پکتيکا کې په ۳۵۰ میلیونه افغانۍ د ۶۰ پروژو چارې پيل شوې

د پکتيکا محلي مسوولان وايي چې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو پنځو ولسواليو کې د اسلامي امارت د مشر د ځانګړي حکم له مخې، د ۳۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې او پراختيا برخو کې د ۶۰ پروژو چارې پيل شوې. هغه ټينګار وکړ چې يادو ولسواليو کې به راتلونکی کال نورې اساسي او بنسټيزې پروژې هم پلې کړي.

افغانستان خپله ډېره سوداګریزه راکړه‌ورکړه د چابهار بندر له لارې کوي

د افغانستان، هند، ایران او اوزبیکستان استازیو نن شنبه، لیندۍ یوولسمه ممبی ښار کې د یادو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او له چابهار بندر د ګټې‌اخیستې او سوداګریزې راکړې ورکړې پراخیتا په تړاو بحث او خبرې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام‌ اخند‌زاده جواد سلام‌وطندار ته وايي چې افغانستان اوس خپله ډېره سوداګري د چابهار بندر او بندر عباس له لارې کوي.

سوریه کې کړکېچن وضعیت؛ د حکومت مخالفو حلب ښار نیولی

د تحریرالشام ډلې په مشري مخالفو وسله‌والو د سوریې حکومتي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو کې د تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې پرمختګ کړی او د دغه هېواد دویم لوی ښار حلب یې نیولی دی.

د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ تر اوسه په دغو شخړو کې له ۳۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

لوګر کې د «بوکسېنګ» یو ورځنۍ سیالي وشوې

د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د ۶۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د «بوکسېنګ» ورزش یوه ورځنۍ سیالي وشوې.

د دغه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت امر انجنیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دا سیالي د ولایت په کچه د پنځه غوره کلبونو او ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.

لوګر کې د «چین-افغانستان» سوداګریز بازار جوړېږي

د چین «MCC» شرکت مسوولانو لوګر کې د یوې غونډې پرمهال ویلي چې د دغه ولایت محمداغې ولسوالي کې د «چین-افغانستان» ګډ سوداګریز بازار جوړوي.

د لوګر عینکو کان د چین اېم‌سي‌سي شرکت مسوول «سونګ» او ورسره مل پلاوي د لوګر والي او چارواکو سره د یاد بازار د جوړېدو په اړه لومړنی ناسته کړې.

د بریټانیا د پارلمان نوې طرحه؛ پر نه جوړېدونکو ناروغیو اخته کسان ځانونه وژلی شي

د بریټانیا پارلمان داسې طرحه تصویب کړې چې پر بنسټ به یې پر نه جوړېدونکو ناروغیو اخته کسان د ځان‌وژنې حق ولري.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یاده طرحه پرون د بریټانیا په پارلمان کې د ۳۳۰ تایید رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شوې ده.

پر رېکشو او موټرو لیکنې؛ د چلوونکو د زړه خبرې، ګیلې او شوق

د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې «زېړې رېکشې» چې دې وروستیو کې له یوه ځایه بل ته د خلکو لېږد رالېږد لپاره ارزانه او ښه وسیله بلل کېږي، پر دې رېکشو لیکل شویو شعرونو او شعارونو هم د خلکو پام وراړولی دی. د پلازمېنې ډېری سیمو کې پر رېکشو، موټرو او نورو لېږدونکو وسایطو تر ډېره مذهبي، عشقي او طنزیه شعرونه او کلیمې تر سترګو کېږي.

د پکتيا جاني‌خېل ولسوالي ته په ۲۲ ميليونه افغانۍ ودانۍ جوړه شوه

د کورنيو چارو وزارت مسولان وايي چې د پکتیا جاني‌خېل ولسوالي لپاره يې، د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې‌اخيستنې ته سپارلې ده.

د يادې ودانۍ د ګټې‌اخيستنې مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت تاميناتي مرستيال مولوي عبدالله مختار وويل چې سږکال د یاد وزارت په بوديجه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۳۰بنسټيزې پروژې بشپړې شوې چې له ډلې يې، ۲۳ ولسواليو ته ودانۍ جوړې شوې دي.

عدلیې وزارت د کابل شېرپور کې څه باندې ۱۵۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

د عدلیې وزارت مسوولان اعلان کړی چې د کابل ښار اړوند «شېرپور» سیمه کې څه باندې ۱۵۵ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې.

د یاد وزارت ویاند برکت‌الله رسولي نن پنج‌شنبه، لیندۍ اتمه پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې دغه ځمکه د پلان اړوند وه او په خپل‌سري توګه په‌کې ودانۍ جوړې شوې دي.

میدان‌وردګ کې ۴۲ رغنیزې پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي

د ميدان وردګ ولايت پوهنې رياست مسوولين وايې د مرکز میدانښار په ګډون په بیلابیلو ولسوالیو کې ۴۲ رغنیزې پروژې د ۶۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوه کال په ترڅ کې بشپړې او نن پنج‌شنبه، لیندۍ اتمه ګټې‌اخېستې ته وسپارل شوې.

کورنیوچارو وزارت: د تریاکو کښت زیاتوالي په اړه د ملګروملتونو راپور واقعیت نه‌لري

د کورنیو چارو وزارت افغانستان کې د تریاکو کښت او تولید زیاتوالي په اړه د ملګروملتونو راپور رد کړی او هغه یې، له «واقعیت لرې» بللی دی.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د تېر یوه کال پرمهال د تریاکو کښت او تولید راکم شوی دی.