میدان‌وردګ او لوګر کې د ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او نهه ټپیان دي

د لوګر او میدان‌وردګ ولایتونو محلي مسوولان وايي چې یاد ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

د ميدان‌وردګ مسوولان وايي، د دغه ولایت سيداباد ولسوالي اړوند د کابل_ کندهار پر لويه لار د شنيز درې د «مشنګ کلا» سیمه کې د مازدا او کرولا ډوله موټرو ترمنځ د ترافيکي پيښې له امله يو کس مړ شوی او پنځه کسان نور ټپيان دي.

هیلې او خنډونه؛ د درېوو معلولو نجونو د بریالیتوب کیسې

ځوانان په ټينګ هوډ سره کولای شي، له هر خنډ او ستونزې تېر او بریالیتوب ته ورسېږي. هېواد کې ټولنیزې او حقوقي ستونزې ښايي د هر ځوان لپاره ستونزمنې وي، خو معلول کسان له دې ستونزو سربېره، د معلولیت بار هم زغمي، څو خپلو موخو ته ورسېږي.

ننګرهار کې د اوبو نشتون له امله زرګونه جریبه ځمکه بې‌کرکېلې پاتې

د ننګرهار د چپرهار ولسوالي د اخوند کلي اوسیدونکي وایي، سږ کال یې زرګونه جریبه ځمکه د اوبو د نه‌شتون له امله بې کرکیلې پاتې شوې.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د دې ولسوالي ډېری کارېزونه او چینې وچې او د اوبو کچه یې په بې‌سارې توګه ټيټه شوې.

هلمند کې ۳۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې

د هلمند محلي چارواکي وایي چې په تېرو دوو اوونیو کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا درې زره جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې.

د غصب مخنیوي په دې کمپاین کې امنیتي او کرنیزو ادارو د یوشمېر غاصبینو د غصب مخه نیولې او ځینې غاصبین عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

زابل کې د کانونو ریاست ته په ۱۴میلیونه افغانیو نوې ودانۍ جوړېږي

زابل کې محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د کانونو ریاست ته په ۱۴ میلیونه افغانیو د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

یاد ریاست ته د نوې ودانۍ د جوړېدو چارو پیل مراسمو کې د یاد ولایت د والي مرستیال محب‌الله حماس او نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د پکتيکا مرکزي زندان کې په لومړي ځل د حرفوي زده‌کړو مرکز پرانيستل شو

د پکتيکا د مرکزي زندان مسوولان وايي چې په لومړي ځل د زندانيانو لپاره د حرفوي زده‌کړو مرکز پرانېستل شوی دی.

د نوموړي په وینا، دا مهال په زندان کې د تخنيکي زده‌کړو امريت په مرسته په لومړي ځل د حرفوي زده‌کړو مرکز په زندان کې پرانيست چې د موټرسايکل جوړولو برخه کې زده‌کړې ورکړل کېږي.

د معلولانو نړیواله ورځ؛ هېواد کې معلولان د زده‌کړو، کار او درناوي غوښتونکي دي

د معلولانو نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، هېواد کې یوشمېر معلولان د دوی پر وړاندې له تبعیض ډک چلند څخه شکایت لري او وايي، زده‌کړو او کاري فرصتونو ته لاسرسی نه‌لري.

دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د ژوند لومړني خدمتونه ورته برابر کړي.

د جګړې پای؛ هلمند کې د معلولانو شمېر زیات شوی

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اورتوپیدي مرکز مسوول عصمت‌الله قاضي‌زاده وایي، د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشت پورې هلمند کې د ۱۸زره معلولانو درملنه شوې.

د نوموړي په وینا، د جګړو پای ته رسېدو له امله د قربانیانو شمېر کم شوی، خو د نورو پېښو قربانیان اوس هم زیاتېږي. نوموړي زیاته کړه چې د مرکز له‌خوا معلولانو ته مصنوعي غړي جوړ شوي او ځینو ته د حرکت اسانتیا لپاره ولچرونه هم ورکړل شوي دي.

هلمند کې د اطفایې کارکوونکو نوښت؛ له پوځي موټر یې، د اطفایې موټر جوړ کړی

د هلمند اطفایه مدیریت د پنځه سوه زره افغانیو په لګښت یو نوی ډیزاین شوی موټر جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې‌اخیستنې ته سپارلی دی.

د هلمند اطفائیه مدیریت مشر ملا عبدالله صدام وايي، دغه موټر په یوه میاشت کې د اطفایه کارمندانو له لوري جوړ شوی چې ځانګړي نوښتونه لري.

لوګر کې پر ۶۰۰ بې‌وزله کورنیو مرستې ووېشل شوې

د لوګر محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د شیهدانو او کډوالو چارو ریاستونو له لوري د مرکز پل‌علم په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو پر ۶۰۰ بې‌وزله او اړو کورنیو د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي او غیرې خوراکي توکي مرستې ووېشل شوې.

لوګر کې دوه رغنیزې پروژې پرانېستل شوې

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت د برکي‌برک ولسوالي د تګاب او چهلتن په ښوونځیو کې د ۲،۴ میلیونه افغانیو په لګښت دوه رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې. 

زابل کې پر ۱۰۰ بې‌سرپرسته کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

د زابل د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست د مرکز قلات ښار پر ۱۰۰بې‌سرپرسته یتیمانو او اړمنو کورنیو څلورډوله خوراکي توکي ووېشل چې په‌کې ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ کیلوګرامه غوړي، ۲۰ کیلوګرامه لوبیا او ۱۰ کیلوګرامه بوره شامل وه.

له ماسټري تر ازاد شغله؛ افغانستان کې د کاربازار تریخ حقیقت

سلام‌وطندار له څلورهغو ځوانانو سره چې درې یې، ماسټري او یوه یې، د لېسانس تر کچې زده‌کړې کړي او اوس ازاد کاروبار لري، مرکې کړې دي.

د پروان اوسېدونکی عبدالرب رحیمي چې په ژبو او ادبیاتو برخه کې د لېسانس تر کچې لوړې زده‌کړې لري، وايي، د خپلې راتلونکې لپاره یې، په ډېره خواري زده‌کړې وکړې، خو اوس خیاطي کوي.

د اوبو کمښت؛ د کابل اوسېدونکی: ۱۲۰مټره څاه مې وچه شوه

د کابل د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښت څخه شکایت لري او وايي، د اوبو کمښت له کبله ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د کابل د کلوله پشتې سیمې اوسېدونکی قاسم سلام‌وطندار ته وايي چې درې ورځې وروسته یو وار په دولتي نلونو کې اوبه ورخوشې کېږي.

د هلمند په ۱۱ ولسوالیو کې روغتونونه جوړېږي

د هلمند د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکټر سیداحمد سعید وايي چې د هلمند په یوولس ولسوالیو کې به معیاري روغتونونه جوړ شي.

د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې د هرې ولسوالي لپاره یو روغتون منظور شوی چې د مرکز لښکرګاه د روغتونونو په څېر به معیاري او مجهز وي.