خوست کې د جرمونو په تور ۱۳ کسان نیول شوي

خوست کې د تېرو دوو ورځو پرمهال ۱۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.

د خوست امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دويمې امنيتي حوزې ځواکونو ۱۳ کسان د بېلابېل جرمونو په تور نيولي دي.

هرات کې د نهو میاشتو پرمهال ۱۶۵ کارخونو په فعالیت پیل کړی

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو نهو میاشتو پرمهال ۱۶۵ کوچنیو او لویو کارخونو په فعالیت پیل کړی دی.

د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وايي، یادې کارخونې د غذايي توکو، ودانیزو محصولاتو، کیمیاوي توکو او نورو برخو کې تولیدات کوي.

د چاپېریال ساتنې ادارې کابل کې د اقلیمي بدلون ملي کنفرانس جوړ کړ

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د اقلیمي بدلون یا کاپ‌۲۹ نړیوالې غونډې د پایلو ارزولو په موخه د اقلیمي بدلون یو ورځنی ملي کنفرانس نن چهارشنبه، مرغومې ۲۶مه» کابل کې جوړ شو. هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو په برخه کې افغانستان سره همکاري وکړي.

میدان‌وردګ کې ۵۷ نوې لرغونې سېمې او ابدې ثبت شوې

د ميدان‌وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان وایي په روان کال کې ۵۷ نوې لرغونې ابدې ثبت او راجستر کړې چې يوشمېر یې سلګونه کاله تاريخي مخينه لري. مجاهد پر وينا، په يادو ثبت شویو تاريخي ابدو کې مهم زيارتونه، لويې کلاوې، جوماتونه او د کاشانيانو د وخت استوپې شاملې دي چې سلګونه کاله تاريخي مخينه لري.

لوګر کې دویم صنعتي پارک جوړېږي

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې، د محمداغې ولسوالي لوېدیځ لور ته پر زر جریبه ځمکه دویم صنعتي پارک جوړېږي.

غزني کې مېرمنې له چاغۍ شکایت کوي

د غزني یوشمېر هغه مېرمنې چې وزن یې ډېر دی، وايي، که څه هم دوی د وزن کمېدو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو بې‌پایلې وې او له لوړ وزن ځورېږي.

نازیه او سمیر چې لوړ وزن لري، سلام‌وطندار ته وویل، د وزن کمښت لپاره یې، بېلابېلې لارې وازمایلې، خو بې‌پایلې وې.

مصنوعي ځیرکتیا سره د ځوانانو بلدتیا او د کارونې څرنګوالی

مصنوعي ځیرکتیا د کمپیوټر لپاره د انساني ځیرکتیا یو ډول جوړونه ده چې موخه یې، هغه پروګرام شوی ماشین دی چې د انسان په څېر فکر وکړي او د انسان چلن او وړتیاوې کاپي کړای شي. مصنوعي ځیرکتیا د ساینسي علومو یوه پرمختللې او زړه‌راښکونکې بڼه ده چې د وروستیو لسیزو پرمهال د پام وړ ګرځېدلې.

د سلام‌وطندار نظرپوښتنه؛ ۷۴سلنه ځوانان له مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخلي

مصنوعي ځیرکتیا چې کمپیوټر ته دا واک ورکوي، څو د انسان په څېر فکر وکړي او پرېکړه ونیسي او حتا د انسان چلن هم کاپي کوي، دې ورځو کې ځوانانو ته دا فرصت ورکوي، څو له خپلو نوښتونو کار واخلي او راتلونکې جوړه کړي. د یادې سروې ۷۴سلنه ګډونوالو ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا کارونې سره بلدتیا لري او ۲۶.۴سلنه هم ورسره هېڅ ډول بلدتیا نه‌لري.

لوګر کې د یوه کس مړی موندل شوی

د لوګر  د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې تېره ورځ «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د یوه عمر لرونکي کس مړی موندل شوی دی.

کندهار کې په ۸۵۲زره ډالرو د پنجاو کانال ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

کندهار کې چارواکي وايي چې د کندهارښار په اوومه ناحیه کې د «پنجاو» کانال په ۸۵۲زره امریکايي ډالرو جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دغه کانال د ملګروملتونو نړیوال پراختیايي پروګرام «یو‌اېن‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ جوړ شوی.   د دې کانال په جوړېدو سره د شاولي‌کوټ ولسوالي له لوی بند څخه د پنجوايي ولسوالي او د کندهار ښار اوومې ناحیې ځمکې به هم ورسره خړوبې شي.

لوګر کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې بشپړې شوې

د اوبو او انرژۍ ریاست تخنیکي سلاکار  انجینیر فضل‌الرحمن عمرزي پل علم خبریالانو ته وویل، یادې پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت د پراختیایي بودجې او همکارو موسسو، په مالي ملاتړ د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پلې شوې دي.