کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي چې دغه نندارتون د «شنې‌لارې» تر نوم لاندې د ښځینه متشبثینو د ملاتړ په هدف او د ګډونوالو په مالي لګښت جوړ شوی.
د دوی په وینا، دغه نندارتون کې شاوخوا ۶۰ ښځو په ۳۰ مېزونو کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.
یو شمېر ښځینه سوداګرې د دغه نندارتون جوړېدل مهم بولي.

مزار ښار کې د نفتي توکو سوداګریز مرکز جوړیږي

د هېواد شمال کې د نفتي توکو او مایع ګازو اتحادیې مسوولان وايي، د سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه، له حیرتان بندر څخه د نفتي توکو بازار او د اتحادیې مرکز مزارشریف ښار ته لېږدول شوی.

د دغې اتحادیې رییس مومن ضیايي وویل، مزار ښار کې به د نفتي توکو لپاره سوداګریز مرکز په ۱۵ میلیون ډالرو ۱۲ پوړونو کې جوړ شي.

پاډکسټ؛ د افغان ځوانانو د پرمختګ، پوهاوي او عاید نوې لار

له ۱۵ ځوانانو «۹هلکانو او ۶ نجونو» سره د سلام‌وطندار د مرکو پایلې ښيي چې دوی له تېرو دوو کلونو راهیسې د پاډکسټ تولید ته مخه کړې او له دې لارې یې مختلف موضوعات مخاطبانو ته وړاندې کړي. پاډکسټ د غږیزو یا تصویري فایلونو ټولګې ته ویل کېږي چې منظمو برخو کې مشخص موضوعات وړاندې کوي او د انلاین خپرېدو یا (ډاونلوډ) وړ وي.

نور‌الدین عزیزي: افغانستان د ایکو سازمان د راتلونکې غونډې کوربه‌ دی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، افغانستان د «ایکو» اقتصادي همکاریو سازمان راتلونکې غونډې ترسره کولو او کوربه‌توب لپاره پوره چمتوالی لري.
ښاغلي عزیزي د افغانستان لپاره د ایکو سازمان پر ارزښت ټینګار کړی او د سوداګرۍ او ترانزیت پراختیا لپاره د «سیمې څلورلارې» په توګه یې د افغانستان جغرافیايي موقعیت مهم بللی.

اسلامي امارت: افغانستان کې اداري فساد ټيټې کچې ته رسېدلی

د ډیسمبر ۹مه له فساد سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د اسلامي امارت مسوولان وايي، د فساد پر وړاندې په اغېزناکه او جدي اقدامونو سره یې، ادارو کې فساد ټيټې کچې ته رسولی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل، تراوسه یې ګڼ‌شمېر هغه کسان چې فساد او د ځمکو غصب کې لاس درلود، نیولي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.

د غور اوسېدونکي: د لومړنېو توکو بیې لوړې شوي

دې وروستیو ورځو کې د فیروزکوه ښار د خوراکي توکو پلورنځي د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه نه‌لري. پخوا به له سهاره تر مازدیګره فیروزکوه ښار د خلکو تګ‌راتګ زیاد وو، خو دې وروستیو اوونیو کې د لومړینو توکو د بیو په لوړیدو سره، د خلکو تګ‌راتګ کمرنګه شوی دی.

په یوه ورځ ۱۵۷۹ افغانان له ایران او پاکستان هېواد ته راغلي

د کډوالو ستونزو د حل کمېسیون اعلان کړی چې ایران او پاکستان په یوه ورځ کې ۱،۵۷۹ افغانان بېرته افغانستان ته راستانه کړي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت  نن سه‌شنبه، د لیندۍ ۱۸مه / د دسمبر ۹مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه کسان تېره ورځ افغانستان ته ستانه شوي دي.

ملګري ملتونه: افغانستان کې لوږه او خوارځواکي په پراخېدو ده

یاد سازمان نن (سه‌شنبه، لیندۍ ۱۸مه/ د دسمبر ۹مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، کله چې کروندګرو ته مناسبه مرسته ورسېږي، دوی د خوړو د تولید او عاید ترلاسه کولو توان لري او حتا د سختو شرایطو او پرله‌پسې اقتصادي او طبيعي ټکانونو وروسته هم کولای شي خپلې کورنۍ خوندي وساتي.

د پکتيا محبس کې ۴۰ زندانيان له کمپيوټري او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د پکتيا محبس رياست مسوولان وايي چې نن سه‌شنبه ۴۰ زندانيان له درې مياشتنيو حرفوي او کمپيوټي زده‌کړو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د پکتيا محبس رییس مولوي عبدالغني عادل وايي چې په زندان کې ټولو زندانيانو ته ديني او سواد زده‌کړو زمينه برابره شوې، خو شاوخوا ۲۵۰ کسان يې بيا په حرفوي او نورې کمپيوټري زده‌کړې هم ترسره کوي.

زلزله؛ سمنګان کې د بېرته راستنو شویو وضعیت ته کتنه

له ایران څخه سمنګان ته راستنې شوې کورنۍ چې تازه یې، د کډوالۍ له ستړیاوو دمه کوله، زلزلې یې، کورونه ویجاړ او د ژوند چارې یې ستونزمنې کړې دي.

شازیه چې د خپل خاوند له مړینې وروسته له ایران اخراج او سمنګان کې ژوند کوي، وايي چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده او د خپلو څلور اولادونو د ژوند د لګښتونو مسوولیت ور تر غاړې دی.

د هغه کس کیسه چې خپله مېرمن یې د سمنګان زلزله کې له لاسه ورکړې

د لړم دولسمه د دوشنبې ورځ د سمنګان د خُلم ولسوالي اوسېدونکي نوراحمد ته د ده د مېوې خرڅلاوو ځای کې د نورو ورځو په څېر  پیل شوه. هغه د کابل-مزارشریف ښار پر لویه لاره تازه مېوه خرڅوي، خو د دې ورځې پیل کې یوې زورورې زلزلې د هغه ژوند ته ټکان ورکړ.