
هلمند کې کانالونو ته د کبانو ۳۰ زره بچي اچول شوي
۳۰,۰۰۰ fish fry were thrown into the canals in Helmand

۳۰,۰۰۰ fish fry were thrown into the canals in Helmand

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولان وايي، د هېواد د سرحدونو او په يادو سیمو کې د خلکو ساتنه د اوسني حکومت مسووليت دی او په ټول توان يې، ساتنه کوي. نورالله نوري دغه څرګندونې د پکتيا څمکنيو ولسوالي کې «د اسلامي نظام او ملي استحکام» تر نوم لاندې د قومي مشرانو سره په يوه غونډه کې کړې دي.

د لوګر مسعینک کان ته د غځېدلي ۸.۹ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې نن چهارشنبه، زمري درېیمه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال او نورو چارواکو لهخوا په رسمي توګه پیل شوې.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف خان دُراني سهشنبه اسلاماباد کې یوې غونډې ته ویلي، له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ پنځه ګاونډي هېوادونه چې پاکستان، چین، ایران، تاجکستان او اوزبکستان پهکې شاملیږي، اندېښمن کړي دي. هغه زیاته کړې چې تحریک طالبان پاکستان یا «ټيټيپي» د دغه هېواد لپاره سره کرښه ده.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وايي چې تېرو حکومتونو زدهکوونکي او زدهکړیالان له دیني زدهکړو لرې وساتل او په وینا یې، غیراسلامي نظریې یې ورکړې.
نوموړي دغه څرګندونې نن چهارشنبه، زمري درېیمه کابل کې د کانکور مخکښو بریالیو زدهکوونکو په ستاینغونډه کې کړې دي.

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې سرپرست حکومت هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دی او په وینا یې، هغه ظالمانه بانکي بندیزونه چې ګڼې اقتصادي سونزې او د وزګارتیا لامل شوي، باید لرې شي. نوموړي دغه څرګندونې کابل کې د «کار ملي کنفرانس» ته د وینا پرمهال کړې دي.

سلاموطندار د ځوانانو ترمنځ د بهرنیو ژبو زدهکولو لپاره د انګېزې موندلو په موخه د کابل د بهرنیو ژبو د زدهکړې په پنځو مرکزونو کې د اوو مېرمنو په ګډون، له ۲۹ ځوانانو سره مرکې کړې دي. د یادو ۲۹ ځوانانو له ډلې، ۱۴ یې د انګلیسي ژبې پر زدهکړې او ۱۲ زدهکونکي الماني ژبه او پاتې درې نور بیا د روسي، عربي او اسپانیوي ژبو پر زدهکړو بوخت دي.

خوست کې د خوړو او درملو امریت، امر ډاکټر ګلزار فقير وايي، دغه بېکيفيته شربت د يوه خصوصي شرکت لهخوا یاد ولایت ته رالېږدول شوي وو چې «سهشنبه، زمري دویمه، بېرته پاکستان ته ورګرځول شوي دي.
د نوموړي په وينا، په تېرو مياشتو کې يې بېلابېل بېکيفيته درمل او خوراکي توکي بېرته مسترد کړي دي.

۵۵ کلن جان محمد چې د خپل عمر ډېر کلونه یې پاکستان کې تېر کړي، اوس خپل هېواد ته راستون شوی او د ژوند تېرولو لپاره هېڅ ډول امکانات نهلري.

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د «سردارګل محمدخان صنعتي ښارګوتي» کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د غنمو پروسیس یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ.
د یادې کارخونې مسوولان سلاموطندار ته وايي چې دغه کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د «۳۰۰ » ټُنو اوړو د تولید ظرفیت لري او د جوړېدو چارې یې، په دوو کلونو کي بشپړې شوې دي.

د لوړو زدهکړو وزارت د همغږۍ رییس کلیمالله محمدي وايي چې یاد وزارت له نورو وزارتونو سره په ګډه کار کوي، څو تازه فارغ زدهکړیالان پر دندو وګوماري.
نوموړي دغه څرګندونې «دوشنبه، زمري لومړۍ نېټه» پکتيا پوهنتون کې د زدهکړیالانو یوې غونډې ته کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، افغانستان کې زورواکي لهمنځه تللې او ډلې-ټپلې ختمې شوې دي.
نوموړي دغه څرګندونې نن سهشنبه، زمري دویمه، کابل کې «د کار ملي کنفرانس» ته کړې دي. هغه دې کنفرانس ته وویل، هېواد کې زورواکي، ډلې او ټپلې لهمنځه تللي او په وینا یې، د فساد مخنیوی شوی او پر لویو پروژو کار روان دی.

د سرپرست حکومت رییسالوزرا محمدحسن اخوند کابل کې د «کابل ملي کنفرانس ته» په لېږلي پیغام کې ویلي چې هېواد کې بېوزلي د پردیو مداخلو او د تېرو څلوېښت کلون جګړو محصول دی.

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د هېواد شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټولې شوې، څه باندې یو میلیارډ زاړه افغاني بانکنوټونه یې سوځولې دي.
دغه بانک نن سهشنبه، زمري دویمه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یو میلیارد، درې اویا میلیونه، نهه سوه او دوه شپيته زره افغاني بانکنوټونه، راټول او د ټاکل شوي پلاوي مخته تر شمېرنې وروسته، سوځول شوې دي.

خوست کې د واجدالله په نوم زدهکوونکی چې تازه د کانکور ازموینه کې پر لوړو نمرو د دغه ولایت شیخ زاید پوهنتون، طب پوهنځي ته بریالی شوی، وايي، نیمه ورځ به یې، پنډیتوب کاوه او نیمه ورځ به یې خپلې زدهکړې کولې. هغه سلاموطندار ته وايي چې د بېوزلي او تنګسیې سره سره یې خپلې زدهکړې پرې نهښودې او په وینا یې، زدهکړو ته یې دوام ورکړ.

لسګونو افغان ښځو او نجونو ته په کابل کې د خیاطۍ، هنر او لاسي صنایعو د یوې ځانګړې کارخونې په جوړېدو سره کار پیدا شوی او اوس د مریو اوبدلو، خیاطۍ او د افغاني ګنډونو د ډیزاین او ګنډلو په برخو کې پر زدهکړو بوختې دي. د چارو شنونکی محمود اضطرابي چې له خپلې مېرمنې سره یوځای یې دا کارخونه جوړه کړې وايي، د یادې کارخونې له جوړولو څخه یې موخه د ښځو د وړتیاوو لوړول او د هغوی لپاره د کاري فرصتونو برابرول دي.