د عبدالکبیر او رونیکا لیدنه؛ د افغانستان او اروپايي ټولنې پر اړیکو ټينګار شوی

 د رییس‌الورزا سیاسي مرستیال او د اروپايي ټولنې شارژدافیرې د افغانستان او اروپايي ټولنې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د سفارت شارژدافیرې رونیکا بوسویک‌پوهار د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره په لیدنه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

پکتيا کې سږکال په ۱۰ میلیونه ډالرو ۱۷۸ پروژې پلې کېږي

د پکتيا اقتصاد رییس انورراشد «شنبه، لړم‌لسمه» رسنيو سره د معلوماتو شريکولو غونډه کې وويل، ياد رياست سره په همغږۍ به سږکال د بېلابېلو موسسو په مالي همکاري ۱۷۸ رغنيزې پروژې پلې شي چې د ځينو یې، چارې بشپړې شوې دي. هغه وويل، روان کال کې د حکومت له بوديجې هم ۳۱ پروژې د څه باندې ۵۰۰ ميليونه افغانيو په لګښت پلې کېږي.

هرات کې زلزله‌ځپلو ته ۲۸۸ کورونه وسپارل شول

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت زلزله‌ځپلو ته ۲۸۸ کورونه جوړ او ورسپارلي دي.

د هرات والي نوراحمد اسلا‌م‌جار وايي چې دغه کورونه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري او په لګښت جوړ شوي دي.

یوشمېر مېرمنې: کم عمر کې زېږون د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق «UNFPA» له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې نړۍ کې هره ورځ شاوخوا ۲۰زره کم عمره مېرمنې زېږون کوي.

په راپور کې همداراز راغلي چې هر کال ۷۰زره تنکي ځوانان مخ پر ودې هېوادونو کې د اومېندوارۍ پرمهال د اختلاطاتو له امله مړه کېږي.

میدان‌وردګ کې د مڼوبڼوال: د مڼو پلور لپاره بازار او سړې‌خونې نه‌لرو

د میدان‌‌وردګ د مڼو یوشمېر بڼوالو سلام‌وطندار ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې د مڼو بڼوالۍ ته یې مخه کړې او له دې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي چارې سمبالوي.

دوي وایي، د پخوا په پرتله د مڼو تولیدات ښه شوي او د دغه ولایت د مڼو بڼوال د مڼو د کرکیلې، د تولیداتو، د مڼو د راشکولو او زیرمه کولو په اړه بشپړ پوهاوی لري.

سرپرست حکومت: د ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ غصب شوې

د سرپرست حکومت مسوولان وايي چې د ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د سیاسي استازولي څوکۍ غصب شوې او په وینا یې، دوی باید ته وروسپارل شي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وايي، دغه څوکۍ د اسلامي امارت حق دی او ملګري ملتونه دې د ورسپارلو لپاره له دغه حکومت سره پرېکړه وکړي.

هند: افغانانو ته به د ویزو برخه کې اسانتیاوې زیاتې شي

د هند ځانګړي استازي جي‌پي‌ سېنګ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدنه کې ژمنه کړې چې افغانانانو ته به د هند د ویزو برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او د خلکو ترمنځ د تګ او راتګ په اړه هم بحث او خبرې کړې دي.

بهرنیوچارو وزارت: هیله ده د امریکا راتلونکې اداره واقع‌بینانه ګامونه پورته کړي

عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «ا.ا د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا د ټاکنو د پايلو له راڅرگندېدلو سره هیله لري چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه گامونه پورته کړي‌، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.»

د ترک‌ژبو هېوادونو مشرانو د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار کړی

دغه غونډه کې د ترکیې، اوزبیکستان، قزاقستان، قرغزستان، اذربایجان، مجارستان او د شمالي قبرس مشرانو د نړۍ روانو حالاتو په تېره بیا د اسرائیلو او غزې جګړې، د روسیې او اوکراین ترمنځ روانې جګړې او د ترک‌ژبو هېوادونو د سازمان د غړیو ترمنځ د همکاريو پياوړتيا او د افغانستان مسلې ته هم اشاره کړې.

خوست کې دوه کسان د جعلي‌ بانک‌نوټونو د چلښت په تور نیول شوي

خوست کې امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې یې،هغه دوه کسان نیولي چې په بازار کې يې جعلي‌ بانک‌نوټونه چلول.

د خوست امـنیه قومنداني څخه نن چهارشنبه، لړم ۱۶مه سلام‌وطندار ‌ته په رالېږل شوې خبرپاڼه ويل شوي چې دغه کسان د اسماعېل‌خېلو ولسوالي کې نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار سروې؛ ۸۴.۷سلنه ګډونوالو ژوند کې الګو ټاکلې

په هره ټولنه کې د ځوانانو له لوري د الګو ټاکل، د هماغې ټولنې د خلکو د چلند او لیدلوري په جوړولو کې ډېر ارزښت لري. خلک د دې لپاره چې وکولای شي، خپل ژوند او لیدلوری ښه وټاکي، الګو ته مراجعه کوي او د خپل لیدلوري او افکار سره سم خپله الګو ټاکي. الګو ښايي سالمه او ناسالمه وي، په همدې دلیل، ټاکنه یې، هم د خلکو ترمنځ توپیر لري.

افغانستان نن د بنګله‌دېش پر وړاندې یو ورځنۍ لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې د بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ، لومړۍ سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه، نومبر شپږمه د عربي متحده اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي. دواړو لوبډلو له تېرو څو ورځو راهیسې دې لوبې ته د چمتووالي په موخه تمرینات کړي دي.