
لوګر کې د یوې لېسې ودانۍ د خلکو په لګښت بیارغول شوې
د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت محمداغې ولسوالي د زاهداباد کلي اوسېدونکو د خپلو شخصي لګښتونو پرمټ د محمدجانخان د هلکانو لېسې ودانۍ بیارغولې او د احاطې دیوال یې هم لوړ کړی دی.

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت محمداغې ولسوالي د زاهداباد کلي اوسېدونکو د خپلو شخصي لګښتونو پرمټ د محمدجانخان د هلکانو لېسې ودانۍ بیارغولې او د احاطې دیوال یې هم لوړ کړی دی.

وروستۍ زلزلې د هېواد شمال کې د سلګونو نورو کورونو ترڅنګ، له پاکستانه د راستنې شوې بيبي سرپناه هم زیانمنه کړې او اوس له یوې بلې غمیزې سره مخ ده.
د بلخ د شولګرې ولسوالي د «جلوزو» کلي اوسېدونکې بيبي دوه کاله وړاندې له خپلو پنځو ماشومانو سره له پاکستانه راستنه شوې او اوس د کور نړېدو له وېرې خپلو ماشومانو سره خیمه کې شپې او ورځې تېروي.

هغه کورنۍ چې پاکستان کې له کلونو کډوالۍ وروسته، له هیلو ډک زړه سره خپل هېواد ته راستنې شوې وې، د وروستۍ زلزلې یو ناڅاپي ټکان یو ځل بیا بېبرخلیکه وضعیت سره مخ کړي دي.
د بلخ د شولګرې ولسوالي د «جلوزو» سیمې اوسېدونکی ۴۵کلن مولاداد دوه کاله وړاندې خپلې ۱۰ کسیزې کورنۍ سره یوځای له پاکستانه راستون شوی.

افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولي دفتر (یوناما) ویلي چې دغه هېواد کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه کسان له جدي معلولیتونو سره ژوند کوي.
یوناما نن (چهارشنبه، د لیندۍ دولسمه/ ډسمبر درېیمه) د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغانستان کې معلولیت تر ډېره د څو لسیزو جګړو پایله ده.

لوګر کې د پلعلم ښاروالي مسوولان وايي چې د ښار د ښکلا او اسانتیاوو د رامنځته کولو په هدف یې د لوګر ولایت مقام ته څېرمه پر سړک د شاوخوا ۱۲۰۰ متر مربع پلې لارو د سنګفرش کولو پروژه پیل کړه.

د اسلامي شریعت او مدني قانون له مخې، مور د ماشومان په لومړیو کلونو کې د هغه د پالنې، روزنې او ساتنې مسوولیت پر غاړه لري. د یادو قوانینو پربنسټ، هلک تر اووه کلنۍ او نجلۍ تر نهه کلنۍ د مور تر سرپرستۍ لاندې وي.

د ګردېز ښاروالي مسوولان وايي، د مرکز ګردېز ښار اړوند زاړه بازار سيمه کې د پاکو اوبو رسولو د يوې شبکې چارې بشپړې شوې دي.
د ګردېز ښاروالي وياند جمعه خيل همدرد سلاموطندار ته وويل چې ياده شبکه د ګردېز ښاروالي تر چتر لاندې د «يواينهبيتات» موسسې په مالي مرسته جوړه شوې دي.

ملګروملتونو اعلان کړی چې په نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه کسان له یوه ډول نه یوه ډول معلولیت سره ژوند کوي.
دغه سازمان دا څرګندونې نن چهارشنبه، لیندۍ ۱۲مه، ډسمبر درېیمه د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، په تېر یوه ورځ کې ۵زره او ۴۹۵ افغانان له ایران او پاکستانه په جبري توګه ایستل شوي او هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
یاد کمېسیون نن چهارشنبه، لیندۍ دولسمه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه کسان د هرات اسلامقلعه، د نیمروز ورېښمو پُل، د کندهار سپینبولدک، د تورخم او د بهرامچې د لارې افغانستان ته راغلي دي.

د پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د ټولګټو چارو رییس مولوي جنتګل سراج وویل چې په یادو پروژو کې د لوګر ـ ګردېز لويې لارې د ګارډریلونو جوړول، د ترافیکي نښو لګول او د التمور لوړ تناژ تلې لپاره د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي کانکریټي سړک جوړول شامل دي.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر لور د باور فضا رامنځته شوې، خو په وینا یې، ځینې کړۍ هڅه کوي، دغه مثبته فضا زیانمنه کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین سره د ټیلیفوني اړیکې پرمهال کړې دي.

د سرپُل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله یوشمېر تاریخي ابداتو ته زیان اوښتی دی.
د عیدګاه جامع جومات، د خشت پُل جومات او امام یحیی او لنګرشاه عبدالله زیارتونه هغه لرغوني تاریخي ځایونه او ابدات دي چې هر یو یې څو سوه کاله لرغونتوب لري.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې سعودي عربستان له افغانستان سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.
دغه مرسته به د افغانستان په کرنې برخه کې د سکتور پیاوړتیا او د خوړو د خونديتوب د ستونزو د کمولو لپاره ولګول شي.

د خوست ولايت مقام څخه نن دوشنبه، لیندۍ لسمه، په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا سهشنبه، لس بجې د خوست په ورزشي سټېډیوم کې پر یوه کس د قصاص حکم جاري کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي شریعت د احکامو د تنفیذ او تطبیق په لړۍ کې، د اسلامي امارت قضایي ارګانونه، د علیشیرو او تریزيو ولسوالي اړوند دردونکي پېښې د یوه قاتل په اړه د قصاص حکم عملي کېږي.

د يادو پروژو د ګټېاخيستنې مراسمو کې د پکتيا د کليو بيارغونې او پراختيا ريس مولوي خان محمداحمد وويل چې يادې پروژې د ملګروملتونو د پروژي خدمتونو دفتر«UNOPS» په مالي لګښت او د خلکو په مشرۍ د پرمختګ موسسې په تخنيکي همکارۍ بشپړې شوې دي.

د هرات محلي چارواکي وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې د دې ولایت نزدې ۲۰ میلیونه (۱۹,۹۷۱,۱۸۷) کیلوګرامه وچه مېوه تر شلو څخه ډېر هېوادونو ته صادره شوې ده.
دغو هېوادونو کې اتریش، بلجیم، کاناډا، هالېنډ، جرمني، امریکا، ایران، قطر، ترکیه، هند، عربستان او یوشمېر نور شامل دي.