
مزار ښار کې د نفتي توکو سوداګریز مرکز جوړیږي
د هېواد شمال کې د نفتي توکو او مایع ګازو اتحادیې مسوولان وايي، د سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه، له حیرتان بندر څخه د نفتي توکو بازار او د اتحادیې مرکز مزارشریف ښار ته لېږدول شوی.
د دغې اتحادیې رییس مومن ضیايي وویل، مزار ښار کې به د نفتي توکو لپاره سوداګریز مرکز په ۱۵ میلیون ډالرو ۱۲ پوړونو کې جوړ شي.














