ملګري ملتونه په قزاقستان کې د افغانستان پرمختګ لپاره سیمه‌ییز مرکز جوړوي

د قزاقستان د رسنیو دفتر د يوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ د منځنۍ اسيا د هېوادونو او د افغانستان د دايمي پرمختګ لپاره یو سيمه‌ييز مركز د جوړولو په اړه د رايو په اتفاق يو پريکړه‌لیک تصویب کړی دی.

لوګر کې سږکال نهه علمي سیالي جوړې شوي

 لوګر ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي روان کال د ځوانانو علمي کچې لوړېدو په موخه ۹ علمي سیالي جوړې کړي دي.

د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم پل‌علم کې د امام ابوحنیفه (رح) د سېرت په تړاو جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، دغه سیالي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یوشمېر خیریه بنسټونو په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.

تاجیکستان: د کاسا‌۱۰۰۰ پروژې د افغانستان برخې د مالي تمویل ستونزه هواره شوې

د تاجیکستان د انرژۍ وزیر دلېرجمعه پرون دوشنبه، دغه هېواد کې خبریالانو ته ویلي، ټاکل شوې چې د کاسا-زر د برښنا لېږد پروژه چې قرغیزستان او تاجیکستان له افغانستان او پاکستان سره نښلوي، ۲۰۲۷ کال کې بشپړه شي.

سلام‌وطندار سره د ۲۸ ځوانانو مرکې؛ «هېڅ ملاتړي پروګرام څخه نه‌یو برخمن»

سلام‌وطندار په دغه راپور کې له ۳۰ ځوانانو سره مرکې کړي چې د یادو مرکو پرمهال ۲۸ ځوانانو د دوی د ملاتړ او طرفیت لوړونې لپاره د پروګرامونو له کمښت شکایت لري.

د یادو ۳۰ ځوانانو له ډلې یې، ۱۵ نارینه او ۱۵ ښځینه دي چې وايي، د ځوانانو ملاتړو بنسټونو خپل فعالیتونه درولي او یا هم د پام وړ کم کړي دي.

روژه کې د توکو لوړې بیې؛ د کابل اوسېدونکي: کنټرول دې شي

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د روانې روژې میاشت پرمهال په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي څخه شکایت کوي او وايي، دوکاندارانو د روژې میاشتې په پلمه د خوراکي توکو بیې په خپل سر لوړې کړي دي. د دوی په وینا، لیمو یو کیلو له ۷۰ افغانیو څخه ۹۰ افغانیو ته لوړ شوی دی.

افغاني سرې میاشتې میدان‌وردګ کې ۸۳زره ناروغانو ته خدمات وړاندې کړي

میدان‌وردګ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست وایي چې روان کال یې د دغه ولایت مرکز میدان‌ښار په ګډون د ۹ ولسوالیو ۸۳زره ناروغانو ته بېلابېل روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي. نوموړي زیاته کړه، د روغتیايي خدماتو د ښه والي لپاره یې ۴۰ نوي رضاکاران روزلي او ۱۲۰ نارینه او ښځینه رضاکارانو ته یې روغتیايي کېټونه وېشلي دي.

خوست کې ۸۲۵ زده‌‌کوونکو ته د «اصول صنفي» زده‌کړو ټولګي برابرېږي

د خوست ولايت پوهنې رياست څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ولایت کې ۸۲۵ زده‌کوونکو ته د «اصول صنفي» زده‌کړو لپاره ټولګي برابرېږي.

دغه ټولګي د پوهنې رياست او يوې همکارې موسسې له لوري په څلورو ولسواليو کې جوړېږي.

د لوګر بزګرانو قوش‌تېپې کانال زرغونتیا لپاره ۱۷۰زره نیالګي مرسته کړې

د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پل‌علم او ولسوالیو بزګرانو د قوش‌تېپې کانال د زرغونتیا لپاره ۱۷۰زره نیالګي مرسته کړې ده. نوموړي زیاته کړه، راټول شوې نیالګي د فوش‌تېپې کانال د زرغونتیا لپاره د ملي پراختیا ادارې مسوولانو ته سپارلي دی.

د سلام‌وطندار نظرپوښتنه؛ ۶۰.۳سلنه ځوانان خپلې راتلونکې ته هیله‌مند دي

انسان په هیله ژوندی دی؛ خو بېلابېل لاملونه له هغې ډلې، ټولنیزه اساینه، د پرمختګ لپاره د زمینې برابرېدل، ښه دنده او اقتصاد لرل او ټولنه کې د امنیت ټينګښت، د یوه کس راتلونکې ته د هیله‌مندۍ پر کچې اغېز لري.

هیله‌مندي لرل د ذهن د مثبت حالت او هڅونکي په توګه، کولای شي، په ژوند کې د ستونزو سره په مبارزه کې مرسته وکړي او له همدې امله په دې څېړنه کې موږ راتلونکې ته د ځوانانو د هیله‌مندۍ کچه ارزولې ده.