
کندهار کې د څه باندې ۶ میلیون افغانیو په لګښت روغتیايي مرکز جوړ شو
وحیدالله وحدت چارواکو د یکشنبې په ورځ د (کب پنځمه) د دغه مرکز د ګټې اخیستو مراسمو ته وویل، دغه روغتیايي مرکز کې به د

وحیدالله وحدت چارواکو د یکشنبې په ورځ د (کب پنځمه) د دغه مرکز د ګټې اخیستو مراسمو ته وویل، دغه روغتیايي مرکز کې به د

د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملاعبدالغني برادر د نن یکشنبه، کب پنځمه، په اوزبیکستا کې مېشت یوشمیر افغان پانګوالو او سوداګرو سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې برادر له افغان سوداګرو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې په انرژۍ، کانونو، کرنې، ټرانسپورټ، زیربناوو، مخابراتو، ټیکنالوژۍ او روغتیا برخو کې پانګونه وکړي.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت مسوولانو د ۱۴۰۴ لمریزکال په نږدېکېدو سره، د کابل بادامباغ کې د «نن نیالګی د راتلونکې هوساینې» تر نوم لاندې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل کړ.
مسوولان وايي، د دغه کمپاین پرمهال به د هېواد په کچه ۱۶ میلیونه نیالګي کېنول شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د پاتې پوځي تجهیزاتو د بېرته ورستنولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي چې هېواد یې افغانستان سره په کلني ډول شاوخوا دوه تر دوه نیم میلیارډ ډالر مرسته کوي او په بدل کې یې، د افغانستان سرپرست حکومت باید د امریکایي ځواکونو پاتې پوځي تجهیزات بېرته امریکا ته وروسپاري.

د تورخم روازې په بندیدو سره یوشمېر مسافر، ناروغان او د لویو موټرو، چلوونکي وايي، د درازوې تړلکېدو ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی سلاموطندار ته وویل، په ډېرو ستونزو یې ویزې ترلاسه کړي او له لرې لرې ځایونو راغلي؛ خو په داسې بېخبره ډول د دروازې تړلو له کبله اوس اړ دي چې د لارې تر خلاصېدو، همدلته شپې وکړي.

بادغیس کې د روغتیايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت عمومي مدیر محمدیوسف نجمي سلاموطندار ته وویل، د بالامرغاب ولسوالي د «قروتو» سیمه کې یوه ۵ کلنه نجلۍ ګوزڼ وهلې ده.
دی وايي، دا په روان ۲۰۲۵ میلادي کال، افغانستان کې د پولیو لومړۍ مثبته پېښه ده چې ثبتېږي.

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د شته ۱۱۶ ښوونځيو شوراګانو غړیو ته روزنه ورکړل کېږي.

که څه هم افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې د ښوونځیو بیاپرانېستلو ته په تمه دي، مرسل دلدار په خپل شخصي لګښت او هلوځلو نجونو ته ښوونیز مرکز جوړ کړ دی.
هغې له شپږو کلونو هلوځلو وروسته د ګنجینهیې بنیامین په نوم کابل کې لېسه جوړه کړې چې زرګونه نجونو ته د هیلو پر سمبول بدل شوی دی.

د غور په ولايتي روغتون کې د شري پر ناروغۍ اخته ماشومانو ته د ځانګړې پاملرنې څانګه کې پر دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.
په دغه روغتون کې د بستر یوشمېر ناروغ ماشومانو کورنۍ وايي، ماشومان یې لومړی پر سینه بغل او بیا پر شري ناروغۍ اخته شوي دي.

هلمند چې له مهمو کرنیزو ولایتونو ګڼل کېږي، د صنعت برخه کې تر ډېره د دانهداره پنبې د پروسس کارخونو درلودونکی دی.
د دغو او ځینو نورو کارخونو مسوولان وايي، برښنا او نړیوال بازار ته لاسرسی نهلري چې له امله یې د دوی د تولید، پروسس او صادراتو بهیر زیانمن کړی.

د غربي نورستان چې درې ولسوالي دواب، منډول او نورګرام په کې شاملېږي، یوشمېر اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، مرکزي نورستان په ځانګړې توګه مرکز پارون ته د تګراتګ پرمهال ستونزو سره مخ دي.

نړیوال بانک دې وروستیو کې یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي وده لاهم کمزورې ده او پراخې بېوزلي او وزګارتیا میلیونونه کسان زیانمن کړي دي.
د دغه بانک په راپور کې ناڅرګندې پالیسۍ، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو کمېدو او له پاکستان سره ترینګلو سوداګریزو اړیکو د افغانستان د اقتصادي ودې د بېثباتۍ اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د جوزجان محلي مسوولان وايي چې په مرکز شبرغان ښار کې به دوه سوه زره مېوهلرونکي او غیرمېوهلرونکي نیالګي کېنوي.
د شبرغان ښاروال حبیبالله قانع د نیالګیو کېنولو د کمپاین پرانېستې پرمهال وویل چې د ښار بېلابېلو سیمو کې به د زرغونتیا په موخه دغه نیالګي کېنول شي.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د یوه کس په شخصي لګښت د مرمرینو ډبرو پروسیس او تولید کارخونې په فعالیت پيل وکړ. ګلزار زیاته کړه، دغه کارخونه کې پرمختللي ماشینونه لګول شوي او هره میاشت به ۳۰ ټُنه مرمرینې ډبرې په اساسي او مسلکي توګه پروسیس او تولید کړي.

د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يوشمېر کروندګر چې پخوا يې په خپلو کروندو کې کوکنار کرلي وو وايي، د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د دولت او مرستندويه بنسټونو لهخوا ورسره مرسته نهده شوې. دغه بزګران د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزارت غواړي چې د بدیل کښت او اصلاح شویو تخمونو په وېش کې ورسره مرسته وکړي.

په هلمند کې یوشمېر معلول لرونکي شکایت لري چې کلني حقوق «معاش» یې، کم شوي او د پیسو د ورکړې بهیر یې هم ځنډنی دی.
د دوی په وینا، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته یې، حقوق د پخوا په پرتله د پام وړ کم شوي او حتا د کورنۍ اړتیاوې یې، پرې نه برابرېږي.