د افغانستان بانک سبا پنځلس میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي، هېواد کې د «افغانۍ» د ارزښت ساتلو او ثبات لپاره به سبا پنځلس میلیونه امریکايي ډالر د بولۍ له لارې لیلام کړي.
دغه بانک له نورو بانکونو او د پولي خدمتونو او صرافۍ شرکتونو څخه غوښتي چې په دې بولۍ کې ګډون وکړي.

کندهار کې بې‌موسمه اورښتونه به د انارو او انګورو حاصلاتو د کمېدو لامل شي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، وروستیو بې‌موسمه اورښتونو د کښتونو تر څنګ، بڼونو ته هم زیان اړولی او سږ کال به د انارو او انګورو حاصلات د پخوا په پرتله د پام وړ کم وي.
بې‌موسمه اورښتونو د کندهار په ژېړۍ، معروف او خاکرېز ولسوالیو کې د انګورو او انارو بڼونو ته زیانونه اړولي دي.

جوزجان کې د ګازو دوو څاه‌ګانو د کیندلو قرارداد له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو

د جوزجان په یتیم‌تاق سیمه کې د ګازو د دوو څاه‌ګانو د کیندلو قرارداد نن په کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت او سفیر ډریلینک سروېسېز په نوم له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وايي، د اووه‌نیم میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۱۶۵۰ مترو په ژوروالي سره د ګازو د دغو دوو څاه‌ګانو د کیندلو قرارداد د یوه کال لپاره لاسلیک شوی دی.

د ښځینه‌ کارکوونکو د تنخوا کمېدل؛ «په پنځو زرو افغانیو مې د کورنۍ اړتیاوې څنګه پوره کړم؟»

د دولتي ادارو یوشمېر کارکوونکې په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د تنخواوو د کمېدو په اړه د ا.ا د مشر هبت‌الله اخوندزاده له فرمان وروسته سلام‌وطندار ته ویلي چې د دې طرحې په عملي کېدو سره به دوی له لوږې سره مخامخ کړي.
سلام‌وطندار په ۱۲ ولایتونو کې له ۵۸ ښځینه کارکوونکو سره مرکې کړي او پایلې یې ښيي چې پنځوس سلنه هغوی به د تنخواوو له کمېدو وروسته د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره نه کړای شي.

د هېواد په لسو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

د افغانستان د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د نن په ګډون راتلونکو درېوو ورځو کې په بدخشان، ننګرهار، نورستان، کونړ، لغمان،. پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او لوګر ولایتونو کې د اورښتونو او له امله یې د سېلابونو راوتلو اټل کړی دی.

د پوهنې وزارت سرپرست: د عصري او ديني زده‌کړو کيفيت ښه‌والي لپاره کار کوو

د پوهنې وزارت سرپرست حبيب‌الله اغا وايي چې دغه وزارت په هېواد کې د عصري او ديني زده‌کړو د کيفيت ښه‌والي لپاره هڅی کوي.

نوموړي یادې څرګندونې نن پنج‌شنبه، چنګاښ ۱۴مه پکتيکا کې د ۱۷ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو چارو پيل په پار په جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

بلاروس د شانګهای همکاریو سازمان غړیتوب ترلاسه کړ

د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو ناسته نن پنج‌شنبه، چنګاښ ۱۴مه، د قزاقستان پلازمېنې استانه کې پیل شوه.

د سولې او دايمي پرمختګ پياوړتيا، عادلانه نړيوال نظم، له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخو کې همکاري، د انرژۍ په برخه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا په دې غونډه کې تر بحث لاندې مهم موضوعات دي.

غزني کې په ۵۳ میلیونه افغانۍ پنځه ښوونځي جوړېږي

غزني کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د یاد ولایت په دوو ولسوالیو کې په ۵۳ میلیونه افغانۍ پنځو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

ټاکل شوې چې یاد ښوونځي د دغه ولایت په ګیرو او اندړ ولسوالیو کې جوړ شي چې د جوړېدو ټول لګښت یې د جاپان له‌خوا ورکول کېږي. هر یوه ښوونځي کې به شپږ درسي خونې، تشنابونه، د اوبو رسونې سېسټم او پر برښنا سمبال وي چې په اساسي توګه به ورغول شي.

نورالدین عزیزي: اوزبکستاني پانګوال دې په ډاډ افغانستان کې پانګونه وکړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي چې اوزبکستاني پانګوال دې په ډاډ افغاستان کې پانګونه وکړي.

د نوموړي په وینا، سرپرست حکومت له خصوصي سکتور څخه ملاتړ ته ژمن دی. هغه له اوزبکستاني پانګوالو وغوښتل چې افغانستان کې د کانونو، صنعت، کرنې، انرژۍ، خدماتو او د خصوصي سکتور نورو برخو کې پانګونه وکړي.

مجاهد: نړیوالو کنوانسیونونو ته به هغه وخت غاړه ږدو چې ا.ا په رسمیت‌وپېژندل شي

د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن چهارشنبه، چنګاښ ۱۳مه له قطر بېرته هېواد ته راستون شو او کابل کې یې د یوې خبري غونډې پرمهال د دوحې درېیمې ناستې جزییات له رسنیو سره شریک کړل. سرپرست حکومت ټينګار کوي چې د نجونو زده‌کړه کورنۍ مسله ده او له همدې کبله یې ونه‌غوښتل چې د دوحې ناسته کې پرې بحث وکړي.

لوګر کې په ۳۶ میلیونه افغانۍ یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړېږي

د لوګر محمداغې ولسوالي په «زرغون ښار» سیمه کې د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (UNHCR) له لوري یوه روغتیایي مرکز ته د ۳۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ودانۍ جوړېږي. هغه زیاته کړه چې د یادې ودانۍ له جوړېدو سره به د روغتیايي کارکوونکو او د زرګونه ناروغانو ستونزې هوارې شي.

اوزبکستان کې د افغانستان کورنیو محصولاتو نندارتون پرانېستل شو

د افغانستان د کورنیو محصولاتو او تولیداتو نندارتون نن «سه‌شنبه، چنګاښ ۱۲مه» د اوزبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پرانېستل شو چې تر راتلونکې جمعې به دوام وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د خصوصي سکټور د یوه پلاوي په مشرۍ دغه نندارتون کې د ګډون په موخه اوزبکستان ته تللی دی.

تخار کې بزګران: د «انلاین مشورې ورکولو مرکز» مو ۷۰سلنه ستونزې حل کړي

د تخار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست بزګرانو ته د اسانتیاوو او مشورو ورکولو په موخه د انلاین مشورې ورکولو مرکز فعال کړی چې له دې لارې غواړي د بڼوالو ستونزې حل او مشورې ورکړي.

تخار کې چارواکي وايي، د مرکز په اړه د کروندګرو په خبرولو کې د جوماتونو امامانو او تبیلغاتي پاڼو ورسره مرسته کړې

ګردېز کې په ۴۹زره ډالرو د لاسي‌توکو پلورونکو ته ۹۰ غُرفې کېښودل شوې

پکتیا کې د ګردېز ښاروالي مسوولان وايي چې ګردېز ښار کې يې د لاسي توکو پلورونکو  د فعالیت او ښاري بې‌نظمیو مخنیوي په موخه ۹۰ غرفې کېښودې دي.

ګردېز ښاروال حبيب‌الرحمن منصور وايي چې يادې غرفې د ملګروملتونو د بشري هستوګن‌ځايونو ادارې «UN-HABITAT» له‌خوا جوړې شوې چې ۴۹زره امريکايي ډالره لګښت پرې راغلی دی.

د کار وزارت څلور ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي چې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت یې، څلور ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ اته هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړې دي.

د یاد وزارت ویاند  سمېع‌الله ابراهیمي وايي چې د دې هوکړه‌لیکونو په لاسلیک‌کېدو سره به هېواد کې شاوخوا ۷زره کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.