
تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارو ۱۴۷زره ټنه توکي انتقال شوي
د ټولګټو وزارت وايي، په تېره اوونۍ کې له افغانستان څخه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۴۷زره او ۱۹۴ متریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، محمداشرف حقشناس، نن دوشنبه (د لیندۍ ۳مه/ د نومبر ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد توکي د لړم له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د مختلفو مسیرونو له لارې انتقال شوي دي.














