
نورستان کې ۲۵۷ پراختیايي پروژې پلي شوي
د نورستان د والي وياند فريدون صميم وایي چې روان ۱۴۰۴ لمريز کال په دغه ولایت کې د ۹۲۹ ميليونه افغانيو او ۳۶ ميليونه او ۱۰۷زره امريکايي ډالرو په ارزښت ۲۵۷ پراختيايي پروژې پلې شوې دي.

د نورستان د والي وياند فريدون صميم وایي چې روان ۱۴۰۴ لمريز کال په دغه ولایت کې د ۹۲۹ ميليونه افغانيو او ۳۶ ميليونه او ۱۰۷زره امريکايي ډالرو په ارزښت ۲۵۷ پراختيايي پروژې پلې شوې دي.

د تورخم دروازه له څه باندې یوې میاشتې راهیسې لاهم د ترانزیټ او تګراتګ لپاره تړلې، خو د افغان راستنېدونکو د راتګ لپاره د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې پرانستل شوې چې هره ورځ زرګونه راستنېدونکې کورنۍ د تورخم له لارې بېرته راستنېږي.

د لوګر امنيه قومنداني چارواکي وايي چې تېره ورځ د دغه ولايت په التمور سیمه کې يوه ۲۷کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د دغه ولايت امنيه قومنداني وياند مولوي احمدالله انس سلاموطندار ته وويل چې دغه ځوان خورشید د منګل زوی او د مرکز پلعلم ښار اړوند التمور سېمې اوسېدونکی دی چې په کلاشینکوف یې ځان ویشتی او وژل شوی دی.

د فراه د امنیه قومنداني ویاند، محمد نسیم بدري وایي چې په دې ولایت کې یوه کس له خپلې مېرمنې سر پرې کړی دی.
نوموړی زیاتوي چې دغه پېښه سهشنبه، د لړم ۲۷مه، د فراه د گلستان ولسوالي د «دهک» کلي کې رامنځته شوې ده.

د وروستیو کلونو پرمهال پروان د کرنې په برخه کې له ګنو ستونزو سره مخ دی، د حاصلخېزو ځمکو کمېدل، د اقلیم بدلون، د اوبو کمښت او د کیفیت لرونکو تخمونو محدود لاسرسی، بزګران له پراخو اقتصادي او تخنیکي ننګونو سره مخ کړي دي.

د بدخشان په مرکز کې د مېوو ونې په دې ورځو کې له یونامعلوم دښمن سره مبارزه کوي. داسې یو افت چې دوه میاشتې وړاندې د فیضاباد په باغونو کې راڅرګند شو، نه یوازې د اوسني فصل حاصلات ګواښي، بلکې د سلګونو کورنیو اقتصادي راتلونکی یې هم له خطر سره مخ کړی دی.

د نسايي-ولادي برخې متخصصه زرغونه محبت وايي چې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې مراجعهکوونکې اومېندوارې مېرمنې د اومېندواري پر دیابت اخته دي. نوموړې له وخت وړاندې یا د زېږون پرمهال د ماشوم له لاسه ورکول، لوړ وزن، د وینې لوړ فشار او نور لاملونه پر دې ناروغۍ د اختهکېدو د پایلې په توګه یادوي.

د لوګر اوسېدونکي وايي چې اقلیمي بدلون، د بارانونو کموالی او د هوا د تودوخې زیاتوالی د هغوی پر کرنیزو حاصلاتو، د اوبو سرچینو او اقتصادي وضعیت بد اغېز کړی دی.
دوی پر نړیوالو بنسټونو او دولتي ادارو غږ کوي چې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو په اړه د خلکو پوهاوي کچه لوړه او له زیانمنو شویو کورنیو سره په دوامداره توګه مرستې وشي.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO د افغانستان د برخې مسوولانو اعلان کړی چې افغانستان د سختې او ویجاړونکې وچکالۍ سره مخ دی.
دې ادارې نن سهشنبه، د لړم ۲۷مه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې پرلهپسې وچکالۍ د هېواد د خلکو ژوند او معیشت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د پکتیکا امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبينو د سوالګرو د راټولولو پرمهال دری سوالګر له (۹۲۱۵۰) پاکستانۍ کلدارو او (۷۹۲۰) افغانیو سره نیولي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي وايي، له افغانستان او پاکستان سره په اړیکو کې دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوي ستونزې د حل لپاره یوه سیمه ییزه ناسته جوړیږي.
نوموړي د دې ناستې د جوړېدو د څرنګتیا په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

د پکتیکا عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اتلس ولسوالیو کې يې ۳۰ روغتیايي مرکزونو پر ګرځنده واکسیناتورانو ۳۰ عرادې موټرسایکلونه وېشلې دي.

د کندهار شورابک ولسوالي کې په ۳۰۵ میلیونه افغانیو د څه باندې ۹۰ کیلومترو په اوږدوالي د یو جغلي سړک د رغونې چارې پیل شوې.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر ملا محمدیونس اخندزاده په مشرۍ په دې اړه چمتو شویو مراسمو کې د نوې پروژې د رسمي پیل خبر ورکړ.

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ یوه بڼوال سیداغا سلام وطندار راډیو ته وویل؛ هر کال چې له خپلو بڼونو څخه حاصلات ترلاسه کړي، یاد بڼونه او ونې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
دی وایي، له حاصلاتو راټولولو وروسته د ونو وچ شوي خاښونه او څانګې غوڅوي او ځمکه یې هر اړخیزه نرموي.

د دوی په خبره، که څه هم په دې وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو له امله د پکتیا ځنګلونه هم زیانمن شوي، خو خلکو ته د عامه پوهاوي د خپرولو له کبله د ځنګلونو د بیا احیا او ساتنې لپاره پاملرنه زیاته شوې ده.

د ټولګټو وزارت د میدانوردګ په مرکز میدانښار او جلرېز ولسوالي ترمنځ د کابل- بامیان لویې لارې اړوند د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي او معیاري جوړولو چارې پیل کړې.