یوشمېر لوستي ځوانان: د کسب زده‌کړې مو اقتصادي وده کې راسره مرسته کړې

سلام‌وطندار د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د ځوانانو ژوند کې د حرفې زده‌کړې، د اغېزو ارزونې په موخه له ۳۴ ځوانانو سره مرکې کړې چې پایلې یې ښيي، هغه ځوانان چې د لوړو زده‌کړو ترڅنګ یې، حرفه هم زده‌کړې، بریالي او پايښت‌لرونکی اقتصاد لري.

 غزني کې راتلونکې ته د ځوانانو اندېښنې؛ «که واسطه ونه‌لرې ګومارنه نا‌شونې ده»

د یاد ولایت اوسېدونکی محدعارف سلام‌وطندار ته وايي چې د کاري فرصتونو نشتون خپلې راتلونکې ته اندېښمن کړی دی. «د مناسب شغل نه‌پیدا کېدل او وزګارتیا د ځوانانو د استعدادونو د تدریجي مړینې لامل کېږي؛ د کار نشتون لامل کېږي چې ځوانان د خلاف کارونو ته مخه کړي.»

غزني د ناچاودو توکو چاودنې له دوو ماشومانو ژوند واخیست

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د هاوان ناچاودې مرمۍ د چاودنې له کبله دوه ماشومان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د یاد ولایت امنیه قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته وايي، نن پنجشنبه، سهار د هاوان مرمۍ چاودنې له دوو ماشومانو ژوند اخیستی او یو بل یې، ټپي کړی دی.

غزني کې په ۱۶ میلیونه افغانۍ د ۱۲۰۰ مټره سړک د کانکرېټ اچوونې چارې پیل شوې

د غزني چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲۰۰ مټره سړک د کانکرېټ اچوونې چارې پیل شوې.

د یاد سړک د جوړېدو چارې د غزني ښاروالي له لوري پرمخ وړل کېږي او په جوړېدو سره به یې، د «ارباب‌صاحب او دولت‌اباد» کلي سره ونښلول شي.

پکتيکا کې په ۱۴۷زره ډالرو پنځه روغتيايي مرکزونه جوړ شول

د پکتیکا چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۴۷زره امریکايي ډالرو په لګښت پنځه روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د پکتيکا ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ياد ولايت په پنځو لرې‌پرتو ولسواليو کې پنځه روغتيايي مرکزونه د شاوخوا (۱۴۷) زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوي دي.

لرې‌پرتو سیمو کې د قابلو کمښت؛ د مور او ماشوم ژوند ګواښ سره مخ دی

د هېواد یوشمېر لرې‌پرتو سیمو کې اومېندوارې مېرمنې پر وخت روغتیايي خدمتونو ته نه‌لاسرسي او د قابلو کمښت څخه شکایت کوي. یادې مېرمنې سلام‌وطندار ته وايي، د روغتیایي خدمتونو نه‌شتون او یا هم کمښت د دوی او ماشونانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

کابل کې د کورونو لوړه کرایه؛ «غره کې دې کور وي، خو چې ارزنه وي»

سلام‌وطندار له یوشمېر هغو کسانو سره چې په کرایه اوسېږي او د معاملاتو لارښوونې دفترونو مسوولانو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې د وروستیو درېوو کلونو پرمهال کابل کې د کورونو کرایه په کم‌سارې توګه لوړه شوې.په دې راپور کې له ۳۰ کسانو سره مرکې شوي، چې په کرایه اوسېږي.

فاریاب کې ښځینه خبریالانې: خپلې راتلونکې ته اندېښمنې یوو

فارياب کې د رسنيو یوشمېر ښځينه کارکوونکې او خبریالانې اقتصادي ستونزو، پر دوی د محدویتونو زیاتېدو او د کاري فرصتونو نشتون څخه شکایت کوي او وايي، د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنې دي.

دوی وویل، مسوولانو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو تېرو کلونو په ځانګړې توګه دې وروستیو درېوو کلونو کې د دوی وضعیت ته هېڅ پام نه‌دی کړی.

رواني او اقتصادي ستونزې؛ خبریاله: د خلکو کورونو کې کار کولو ته اړ یم

یوشمېر ښځینه خبریالانې چې د وروستیو درېوو کلونو پرمهال وزګاره شوي او کورناسي ته اړ شوي، وايي، له بد اقتصادي او رواني وضعیت سره مخ دي. د جوزجان خبریاله نیلوفر نیلګون چې کار کاوه، خپلې او د کورنۍ اړتیاوې به یې، برابرولې، خو اوس وزګاره ده او د خپلو اړتیاوو برابرولو وس نه‌لري.

د افغان نجونو کډوالي؛ ټولنیزو، رواني او فرهنګي ننګونو سره مخامخېدل

په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو سره هم‌مهاله او د ښځو پر زده‌کړو او ټولنیزو محدودیتونو له امله یوشمېر نجونو په یوازې توګه کډوالۍ ته مخه کړې.

سلام‌وطندار له هغو ۱۸ نجونو سره په خبرو کې چې یوازې کډوالې شوي، موندلې چې دغه نجونې د کډوالۍ په لاره کې له رواني، فزیکي او ټولنیزو ستونزو سره مخ وې.

د نارینه‌ محرم شتون؛ مېرمنې: د تګ‌راتګ پرمهال ستونزو سره مخ یوو

سره له دې چې هېوواد کې مېرمنې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، له کوره د وتلو پرمهال مېرمنو سره د نارینه محرم شتون لازمي‌کېدل، هغه مېرمنې چې خاوندان یې، مسافر دي، له ستونزو سره مخ کړي. ویل کېږي هېواد کې د امربالمعروف او نهې عمن‌المنکر قانون له توشېح وروسته ځینو ولایتونو کې د ښځو پر تګ‌راتګ محدودیتونه زیات شوي دي.