لوګر کې په ۷ میلیونه افغانۍ د څښاک اوبورسولو شبکه جوړه شوه

لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې(UNICEF) له لوري د دغه ولایت په بره‌کي برک ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوه. دین‌پرور په ولسي وګړو غږ وکړ چې د ا.ا او نړیوالو بنسټونو له لوري پرانېستل شویو پروژو په سمه توګه ساتنه وکړي.

ښځینه ډاکټرانې: د اومېندوارۍ مخنیوی ښځو ته روغتیايي ستونزې رامنځته کوي

یوشمېر ښځینه وايي، په بېلابېلو لاروچارو د زېږون ترمنځ واټن کولای شي چې مېرمنو ته ګڼې روغتیايي ستونزې رامنځته کړي. د دوی په وینا، له اومېندوارۍ د مخنیوي لپاره له ګولیو، پیچ‌کاري اوIUD کپسول او لوپ څخه استفاده د دې لامل کېږي چې مېرمنو ته د سر درد، کم‌حوصلګي، خپګان او اضافه وزن راپیدا کړي.

کارپوهان: افغانستان د یوه کمربند او یوې لارې پروژې سره د نښلېدو ظرفیت لري

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور چین کې د یوه کمربند او یوې لارې د غړیو هېوادونو د وزیرانو په درېیمه غونډه کې ویلي چې دغه لویه پروژه کولای شي، د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ او انرژۍ د صادراتو ساحه پراخه کړي.

مجاهد: د برېکس غړي هېوادونه دې د سیمې پر اقتصادي موضوعاتو تمرکز ولري

د چین، روسیې، هند او د برېکس د نورو غړو هېوادونو مشرانو د روسیې په کازان ښار کې د دغه سازمان د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او پر ا.ا یې غږ کړی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو لګېدلی بندیز لرې کړي.

د ګوزڼ ضد واکسین نه‌ورکړه؛ تخار کې د یوې کورنۍ ۳غړي پر پولیو اخته شوي

د هېواد یوشمېر لرې‌پرتو سیمو کې لا هم ګڼې کورنۍ شته چې نه‌غواړي خپلو کم‌عمره ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کړي.

تر ډېره د ګوزڼ ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي نشتوالی د کورنیو له لوري ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین د نه‌تطبیقولو مهم لامل بلل کیږي.

سروهای پژمرده؛ شعري ټولګه چې د شاعرې له حضور پرته کره‌کتنې ته وړاندې شوه

د ژوند ناخوالې شېبې د شعر په ویلو خوږې کوي. د ژوند هره شېبه یې، شعر پورې تړلې او له شعر پرته ژوندکول ورته له تصور لرې دی. «ژوند له شعر پرته امکان نه‌لري. کله چې یو څوک خوړو سره مینه لري، یا د خوښې رنګ چې تل یې، غواړي، وې‌کاروي، شعر هم همداسې دی؛ له شعر پرته د ژوند تصویر نه‌کېږي او ژوند نه‌شي کولای.»

لغمان کې صنعت‌‌کارا مېرمنې: د ښځوبازار نیم‌ګړې چارې دې بشپړې شي

د لغمان مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې صنعت‌کارې مېرمنې وايي، دغه ولایت کې د ښځو بازار نیمه‌ګړې چارې دې بشپړې شي.

د مسوولانو په وینا، دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ مېرمنې په فردي ډول کاروبار کوي او یوشمېر دغه مېرمنې چې د خوراکي توکو او د ښځینه جامو ګنډلو په څېر بېلابېل توکي تولیدوي، سلام‌وطندار ته وايي، محصولات یې، د پام وړ بازار نه‌لري.

لوړ ولور او ناسم دودنه؛ «خُسرګنۍ مې ۳۰۰زره افغانۍ ولور اېښی»

د غزني اوسېدونکی عزیز‌الله چې یو کال وړاندې یې، کوژدنه کړې، وايي، د اقتصادي ستونزو او لوړ ولور له کبله تراوسه نه‌دی بریالی شوی چې واده وکړي. «له پور پرته د واده کول ستونزمن دي؛ خسرګنۍ مې ۳۰۰زره افغانۍ ولور اېښی او تراوسه مې پیسې ورته نه‌‌دي برابرې کړي.»

ټرافیکي پېښې؛ کابل ښاریان: له سړک د اوښتو لپاره یو ساعت ولاړ یوو

په ګڼ‌مېشتي کابل ښار کې د پلي تګ لپاره د هوايي پلونو نه‌شتون له امله دغه ښاریان په ځانګړې توګه ماشومان او زده‌کوونکي له سړکونو څخه د تېرېدو پرمهال له ستونزو او د ټرافیکي پېښو له خطر سره مخ کړي دي. شفیق‌الله ۳۰ـ ۴۰ کاله کېږي چې د کابل میرویس میدان، خوشحال‌خان، کمپنۍ او نورو سیمو کې موټر چلوي.

د تحصیلي څانګو ټاکنه؛ ۳۱.۲سلنه ځوانان وزګاره او ۲۳.۳سلنه د رشتو خلاف کار کوي

هېواد کې ډېری ځوانان تحصیلي څانګې د کورنیو په خوښه او یا د خپلې لېوالتېا له مخې ټاکي، خو ټاکل شوې څانګې څخه تر فراغت وروسته دغه ځوانان د دندو په موندلو کې پاتې راځي او اړ دي چې د خپلې رشتې خلاف دنده وکړي. سلام‌وطندار په دغه راپور کې له هغو ځوانانو سره مرکې کړي چې د تحصیلي رشتو خلاف دندې کوي او وزګاره دي.

خپلو کې وادونه؛ «خاله‌زوی سره د واده له امله مې ماشوم د زړه سوري ناروغي لري»

افغانستان کې د خپلوانو ترمنځ وادونه د کورنیو جوړښتونو له امله دود او پراخ دي؛ خو دغه وادونه جینیتکي ناروغۍ له ځان سره لري چې د سختو ناروغیو او د اولادونو روغتیا ګواښلی شي.

سلام‌وطندار په دغه راپور کې له لسو هغو مېرمنو او خاوندانو سره مرکې کړي چې په خپلو کې یې، وادونه کړې دي.

مېرمنې او بې‌مسوولیته خاوندان؛ «د چرګې هګۍ خرڅوم، څو لګښتونه پرې برابرکړم»

سلام‌وطندار له ۲۲ مېرمنو سره مرکې کړې چې خاوندان یې، په سمه توګه د کورنۍ سرپرستي نه‌کوي او خپل مسوولیتونه سر ته نه‌رسوي.

دغه مېرمنې چې د ژوند اړتیا برابرولو برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د خاوندانو له ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند هم شکایت لري.

د کرنیزو محصولاتو نندارتون ته د مېرمنو خوش‌بیني؛ «پلور مو ښه دی»

د کابل بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱م‌ خزاني نندارتون یوشمېر ګډونوالوالې مېرمنې وايي، د نندارتونونو جوړول د دوی بازارموندنې ته زمینه برابره کړې او باید دې برخې ته ډېر پام وشي. ۲۰کلنه سویتا د روپاني شرکت کارکوونکې ده. دا وايي، یاده کارخونه کې څه باندې ۶۰ کسان کار کوي.

بامیکا بنسټ ۱۵ نجونو او مېرمنو ته د خیاطي زده‌کړې او کار زمینه برابره کړې

د بامیان یکاولنګ ولسوالي یوې څنډه کې له زده‌کړو او کار محرومې یوې مېرمنې ته  زده‌کړو او کار زمینه برابره شوې.

ربابه واحدي کلونه وړاندې د ۵۰زره افغانیو په لګښت د «بامیکا» په نوم د ښځو لپاره د خیاطي زده‌کړې او کار لپاره کارخونه جوړه کړې چې اوس په‌کې مېرمنې هم خیاطي زده‌کوي او هم کار کوي.