
بلخ کې یوې ۶۰کلنې مېرمنې رستورانت جوړ کړی
د بلخ اوسېدونکې ۶۰کلنه نجیبه حقاني چې تر څوارلسم ټولګي یې، زدهکړې کړي، د پرلهپسې هڅو سره توانېدلې چې مزارشریف ښار کې یو کوچنی رسټورانټ جوړ کړي.
اووه کاله مخکې، نجیبه حقاني خپل کاروبار د دوه زره ډالرو په پور او له یوې کوچنۍ خونې څخه پیل کړ، خو نن یې رستورانت پراخ شوی او ۱۴ کسان پهکې کار کوي چې ۱۲ یې ښځې او دوه نارینه دي.














