
د لوګر اوسېدونکو له پوهنې ریاست سره پنځه میلیونه افغانۍ مرسته کړې
د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې سږکال د دغه ولایت سوداګرو، شتمنو او عامو خلکو له پوهنې ریاست سره پنځه میلیونه افغانۍ مرسته کړې.

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې سږکال د دغه ولایت سوداګرو، شتمنو او عامو خلکو له پوهنې ریاست سره پنځه میلیونه افغانۍ مرسته کړې.

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او یوشمېر نورو چارواکو په ګډون نن سهشنبه، جدي یوولسمه د کابل شکردرې ولسوالي کې د شاه او عروس بند ګټېاخیستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته عبدالغني برادر وویل، دغه بند د څه باندې ۹ میلیونه مترمکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري او څه باندې ۳ زره هکتاره ځمکه خړوبولی شي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د کډوالۍ نړیوالې ورځې په تړاو په نړیواله کچه د پراخ او خوندي کډوالۍ سېسټم پر رامنځته کېدو ټينګار کړی.

هېواد کې د لروپرتو سیمو یوشمېر اوسېدونکي وايي، د روغتیايي مرکزونو نهشتون او د لارو خرابوالي له امله نهشي کولای، پر وخت د خپلو ناروغانو درملنه وکړي.
د هلمند د نهرسراج ولسوالي اوسېدونکی ګلاحمد وايي: «دلته هېڅ کلینیک نشته چې موږ رسېدګي ورته وکړو؛ که وي هم هغه ډېر لرې دی راڅخه. داسې کوم ځای نشته چې موږ ناروغان وروړ کلینیک دلته له سره نشته، که وي هغه هم ډېر لرې دی.»

د خوست ښاروالي مسوولان وايي چې په ۱۳۵ میلیونه افغانۍ د نوې «غلې منډوي» د جوړېدو چارې پیل شوې.
د ښاروالي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د خوست ښاروال قاري بسمالله بلال له قوله ويل شوي چې نوې منډوي د ښار دویمه ناحیه «تخته بیکې» سيمه کې پر ۲۰ جریبه ځمکه جوړېږي.

په پکتیا کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د متحده عربي اماراتو د حکومت له لوري د پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د يوه روغتون د جوړېدو چارې پيل شوې.
د مسوولانو په وينا، ياد ۱۵۰ بستريز روغتون پر ۲۵ جريبه ځمکه جوړېږي چې دوه ودانۍ لري او هره ودانۍ به څلورو پوړه وي او چارې به يې راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.

کابل کې د «ستارههای متحد» په نوم د هنري اثارو جوړ شوی څلورورځی نندارتون نن دوشنبه، جدي لسمه پای ته ورسېد.
دغه نندارتون کې ۴۰۰ بېلابېل ډوله هنري اثار نندارې ته کېښودل شوي وو چې تنظیموونکي یې، وايي، دې نندارتون کې ګڼشمېر ښځو او نجونو ګډون کړی.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وايي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت محمداغې ولسوالي زرغون ښار «دهمنکه» کلي کې د څښاک پاکو اوبورسولو یوه شبکه جوړه او ګټېاخېستنې ته وسپارل شوه.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، دغه کتنه کې د دغه وزارت سیاسي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټولینزو همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې.

کډوالي د انساني ډلو له جوړېدو راهیسې تر دې مهاله روان دی چې د تاریخ په اوږدو کې په بېلابېلو بڼو بدل شوی دی. دا ښکارنده د جمعیتونو د بدلون او تحول له مهمو عواملو ګڼل کېږي او د فردي او انساني ټولنې د بدلون لامل شي.

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته هند ته په څلورمه ټسټ لوبه کې په ۱۸۴ منډو ماته ورکړه.
اسټرالیا په دې لوبه کې هند ته د ۳۴۰ منډو هدف ورکړی و چې هند د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۵۵ منډې جوړې کړې.

د میدانوردګ د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار او یوشمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته د مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوې.

د هرات اوسېدونکې سيما چې د زعفران پر کښت بوخته ده، وايي، له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروي او په وینا یې، ډېرې ستونزې حل کړي دي.
هغه سلاموطندار ته وايي چې د زعفرانو کښت یې، له کوره پیل کړ او کله یې چې ګټه ولیده، د یوې موسسې په مرسته یې، خپل کار ته پراختیا وکړه.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت شنبه، ډسمبر ۲۸مه ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ ته اندېښمن دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د افغانستان له سرپرست حکومت او پاکستان غوښتنه کړې چې له زغم کار واخلي او هڅه وکړي، څو شته اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د پوهنې وزارت او یوشمېر نړیوالو موسسو په همکارۍ د څه باندې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۱۹ بېلابېلې رغنیزې پروژې بشپړې او ګټېاخېستنې ته وسپارل شوې.

د پکتيا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د (ایکن) موسسې په مالي ملاتړ په مرکز ګردېز کی ۲۸۰ بېوزله کورنيو ته چرګانې ورکړل شوې.