له ژوند سره مخه ښه؛ ولې افغانستان کې مېرمنې ځان‌وژنې ته مخه کوي؟

سلام‌وطندار په هېواد کې د مېرمنو ترمنځ د ځان‌وژنې د پېښو څېړنې په تړاو په دې راپور کې له  اوو داسې کورنیو سره خبرې کړي چې د کورنۍ یوې غړې یې، ځان‌وژنه کړې ده.

د دې راپور موندنې ښيي چې جبري وادونه، د ښوونځیو تړل‌کېدل، فقر او د کورنیو فشار، نجونې ناهیلۍ ته اړ کړي او دا چاره لامل شوې چې دوی خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدي.

هرات کې یوه کارخونه د ورځې ۱۰۰۰ دیګونه تولیدوي

هرات کې د «خواجه عبدالله انصاري» صنعتي شرکت مسوولان وایي چې دغه کارخونه هره ورځ ۱۰۰۰ دیګونه تولیدوي چې په‌کې ۵۰۰  دیګ‌بخار او ۵۰۰ د چدن دیګونه شامل دي.

د دې شرکت مسوول سیدعبدالناصر مودودي وایي، د فابریکې تولیدات نه یوازې د هېواد د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې د نړۍ ۱۰ هېوادونو ته هم صادرېږي.

له کندهار څخه هند ته ۷۵ ټُنه هوږه صادره شوې

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه په ټولییزه توګه ۷۵ ټُنه هوږه د ایران د چابهار بندر له لارې هند ته صادره شوې ده.

د مسوولانو په وینا، دا صادرات د کندهار کرنې ریاست او سوداګرۍ خونې په ګډه همکارۍ شوي دي. د زابل  د تازه مېوې یو سوداګر شیرجان وايي: «دا تازه مېوې د تجار او افغان صادراتو لپاره یو لوی فرصت او ښه پیل دی.»

سوېلي‌زون کې د ماشومانو مړینه له ۲۳.۵ څخه ۹.۵۳سلنې ته راښکته شوې

د کندهار د مېروېس حوزوي روغتون مسوولان وایي، د عصري طبي وسایلو کارونې پرمټ توانيدلي چې سوېلي حوزه کې د ماشومانو د مړینې کچه له ۲۳.۵سلنې څخه ۹.۵۳ ته راښکته کړي.

مسوولان وایي چې د تېرکال په دویمه ربعه کې ۲۰۸ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، خو د سږکال په لومړۍ ربعه کې د مړینې ياده کچه ۱۱۴ کسانو ته راټيټه شوې ده.

غور کې ۱۶ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

د غور د امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۱۶ کسان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په تور نیول شوي دي.

د غور د امنیه قومنداني ویاند مولوي عبدالرحمن بدري وویل: «د پسابند ولسوالي د امنیتي ځواکونو له‌خوا ۱۵کسان د ۱۸۰۰ کیلوګرامو یامه سره چې د موټرسایکلونو په مرسته لېږول کېدل، په سنگان سیمه کې نیول شوي او یاد مواد سوځول شوي دي.»

لغمان کې مېرمنې «رادیو او ټلوېزیون» د پوهاوي کچې لوړولو ښه وسیله بولي

لغمان کې مېرمنو ته د رسمي زده‌کړو چاپېریال تر ډېره محدود دی، خو راډیو او ټلوېزیون بیا دغه ولایت کې د خلکو عامه پوهاوي برخه کې د پام وړ وسیلې بلل کېږي. دغه رسنۍ نه یوازې مېرمنو ته دا امکان ورکوي چې دیني، روغتیايي، روزنیزې او حقوقي معلومات تر لاسه کړي، بلکې کورنۍ او ټولنه کې د دوی د ونډې پر لیدلوري هم اغېز لرلی شي.

پنجشېر کې یوې مېرمنې په یو میلیون افغانیو یو جومات جوړ کړی

د پنجشېر محلي چارواکي وايي، د دغه ولایت د ابشار ولسوالي د یوه جومات چارې بشپړې او بل جومات له ترمیم وروسته ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د ابشار ولسوال، محمدعلي حق‌شناس،  (د وږي ۱۷مه) سلام وطندار ته وویل چې د دې ولسوالي نوی مسجدالنور په رسمي توګه پرانیستل شوی او همدارنګه د قلعه‌بالا د کربه‌ګلاب‌‌خېل سیمه کې یو بل جومات چارې ترمیم شوي دي.

سمنګان کې په ۲۸ میلیونه افغانیو د اوبورسولو شبکې جوړېږي

د سمنګان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وایي چې د ۲۸میلیونه افغانیو په لګښت د اوبورسولو د څلورو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.

یاد ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو څلورو شبکو چارې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پرون دوشنبه، (د وږي ۱۷مه) د دره‌صوف بالا ولسوالي کې پيل شوي دي.

پنجشېر کې د کرنیزو ځمکو او کارخونو نشتوالی د خلکو ژوند ستونزمن کړی

د پنجشیر د والي ویاند سیف‌الدین لتون نن دوشنبه، وږي ۱۷، سلام‌وطندار ته وویل چې د یاد ولایت اوسېدونکي د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د لتون په خبره، د کرنیزو ځمکو او تولیدي کارخونو نشتوالی او د مخکیني حکومت د بې‌پروايۍ له امله چې د خلکو پر ځای یې خپل جېبونه ډک کړي وو، د ولایت اوسېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د سپین‌بولدک له لارې د راستنېدونکو افغانانو زیاتوالی؛ مسوولان: پوره چمتوالی لرو

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولان وايي، د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر په کم‌ساري ډول لوړ شوی او ورځنۍ شمېر یې تر ۳۰۰ کورنیو ته رسېږي.

زه او زما بوخت ملګری؛ مصنوعي ځیرکتیا سره د بلدتیا کیسه!

ايا تاسې کله فکر کړی چې داسې ملګری ولرئ، چې هېڅکله د ستړیا احساس ونه‌کړي او تر ټولو مهمه دا چې هر وخت ستاسو د لاسرسي وړ وي؟ زه، عباس پناهي، د کابل پوهنتون د سیاسي علومو محصل، يوه ورځ له داسې ملګري سره اشنا شوم؛ هغه ملګری چې نوم يې «مصنوعي ځیرکتیا» ده.

کونړ کې د زلزله‌‌ځپلو پنډغالو کې کورنۍ د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي

د کونړ د نورګل ولسوالي «زیړي بابا» او د خاص کونړ ولسوالي «سپین‌ جومات» سیمه کې د تېرې اوونۍ د زلزله‌ځپلو لپاره لنډمهاله پنډغالي جوړ شوي چې سلګونه کورنۍ په‌کې ځای پرځای شوي دي.

دوی په دغه مېشتغالي کې د لومړنیو اسانتیاوو له کمښت شکایت کوي او وایي، شته امکانات په نشت حساب دي.