د دره‌نور زلزله‌ځپلي د دایمي سرپناه برابرولو غوښتنه کوي

د هېواد په ختیځ کې د وږي ۹مه زلزلې د کونړ ترڅنګ، د ننګرهار دره‌نور کې هم ولسونو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

سُتن، مجګنډول، اوتران، لمټک، چوال، شیمل او وایګل د دره‌نور ولسوالي هغه سیمې دي چې زلزلې سختې ځپلي. دغو کلیو کې د اوسېدو ډېری کورونه یا خو نړېدلي او یا زیانمن شوي چې د اوسېدو وړ نه دي.

سوېلي‌کوریا د شمالي‌کوریا توغندیز ازمایښت غندلی

د سوېلي‌کوریا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د شمالي‌کوریا وروستی توغندیز ازمایښت د سیمې ثبات زیانمنوي او باید ژر تر ژره ودرول شي.

دغه توغندی د جمعې پر ورځ د شمال ختیځ ساحل ته د سمندر پر لور توغول شوی و چې سیول یې د سختې غندنې ترڅنګ «د کوریا دواړو برخو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو هڅه» بللې ده.

هرات کې څه باندې ۵۰ ټنه نشه‌يي توکي سوځول شوي

د هرات د امنیې قومنداني د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت مسوولان وایي چې جمعه (د لړم ۱۶مه) له ۵۰ ټنه ډېر نشه‌يي توکي سوځول شوي دي.

د نشه‌یي توکو ضد مبارزې مدیر حیات‌الله روحاني وایي چې دغه مواد د امنیتي ځواکونو له لوري د بېلابېلو عملیاتو پرمهال راټول شوي وو.

د څلور عزیزانو له لاسه ورکول؛ د چوپتیا او خپګان ترمنځ ژوند

له دغې زلزلې مخکې د څوکۍ ولسوالي د دیوه‌ګل درې د ډېری خلکو ژوند له خندا او رڼا ډک وو، خو اوس د غم په تیارو کې ډوب دی. د دېوه‌ګل درې د «پرخو بانډې» ۱۶کلن سلیم چې زلزله کې یې د کورنۍ ۴ غړي له لاسه ورکړي او ۱۲ ټپیان دي، اوس نه خوب لري او نه کور.

ښاري ژوند د پلارونو، مېندو او ځوانانو ترمنځ نسلي واټن ډېر کړی

له ۳۲ ځوانانو (۱۶ نجونو او ۱۶ هلکانو) او یوشمېر ټولنپوهانو سره د «سلام وطندار»‌ د مرکو پایلې ښيي چې په افغانستان کې د نسلونو واټن په ښارونو کې تر کلیو په پرتله ډېر ژور دی؛ هغه ځای چې تکنالوژۍ، ټولنیزو شبکو او د ژوند نوې بڼې د ځوانانو نړۍ له خپلو پلرونو او مېندو جلا کړې ده.

د بامیانو د څمڅ‌مېشتو مېرمنو له کړاوه ډک ژوند!

د بامیانو بودا له ستر او لرغوني نړیوال شهرت برخمن دی؛ خو د همدې ډبرو تر شا د ژوند خاموشه او سخته کیسه روانه ده.

په هماغو مغارو کې چې کله ناکله د بودایي راهبانو د عبادت او خلوت ځای و، نن د ماشومانو ژړا، د مېندو د الالو زمزمې اورېدل کېږي.

دا څمڅې چې له یو نیم زرو کلونو ډېر عمر لري، نن د پنځوسو بې‌وزلو کورنیو ناخوښه پناه‌ځای ګرځېدلی دی.

کندهار کې څه باندې ۲۰۰زره څاروي واکسین شوي

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د یادو واکسینونو د تطبیق موخه د ژمي له پیل وړاندې د پروتوزوایي ناروغیو د خپرېدو مخنیوی، د مالدارۍ سکتور ته د سالمې ودې زمینه برابرول او د مالدارانو اقتصادي ملاتړ کول دي.

کابل کې د کورنیو تولیداتو د پېژندنې ۱۷م نړیوال نندارتون پرانېستل شو

په کابل کې د کورنیو ظرفیتونو او تولیداتو د پېژندنې ۱۷م نړیوال نندارتون نن پنجشنبه، لړم ۱۵مه پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو اتحادیې او صنعت او سوداګرۍ وزارت په ګډو هڅو د لویې جرګې په خېمه کې جوړ شوی دی.

کورنۍ کې تبعیض؛ نجونې: هلکان له موږ غوره ګڼل کېږي

یوشمېر نجونو سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د کورنۍ تبعیض له کبله له ناهیلي، د حقارت احساس، د کورنیو اړیکو څخه د زړه‌ سړېدو او په پایله کې د بې‌ارزښته‌کېدو او د حقونو د تر پښو لاندې کېدو احساس سره مخ شوې دي.

ارواپوهان خبرداری ورکوي چې دغه ډول چلند د نجونو پر ځان‌باوري منفي اغېز کوي او ژورې رواني اغېزې رامنځته کوي.

ګردېز ښاروالي شپږو مياشتو کې ۵۴ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

د ګردیز ښاروالۍ مسوولان وايي چې د تېرو شپږ میاشتو پرمهال په بېلابېلو برخو کې د ښاري اصنافو څخه شاوخوا ۵۴ ميليونه افغانی عوايد راټول کړي.

ګردېز ښاروال مولوي حبيب‌الله اغا اخندزاده ښاريانو ته د حساب ورکولو په يو پرګرام کې وويل چې ياده اندازه عوايد د جوزاونو، ښاري خدمتونو، د ښاروالي ملکيتونو څخه ترلاسه شوي دي.

د اسلامي امارت او پاکستان درېیم پړاو خبرې نن استانبول کې پیلېږي

ټاکل شوې چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ نن پنج‌شنبه، لړم ۱۵مه د خبرو درېیم پړاو د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شي.

د پاکستان ډان ورځ‌پاڼې راپور ورکړی چې د دواړو لوریو مرکچي پلاوي پرون چهارشنبه، د دوه ورځنیو خبرو لپاره استانبول ته رسېدلي دي. دغه خبرې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب کېږي.

کابل کې له نشې روغ ۸۰۰ کسان له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، د کابل ښار په پلچرخي کې د «اغوش» په نوم کمپ کې ۸۰۰ روږدي کسان له نشې روغ او بېرته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت د کار مرستيال، محمد زاهد احمدزي په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې یادو کسانو د څلورو مياشتو په موده کې په پنځو برخو کې مسلکي زده‌کړې کړې دي.

افغانستان روسیې ته ۵۰ مټریک ټُنه مڼې صادرې کړي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی چې له افغانستان څخه روسیې ته د مڼو د لېږد بهیر پیل شوی دی.

یاد وزارت نن چهارشنبه، لړم ۱۴مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د مڼو لومړۍ جوپه چې ۵۰ مټریک ټُنه کېږي او ارزښت یې، ۱۰۰زره ډالرو ته رسېږي، روسیې ته صادرې شوې دي.