د بې‌پوله ډاکترانو ټولنه: تېرکال مو هلمند کې د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه کړې

افغانستان کې د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې مسوولان وايي چې تېرکال یادې ټولنې په هلمند کې د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه کړې.

دغه څرګندونې د بې‌پوله ډاکترانو ټولنې د افغانستان مسوول میکایل لوپي، د یادې ټولنې د زون مسووله باربرا، ولایتي مسوول ارکین کسیکلي، د هلمند مرستیال والي سره په لیدنه کې کړي دي.

زابل کې له وسایطو د بې‌معنی لیکنو او سټېکرو پاکولو کمپاین پیل شو

د زابل د ټرافیک مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې له نقلیه وسایطو د بې‌معنی لیکنو او سټېکرو  د پا‌کولو کمپاین یې، پیل کړی دی.

د ټرافیک پولیسو مدیریت پرسونل د ټرافیکو لوی ریاست په ځانګړي هدایت د ټرافیکي کنټرول ترڅنګ د موټرونو له هندارو څخه مزاحمت کوونکي بې‌معنی سټېکرو او لیکنو لرې‌‌کولو چارې پیل کړي دي.

پکتیکا کې د پاکو اوبورسولو دوه شبکې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

پکتیکا کې چارواکي وايي، د یاد ولایت په اړوند ولسوالیو کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبورسولو دوه شبکې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي. دغه شبکې په برمل او شکین ولسوالیو کې د څه باندې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوي.

خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې د يادو شبکو پر جوړېدو سره ۲۱۶ کورنيو ته د پاکو اوبو زمينه برابره شوه.

امریکا د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند طرحه وړاندې کړې

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ په «مارالاګو» کې د ستراټیژیکو چارو له وزیر، ران درمر سره د لیدنې پرمهال د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند وړاندیز لاسلیک کړی دی.

د اوربند لپاره د هوکړې طرحه لبنان کې د امریکا د سفیر له‌خوا د تېرې پنجشنبې پر ورځ د لبنان د پارلمان رییس نبيه بري ته هم وړاندې شوې.

خوست کې د شپږو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د خوست په ځاځي میدان ولسوالي کې د منظور شویو ۱۴ لويو او پراختيايي پروژو څخه د شپږو پروژو چارې پیل شوې.

د خوست ولايت مقام څخه نن «شنبه، لړم ۲۶مه» په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د خوست مرستیال والي په ځاځي میدان ولسوالي کې دغه پروژې پرانېستې دي.

خوست کې ۳۶ ټُنه بې‌کیفیته وریجې بېرته پاکستان ته ولېږدول شوې

د خوست محلي مسوولان وايي، دغه ولایت کې ۳۶ ټُنه بې‌کیفیته او چنجنې وریجې چې له پاکستان دغه ولایت ته راوړل شوې وې، بېرته یاد هېواد ته مستردې شوې دي.

د خوست ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د غلام‌خان بندر نباتي قرنطین مدیریت کارکوونکو له لوري دغه وریجې بېرته پاکستان ته لېږدول شوي دي.

د ښځو پر کار بندیز؛ «له کله چې بې‌دندې یم، مور او پلار هم ارزښت نه راکوي»

یوشمېر افغان نجونې او ښځې وايي، په هېواد کې له وروستیو سیاسي بدلونونو او د ا.ا له‌خوا د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لګېدو له کبله یې په کورنۍ او ټولنه کې خپل پخوانی ځای له لاسه ورکړی دی. سلام‌وطندار په دغه راپور کې له ۲۵ هغو نجونو او ښځو سره مرکې کړي چې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. دوی ټولې په کورنۍ او ټولنه کې د خپل ځای د له لاسه ورکولو کیسې کوي.

هرکال هېواد کې له حرفوي زده‌کړو ۲۰زره کسان فارغېږي

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار چارو مرستيال مولوي محمدزاهد احمدزی وايي، هرکال هېواد کې ۲۰زره کسان له حرفوي زده‌کړو فارغېږي.

د نوموړي په وينا، دامهال هېواد کې د حرفوي زده‌کړو۵۲ فعال مرکزونه شته چې هر کال ترې شل زره کسان فارغېږي او وزارت هڅه کوي، څو د حرفوي زده‌کړو مرکزونه ولسواليو کې هم فعال کړي.

کندهار کې په ۵.۸ میلیونه افغانۍ د درېوو کانالونو د جوړیدو چاري پیل شوې

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام «یو‌اېن‌‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ د دغه ولایت په سپین‌بولدک کې د درېوو کانالونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه کانالونه د سپین‌بولدک په زنانه مارکیټ، کسیِ او ستون کارېز سیمو کې د ۵.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي.

پکتيا کې پر یوه کس د قصاص حکم جاري شوی

د پکتیا مرکز ګردېز ښار په ورزشي لوبغالي کې نن چهارشنبه، لړم ۲۳مه پر یوه کس د قصاص حکم پلی شوی دی.

د افغانستان سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ويلي چې دغه کس د ميرزکې کړکين خولې اوسېدونکی دی د کلاشينکوف په واسطه یې، یو بل کس وژلی و.

د اوبو او انرژۍ وزارت: هېواد‌وال دې د اوبو له ډېر لګښت ډډه وکړي

د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري کابل کې (د هېواد اوبیزو سرچینو څخه د مناسبې ګټې‌اخیستنې د لارو چارو څېړنې) تر سرلیک لاندې، یو ورځنی علمي څېړنیز سیمینار جوړ شو. د اوبو او برښنا وزارت مسوولان وايي، افغانستان له پرله‌پسې وچکالي سره مخ دی او هېوادوال باید د اوبو له بې‌ځایه مصرف څخه ډډه وکړي.

هېواد کې د مخابراتي شبکو غږیزو او انټرنیټي کڅوړو ته نوې بیې وټاکل شوې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولانو نن چهارشنبه، لړم ۲۴مه کابل کې د یوې غونډې پرمهال د مخابراتي او انټرنیټي خدماتو وړاندې کولو لپاره نوې بیې اعلان کړې. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وویل، دغه نوې بیې د خلکو په غوښتنه د اسانتیاوو او د شرکتونو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځ ته کولو په موخه ټاکل شوې دي.

ډبلیو‌اېچ‌‌او: افغانستان کې د پولیو ۲۳پېښې ثبت شوي؛ زمان: هېڅ نه‌ده ثبت شوې

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د روان ۲۰۲۴کال له پیل راهیسې تر دې مهاله افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دغه بنسټ سه‌شنبه، لړم ۲۲مه خپل اوونیز راپور کې ویلي چې د تېرو یوولس میاشتو پرمهال افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۷۱ پېښې ثبت شوي.

د کندهار کې په ۲۴زره ډالرو د سبزیجاتو لپاره اته شنې‌خونې جوړېږي

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۲۴زره امریکايي ډالرو په ارزښت درېوو ولسوالیو کې د سبزیجاتو لپاره شنې‌خونې جوړېږي.

دغه شنې‌خونې د یو‌اېن‌‌ډي‌پي په مالې ملاتړ او د یاد ریاست د کرنیزو چارو آمریت تر څار لاندې د کندهار ارغنداب، دامان او ډنډ ولسوالیو کې جوړېږي.