
راستانه شوي افغانان هېواد کې د وزګارتیا او ایران کې له تاوتریخوالي شکایت کوي
له ایرانه یوشمېر راستانه شوي افغان کډوال هغه هېواد کې له تاوتریخوالي او افغانستان کې له بېوزلۍ شکایت کوي. له ایرانه بېرته راستانه شوي افغان کډوال وايي، هېواد ته له راستنېدو وروسته د وزګارتیا له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.














