د تورخم تړل‌کېدل؛ ناروغان او سوداګر: ژر تر ژره دې بېرته پرانېستل شي

د تورخم دروازه په شپږمه ورځ هم د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړلې ده. یوشمېر افغان سوداګر او ناروغ‌لرونکي وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د تورخم دروازې د خلاصېدو په تمه دي. ناروغ ‌لرونکي نعمان وویل چې له شپږو ورځو راهیسې د یادې دروازې بېرته پرانېستلو په تمه دي.

ایران او روسیې د افغانستان په اړه د خپلو مشورو پر دوام ټینګار کړی

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تېره ورځ په تهران کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان وضعیت د دواړو هېوادونو لپاره ځانګړي اهمیت لري او تهران او مسکو به د افغانستان اړوند مسلو په اړه خپلو مشورو او بحثونو ته دوام ورکړي.

د سلام‌وطندار موندنې؛ ډېری ښځې له خپلو شرعي حقونو محرومې دي

د سلام‌وطندار د هېواد په لسو ولایتونو کې له ۲۶ مېرمنو سره مرکې کړي چې د یادو مرکو پرمهال ۲۳ مېرمنو ویلي، له خپلو لومړنیو شرعي حقونو محرومې دي. د تخار اوسېدونکې ۳۰کلنه مریم وايي چې د دې د خوشې خلاف او د کورنۍ په غوښتنه یې، جبري واده کړی او د خاوند د ټاکلو حق ترې اخیستل شوی دی.

فراه کې سېلابونه؛ ۲۴ کسان مړه او ۳۱ ټپیان شوي

د فراه محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله د مړو شویو شمېر ۲۴ او د ټپیانو شمېر بیا ۳۱ ته لوړ شوی دی.

د فراه د پېښو پروړاندې د مبارزې رییس محمداسراییل سیار وايي چې د یاد ولایت په بالابلوک او فراه‌رود ولسوالیو کې د سېلابونو له مله دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان دي.

د کابل-ګردېز لويه لاره د واورې اورښت له امله تړل شوې

د لوګر ولايت ټولګټوریاست مسوولان وایي چې د تېرې شپې واورې اورښت او برف‌کوچونو له امله د کابل- ګردېز لویه لاره د تېرې کوتل سیمه کې او همداراز د لوګر دوو ولسوالیو لوې لارې هم د واورې اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.

سعودي په افغانستان او پاکستان کې پولیو له‌منځه وړو لپاره ۵۰۰میلیونه ډالر مرسته کوي

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د دویم پړاو پیلېدو سره هم مهاله، سعودي عربستان ویلي، په افغانستان او پاکستان کې به پولیو سره د مبارزې لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي. دا پیسې به د پولیو له‌منځه وړو د نړیوال نوښت له لارې افغانستان او پاکستان ته ځانګړې شي.

سټنډرډ ملي ادارې د انرژۍ مدیریت لپاره له یوه بنسټ سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د سټنډرډ ملي ادارې رییس فیض‌الله تمیم نن سه‌شنبه، کب اوومه کابل کې د یاد هوکړه‌ لیک د لاسلیکولو پرمهال وویل چې ودانیو معیارونو ته نه پام د انرژۍ د لګښت او ضایعاتو کچه لوړوي او ورسره چاپېریال ته زیان رسېږي.