زابل کې ۱۲ ټُنه خوراکي او غيرخوراکي توکي  وسوځول شول

زابل کې د قلات ښاروالي مسوولان وايي چې قلات‌ښار کې له هټیو راټول شوي، شاوخوا ١٢ ټُنه  تاريخ تېر او بې‌کيفيته خوراکي او غیرخوراکي توکي سوځول شوي دي.

دغه تاریخي تېري توکي د قلات‌ ښاروالي د مارکېټونو چارو د تنظيم او نظارت کمېټې له‌خوا د تېرو دوو میاشتو پرمهال راټول شوي وو.

د سلام‌وطندار موندنې: له مالي پلوه خپلواکې ښځې پرېکړو‌نیولو کې زیاته ازادي لري

سلام‌وطندار له ۲۰ مېرمنو سره د دوی د مالي خپلواکي په اړه مرکې کړي چې د یادو ۲۰ مېرمنو له ډلې لس یې، له مالي اړخه خپلواکې او پاتې لس بیا مالي خپلواکي نه‌لري.

د مرکو په ترڅ کې موندل شوې، هغه مېرمنې چې مالي خپلواکي لري، د پرېکړو نیولو کې ازادې او تر ډېره رواني سلامتیا څخه برخمنې دي.

یوشمېر ځوانان: د واده برابرېدو کې مو رویبار مهم رول درلود

سلام‌وطندار د ځوانانو ودونو کې د منځګړي رول ارزونې په موخه له ۵۵ ځوانانو سره مرکې کړې چې پایلې یې ښيي، منځګړي‌توب یا منځګړی د ځوانانو ودونو کې مهم رول لري. په دې راپور کې له ۵۵ ځوانانو سره مرکې شوي چې ۲۲ یې، متاهل او ۳۳ یې، مجرده دي.

لغمان کې لسګونه کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو برابرولو لپاره مرستې پیل شوې 

د لغمان محلي مسوولان وايي چې د دې ولایت په مرکز او الیشنګ ولسوالي کې۱۸۱ کورنیو ته یې د استرالیا او انګلستان په مالي او د سرف افغانستان په تخنیکي همکارۍ او د اقتصاد ریاست تر چتر لاندې د کوچنیو کاروبارونو جوړولو چارې پیل کړې.

د اسلامي هېوادونو مشرانو غزه او لبنان کې د جګړې پر پای ته ‌رسولو ټینګار کړی

د عربي او اسلامي هېوادونو مشرانو د سعودي عربستان پلازمېنه «ریاض» کې د عربي ټولنې او اسلامي همکاریو د سازمان په بېړنۍ غونډه کې د غزې او لبنان د شخړو پر پای ته‌ رسولو ټینګار کړی دی. غزه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تراوسه څه باندې ۱۴۶زره فلسطینیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

خوست کې د نشه‌يي موادو د پلور په تور ۱۹ کسان نیول شوي

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو دوو اوونیو پرمهال د نشه‌يي توکو د پلور په تور ۱۹ کسان نیول شوي دي.

د خوست امنیه قومنداني څخه نن «سه‌شنبه، لړم ۲۲مه» په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کسان د امنيه قومنداني اړوند له نشه‌یي توکو سره د مبارزې منسوبینو له لوري نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت سرپرست: امنيتي ځواکونه دې ولس سره ښه چلند وکړي

د میدان‌وردګ د دښت‌ټوپ له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۲۶۱ کسان پولیس له عسکري زدکړو فارغ شول.

یاده فراغت‌غونډه کې د کورنیوچارو وزارت سرپرست سربېره، د یاد وزارت د تامیناتو رییس، د میدان‌وردګ والي، امنیه قومندان او نورو ګڼو لوړ پوړو مسوولانو په‌کې برخه اخیستې وه.

سېلاب‌ځپلي: ژمي لپاره څه نه‌لرو؛ سېف‌‌ده‌چلډرن: هېوادونه دې همکاري وکړي

د ماشومانو د ژغورنې صندوق یا Save the children مسوولان وايي، افغانستان کې د روان کال سېلاب‌ځپلو کورنیو ته د ژمنیو مرستو رسولو لپاره، د ۴.۲ میلیونه ډالرو بودیجې کمښت سره مخ دي. افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې صندوق د انسان دوستانه چارو مدیره چارتي لوکایا په دې اړه ویلي:

هېواد کې راستانه شویو ته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د کار نړیوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ افغانستان ته د راستانه شویو کډوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. هېواد ته یوشمېر راستانه شوي افغانان وايي چې د کار او عاید د نشتوالي له امله په سختو اقتصادي شرایطو کې خپلې شپې او ورځې تېروي.

سپین‌بولدک کې په ۲.۲ میلیونه افغانۍ یو چک‌ډېم ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالي په اړوند سیمه کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو چک‌ډېم جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دغه چک‌ډېم د سرپرست حکومت په مشري شخصي لګښت، د یاد ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکاري جوړ شوی.

د اسلامي امارت یو پلاوی د «کاپ‌۲۹» غونډه کې د ګډون لپاره اذربایجان ته تللی

د یادې ادارې مشر مطيع‌الحق خالص د اقليمي بدلون په نړيوال کنفرانس کې د افغانستان د پلاوي شتون يو ښه فرصت ګڼي او وايي چې دغه پلاوی په دې ناسته کې د ګډون له لارې د اقليمي بدلون د منفي اغېزو پر وړاندې د افغانستان زيانونه تر نړیوالو رسولای شي.

لوګر کې وسلې او نشه يي توکي نیول شوي

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوري قولي اردو د څلورمې پلې لېوا کشفي او استخباراتي مسوولانو د تېرې جمعې پر ورځ لوګر کې وسلې او نشه‌يي توکي نیولي دي.

دغه وسلې مرکز پل‌علم او ازرې ولسوالي کې د جلا جلا عملیات پرمهال نیول شوي چې په‌کې ۶ مېله سپکه وسله او ۲۲ بستې تصفیه شوي چرس، شامل دي. د یادو وسلو او مهماتو په تړاو تراوسه پورې څوک نه‌دي نیول شوي.

لغمان کې سېلاب‌ځپلي:‎ ناچاره یوو او حکومت دې راته سرپناه جوړه کړي

د تېر یوه کال پرمهال د لغمان مرکز او ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله ګڼ‌شمېر زیانمنې کورنۍ له حکومت او مرستندویه بنسټونو د سرپناه جوړولو او مرستو غوښتنه کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وایي چې ژمی نږدې دی او کورونه یې همداسې ویجاړ پاتې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: هڅه کوو له ټولو سوداګریزو لارو ګټه واخلوو

د هند د بهرنیوچارو وزارت مسوولان وايي، کابل کې د دغه هېواد پلاوي د سرپرست حکومت له یوشمېر لوړ پوړو چارواکو سره کتنه کې له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو ترڅنګ، د چابهار بندر د کارولو پر څرنګوالي هم خبرې کړي دي.