
بدخشان کې له وزګارتیا د ځوانانو شکایت؛ د کار ریاست: د بېکاري کچه ټیټه شوې
د بدخشان یوشمېر ځوانان دغه ولایت کې د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
عبدالرحمن بدخشي چې د اقتصاد له پوهنځي فارغ شوی، سلاموطندار ته وویل، د کار موندلو لپاره یې حکومتي او خصوصي ادارو ته مراجعه کړې؛ خو تراوسه نهدی توانیدلی چې کار پیدا کړي.














