
هرات کې سږکال د انګورو حاصلاتو د ۳۵سلنې ډېروالي اټکل شوی
In Herat, this year’s grape harvest is expected to increase by 35 percent

In Herat, this year’s grape harvest is expected to increase by 35 percent

د خوست د ګربزو ولسوالي اړوند د غلامخان بندر سيمې څخه د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ د وروستيو نښتو له امله له یادې سیمې بېځايه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي. ګڼشمېر دغه کورنۍ وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري توغول شوې مرمۍ د دوی پر کورونو لګېدلې او اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي.

د سېلاب خیریه بنسټ نن (د تلې درېیمه، سهشنبه) په کابل ښار کې د ۳۰ جوړو د ډلهييز واده پروګرام جوړ کړ. د دغه بنسټ مسوول سیداحمد سېلاب وايي، د دغه واده مراسم یې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د ورکولو او د ډلهييزو ودونو دودولو په موخه جوړ کړي دي. هغه زیاتوي: «د سېلاب خیریه بنسټ چې له ډېر ولور او بېځایه دودونو سره د مبارزې لپاره ځوانانو ته ډلهييز ودونه جوړوي، نن یې د ۶۰ ځوانانو لپاره چې د بېلابېلو قومونو اړوند دي، د ډلهييز واده پروګرام جوړ کړی دی.»

د روسیې دولتي خبري اژانس «ریانووستي» لهخوا په خپور شوي یوه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال ته په یوه لیک کې د برېکس جوړېدونکې غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې. دا ډله روان کال د مصر، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، ایران او ایتوپیا په غړیتوب سره پراخه شوه.

د کندوز محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري لهخوا په ۴۵۰زره ډالرو یو روغتیايي مرکز جوړېږي.
دغه روغتیايي مرکز د کندوز د چهاردرې ولسوالي په نواباد کلي جوړېږي. افغانستان کې د یواېاېچسيار سیمهییز دفتر مسوول عرفات جمال وايي چې د یاد روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به د سیمو شاوخوا اووه زره خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

د کابل ښاروالي مسوولان وايي پلازمېنه کابل کې د ودانیو جوړولو کار ته اجازه ورکړل شوې او هر کس کولای شي، له یوه تر لس پوړه ودانۍ جوړه کړي.
د مسوولانو په وینا، د ودانۍ جوړونکي کس د ملکیت تثبیت باید شوی وي او د کابل ښاروالي اجازهلیک هم ترلاسه کړي.

هرات کې د روحالله عزیزي په نوم یوه زدهکړیال د ۵۳۰زره افغانیو په لګښت یو موټر جوړ او نندارې ته وړاندې کړی دی.
روحالله عزیزي چې د انجینیري پوهنځي د دویم کال زدهکړیال دی، وايي، د رباتونو او ماشینونو جوړولو سره یې، لېوالیتا ډېره ده او په وینا یې، دغه موټر یې د څلور میاشتو په موده کې جوړ کړی دی.

د زابل امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خلکو په شخصي لګښت په ۲۵ میلیونه افغانۍ اته پُلونه جوړ شوې دي.
د زابل ارغنداب ولسوالي امنیه قومندان حاجي نورلله صدیقي وایي، دغه پُلونه د امنیه قومنداني په همکاري او د خلکو په مالي ملاتړ تېرکال جوړ شوې دي.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسوولان وايي چې د تېرکال پرمهال هېواد کې یو میلیون، ۲۰۶زره او ۶۷۱ مېګاواټه برښنا تولید شوې ده.
د یاد ریاست مسوولانو په وینا، له دې سربېره د تېرکال پرمهال ۵ میلیونه ۶۷۲زره او ۷۹۶ مېګاواټه برښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته وارده شوې.

د میدانوردګ محلي مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال پروګرام (FAO) له لوري د دغه ولایت په سیداباد ولسوالي کې د ۲۵۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوشمېر رغیزو پروژو چارې پیل شوې.

خوست کې د غلامخان بندر د کمېساري مسوولان سلاموطندار ته وايي چې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د شوې جګړې له امله دغه لار له تېرو دوو ورځو راهیسې تړلې.
د غلامخان بندر کمېسار مولوي بهاييجان بلال «شنبه، وږي ۳۱مه» سلاموطندار ته وویل چې لاره د وړمې شپې جګړې له کبله تړل شوې.

سلاموطندار هېواد کې د ځوانانو ترمنځ د «عمرخوړلو کسانو» اړوند ناروغیو ډېرېدو په اړه له ۲۹ ځوانانو او پنځو ډاکټرانو سره مرکې کړې دي.
دغه ۲۹ ځوانان پر هغو ناروغیو اخته دي چې د عمر لوړې کچې یا هم د زړښت پرمهال انسان ته پیدا کېږي. ۳۲کلنه سهیلا او ۲۱کلن حسین جعفري دواړه اضافه وزن او د وینې غوړ ناروغي لري.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې دامهال هېواد کې له ۱۸۰ کوچنیو او لویو کانونو څخه د استخراج چارې روانې دي.
د یاد وزارت مسوولانو نن شنبه، وږي ۳۱مه کابل کې د خپلو یو کلنو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په مرکز پلعلم کې د لومړي ځل لپاره د کروندې ورځ ولمانځل شوه.
جوړې شوې غونډه کې د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولانو سربېره ګڼشمېر کروندګر ګډون کړی وو.

ټاکل شوې د روانې اوونۍ د سهشنبې پر ورځ د امریکا نیویارک ښار کې د ملګروملتونو سازمان ۷۹مه کلنۍ غونډه جوړه شي.
غزې او اوکراین کې د روانو جګړو په څېر د سترو نړیوالو ننګونو ترڅنګ به، د افغانستان مسله هم د ملګروملتونو سازمان د غړو هېوادونو د کلنۍ غونډې د بحث وړ موضوع واوسي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر حکمتالله محمدي وايي، د وږي په ۲۹مه، د پنجشنبې ورځ غرمه مهال شاوخوا دولس بجې د دغه ولایت په خواهان ولسوالي کې د خاورو یوه غونډۍ را ښویېدلې چې له کبله یې درېوو کسانو خپل ژوند بایللی دی. د معلوماتو له مخې، قربانیان د خواهان ولسوالي د خمبهار او دو درګي سیمو اوسېدونکي دي.