هلمند کې شپږ  ښوونیزې ودانۍ ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

هلمند کې د یونېسف په مالي مرسته د څه باندې پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت شپږ نوې ښوونیزې ودانۍ جوړې او د پوهني ریاست له لوري ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې. دغه ښوونځي د مارجه، خانشین، نادعلي، ګرشک، باباجي او نهرسراج ولسوالیو کې جوړې شوې دي.

افغاني سرې میاشتې ټولنه: فعالیتونه مو ۳۰سلنه پراخ شوي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې د تېرو دولسو میاشتو په موده کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپلې هڅې پراخې کړي او د بې‌وزلو، راستنېدونکو او د طبیعي پېښو د اغېزمنو خلکو لپاره یې د خدمتونو کچه تر ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

کابل کې یوشمېر زده‌کوونکو له ناکاره توکو رباطونه جوړ کړي

د کابل  په یوه خصوصي ښوونځي کې لسګونه زده‌کوونکو په ډله‌ییزه توګه له ناکاره توکو «د کاردستي رباطونه» جوړ کړي دي.

دغه ځوانان او تنکي ځوانان وايي چې د خپلو نوښتونو د ودې او د توکو بیاکارونې لپاره یې، هڅه کړې چې د کار وړ او لومړني وسایل جوړ کړي.

لوګر کې ۲۵۰۰ کروندګرو ته اصلاح شوی تخم ورکړل شوی

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري د بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو پر ۲زره او ۵ سوه بزګرانو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

سرې میاشتې ټولنې سوېل‌ختیځ زون کې ۶۰۰زره کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي

د سوېل ختيځ زون د افغاني سرې مياشتې ټولنې رییس منهاج الدين هاشمي وايي په شپږو ولايتونو غزني، میدان‌وردګ، لوګر، پکتيا، پکتيکا او خوست کې يې په ۵ کلينيکونو، ۱۸ سيار روغتيايي ټيمونو او ۲۹ فرعي کلينيکونو کې شاوخوا ۶ سوه زره کسانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

پنجشېر کې سږکال د انګورو حاصلات ډېر شوي

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د تېر کال په پرتله سږکال دغه ولاین د انګورو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس فضل‌الله دیوبند وايي چې روان کال ۱۷۰۷ مټریک ټُنه انګور راټول شوي چې تېرکال یاده موده کې ۱۱۱۲ مټریک ټُنه انګور راټول شوي وو.

روزګان کې په ۱۰۶ میلیونه افغانیو د ولایتي روغتون د ارتقا چارې پیل شوې

د روزګان د عامې روغتیا مسوولان وايي چې د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ولایتي روغتون د ارتقاء چارې په رسمي توګه پیل شوې. د دې پروژې په بشپړېدو سره به یاد روغتون له ۶۰ بسترو څخه ۲۰۰ بستریز ته لوړ شي چې د ولایت زرګونو اوسېدونکو ته به د غوره روغتیایي خدمتونو زمینه برابره کړي.

مرګونې زلزله؛ ۲۰ کسان مړه او ۵۰۰ ټپیان شوي

د افغانستان په شمالي ولایتونو، په ځانګړې توګه بلخ او سمنګان کې تېره شپه زورورې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ او د ټپیانو بیا ۵۰۰ ته لوړ شوی دی.

 د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې تر دې دمه لږترلږه ۲۰ کسان مړه شوي او له ۵۰۰ زیات نور ټپيان دي.

پل‌علم ښاروالي له سړکونو او پلي تګ‌ لارو غرفې او لاسي کراچۍ راټولوي

د پل‌علم ښاروال مولوي محمدشاکر ثاقب د دغه کمپاین پرمهال خبریالانو ته وویل، د پل‌علم ښاریانو او موټرچلوونکو د پرله‌پسې شکایتونو، ټرافیکي ګڼې‌ګوڼې او ښاري نظم ټینګښت په موخه یې پرېکړه کړې چې د ښار له واټونو، سړکونو او پياده رونو څخه غیرقانوني، هټۍ، غرفې، لاسي کراچۍ او موانعو لري کړي.