
ترانسپورټ وزارت د ترانسپورټي نظم د پیاوړتیا لپاره ۱۴۶ پروژې پلي کوي
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد د ترانسپورټي نظم د رامنځته کولو او د ترافیکي بېنظمۍ د مخنیوي په موخه اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به ۱۴۶ پروژې پلي کړي.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد د ترانسپورټي نظم د رامنځته کولو او د ترافیکي بېنظمۍ د مخنیوي په موخه اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به ۱۴۶ پروژې پلي کړي.

د بامیانو بودا له ستر او لرغوني نړیوال شهرت برخمن دی؛ خو د همدې ډبرو تر شا د ژوند خاموشه او سخته کیسه روانه ده.
په هماغو مغارو کې چې کله ناکله د بودایي راهبانو د عبادت او خلوت ځای و، نن د ماشومانو ژړا، د مېندو د الالو زمزمې اورېدل کېږي.
دا څمڅې چې له یو نیم زرو کلونو ډېر عمر لري، نن د پنځوسو بېوزلو کورنیو ناخوښه پناهځای ګرځېدلی دی.

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د یادو واکسینونو د تطبیق موخه د ژمي له پیل وړاندې د پروتوزوایي ناروغیو د خپرېدو مخنیوی، د مالدارۍ سکتور ته د سالمې ودې زمینه برابرول او د مالدارانو اقتصادي ملاتړ کول دي.

په کابل کې د کورنیو ظرفیتونو او تولیداتو د پېژندنې ۱۷م نړیوال نندارتون نن پنجشنبه، لړم ۱۵مه پیل او درې ورځې به دوام وکړي.
دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو اتحادیې او صنعت او سوداګرۍ وزارت په ګډو هڅو د لویې جرګې په خېمه کې جوړ شوی دی.

یوشمېر نجونو سلاموطندار سره په خبرو کې ویلي چې د کورنۍ تبعیض له کبله له ناهیلي، د حقارت احساس، د کورنیو اړیکو څخه د زړه سړېدو او په پایله کې د بېارزښتهکېدو او د حقونو د تر پښو لاندې کېدو احساس سره مخ شوې دي.
ارواپوهان خبرداری ورکوي چې دغه ډول چلند د نجونو پر ځانباوري منفي اغېز کوي او ژورې رواني اغېزې رامنځته کوي.

د ګردیز ښاروالۍ مسوولان وايي چې د تېرو شپږ میاشتو پرمهال په بېلابېلو برخو کې د ښاري اصنافو څخه شاوخوا ۵۴ ميليونه افغانی عوايد راټول کړي.
ګردېز ښاروال مولوي حبيبالله اغا اخندزاده ښاريانو ته د حساب ورکولو په يو پرګرام کې وويل چې ياده اندازه عوايد د جوزاونو، ښاري خدمتونو، د ښاروالي ملکيتونو څخه ترلاسه شوي دي.

ټاکل شوې چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ نن پنجشنبه، لړم ۱۵مه د خبرو درېیم پړاو د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دواړو لوریو مرکچي پلاوي پرون چهارشنبه، د دوه ورځنیو خبرو لپاره استانبول ته رسېدلي دي. دغه خبرې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، د کابل ښار په پلچرخي کې د «اغوش» په نوم کمپ کې ۸۰۰ روږدي کسان له نشې روغ او بېرته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت د کار مرستيال، محمد زاهد احمدزي په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې یادو کسانو د څلورو مياشتو په موده کې په پنځو برخو کې مسلکي زدهکړې کړې دي.

د پاکستان ولسمشر اصفعلي زرداری د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او د دې هېواد د دفاع له وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمان الثاني سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د دغه ولایت د کرېکټ امر نصیراحمد امرخېل سلاموطندار ته وویل، د کرېکټ دغه پنځوس اوریزې سیالي د یادو ولایتونو د غوره لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې میدانوردګ کرېکټ لوبډلې وکولای شول د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې له افغانستان څخه روسیې ته د مڼو د لېږد بهیر پیل شوی دی.
یاد وزارت نن چهارشنبه، لړم ۱۴مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د مڼو لومړۍ جوپه چې ۵۰ مټریک ټُنه کېږي او ارزښت یې، ۱۰۰زره ډالرو ته رسېږي، روسیې ته صادرې شوې دي.

هلمند کې د یونېسف په مالي مرسته د څه باندې پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت شپږ نوې ښوونیزې ودانۍ جوړې او د پوهني ریاست له لوري ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې. دغه ښوونځي د مارجه، خانشین، نادعلي، ګرشک، باباجي او نهرسراج ولسوالیو کې جوړې شوې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې د تېرو دولسو میاشتو په موده کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپلې هڅې پراخې کړي او د بېوزلو، راستنېدونکو او د طبیعي پېښو د اغېزمنو خلکو لپاره یې د خدمتونو کچه تر ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

مرستندویه ادارې وايي چې د غزې لپاره د خوراکي توکو او نورو بشري توکو د رسولو هڅې له وخت سره ناسمې روانې دي او د اسرائیلي محدودیتونو له امله لاهم مرستې په بشپړ ډول سیمې ته نه شي داخلېدلی.

UNICEF builds drinking water network in Parwan with 9.4 million Afghanis

د هلمند ډېری کروندګر وایي چې سږکال د ممپلیو حاصل د تېرکال په پرتله ښه دی، ځکه د ناروغیو پېښې کمې وې او موسم هم د دې فصل لپاره مناسب و.