
د اقینې-اندخوی د لس کیلومټره اوسپنې پټلۍ د جوړولو چارې پیل شوې
د ټولګټو وزارت معین محمداسحق صاحبزاده وايي چې د اقینې د اوسپنې پټلۍ د غځولو د دویم پړاو چارې پیل شوې دي. دا پروژه له اقینې بندر څخه د اندخوی ولسوالي د شاه مردان سیمې پورې غځول کېږي چې لس کیلومتره اوږدوالی لري.














