندنې ښيي چې د وروستیو درېوو کلونو پرمهال د مېرمنو د پېرلو توان کم شوی او اقتصادي ناورین پر کورنیو ناوړه اغېزې کړې دي.

پکتيکا کې د خلکو په دوه میلیونه افغانیو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د خلکو په شخصي لګښت په دوه میلیونه افغانیو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي.

د پکتيکا پوهنې رياست څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یوسف‌خېل ولسوالي کې د سیمې د خلکو له‌خوا د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د يو ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړیږي.

د سلام‌وطندار د سروې پایلې؛ ۹۱سلنه ښځې د خپلو اړتیاوو د پوره‌کولو توان نه‌لري

د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سلام‌وطندار د سروې پایلې ښيي چې د سروې ۹۱سلنه ښځینه ګډونوالې، د خپلې او کورنۍ د اساسي اړتیاوو د برابرولو توان نه‌لري.

د سروې ۶۵.۱سلن بیا خپلې اساسي اړتیاوې برابرولی شي او ۲۶.۵سلنه هم په بشپړه توګه د دې وړتیا نه‌لري چې خپلې اړتیاوې برابرې کړي.