
د مرکزي بهسودو ولسوالي لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانېستل شوه
د میدانوردګ محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت د مرکزي بهسودو ولسوالي لویه لاره چې د واورې ورښت او برفکوچ له امله تړل شوې وه، بېرته پرانېستل شوه.

د میدانوردګ محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت د مرکزي بهسودو ولسوالي لویه لاره چې د واورې ورښت او برفکوچ له امله تړل شوې وه، بېرته پرانېستل شوه.

د هلمند امنیه قومنداني د نشهیي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت او د سوالګرو او بېسرپرسته کورنیو د تشخیص امریت، د امنیتي ځواکونو په همکارۍ، په لښکرګاه ښار کې د مسلکي سوالګرو یوه ډله نیول شوې ده.
د یاد امریت امر مولوي نصیبالله ذاکر وايي، د کشفي ارګانونو د معلوماتو پر بنسټ، شاوخوا ۴۵ سوالګر د هرات شینډنډ ولسوالي څخه هلمند ته ورغلي او غوښتل یې، لښکرګاه ښار کې منظمه سوالګري وکړي.

د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه نن یو ځل بیا د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ ناسته کیږي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه رییس شاکرالله ساپی وایي، ټاکل شوې نن دوشنبه، ۲۷مه، د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د تورخم دروازې د پرانېستلکېدو په موخه ډېورنډ فرضي کرښې دېخوا تورخم ښارګوټي کې دویمه ناسته جوړه شي.

سيدمحمداغا د کندهار صنعتي پارک کې د وچي مېوې د ساتنی او پروسيس برخه کې درې میلیونه ډالر پانګونه کړې، خو د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونو د نوموړي د وچې مېوې د ساتني ګدامونه ته ورغلي او ۱۸ میلیونه افغانۍ زيان وراوښتی دی.

د میدانوردګ د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست ته د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولان وايي، دا مهال هېواد کې د ګرځنده تیلیفونونو نږدې ۲۶ میلیونه سیم کارتونه فعال دي چې له ډلې یې، ۱۸میلیونه سیمکارټونه بیاثبت شوي دي.

د خوست د ډاکټرانو او درملو ټولنې مسوولان وايي چې پرون جمعه، کب ۲۴مه د خوست لرې پرتې ځاځيميدان ولسوالي کې یې، د سلګونه ناروغانو وړیا درملنه کړې ده.

غزني کې یوشمېر نجونې وايي چې د وینې کمښت ناروغي له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړې دي. دوی وايي، د وینې کمښت اړوند درملو برابرولو ورته ستونزمن دي.
غزني کې ډاکټر محمداشرف صاحبزاده وايي چې نجونو د وینې کمښت بېلابېل لاملونه لري.

د وزارت سرپرست محمدیونس اخندزاده په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دې تړون پربنسټ به یاد ساختماني شرکت د بدخشان له واخان سړک ۷۱ کیلومتره د بزای ګنباد سیمې څخه د ولایت د بروغېل تر پولې چې له اته تر ۱۰ متره پلنوالی لري او ۱۴۳ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، جغل واچوي.

د ونو پیوندول د بڼوالۍ له مهمو برخو څه شمېرل کېږي چې په سم توګه د یادې چارې مخته وړل به د بڼوالۍ د پراختیا او د حاصلاتو د کیفیت لوړېدو لامل شي. د غزني د مرکز د نوغي کلي اوسېدونکی او بڼوال بختمحمد وايي، ګڼشمېر بزګران اوس هم په دودیزه توګه ونې پیوندوي.

د میدانوردګ د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالي کې ولسي وګړو له ۹ ښوونځيو او دیني مدرسو سره نږدې میلیون افغانیو په ارزښت مرسته کړې ده.

د لوګر لپاره نوی امنیه قومندان ملا اغاولي نوري نن پنجشنبه، کب ۲۳مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي او خپله دنده پیل کړه.
د لوګر په مرکز پلعلم کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت او د لوګر لوړوپوړو نظامي او ملکي مسوولانو ګډون کړی وو.

د کندهار امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت له رېګستان ولسوالي څخه پاکستان ته په غیرقانوني توګه د ۲۱۰ پسونو د لېږد مخه نیول شوې ده.
دغه څاروي د کرنې او مالدارۍ ریاست او امنیه قومنداني امنیتي ځواکونو په همکاري نیول شوي دي.

د ننګرهار د سوداکرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي او له پاکستاني سوداګرو سره د جرګې غړي عزیزالرحمن عرب وایي چې د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ کېدونکې ناسته د نامعلومو لاملونو له امله ځنډېدلې ده.

تخار کې د خلکو لهخوا په خپل سري توګه د درملو کارولو، د ځینو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او د دغه ولایت د اوسېدونکو جدي اندېښنې یې راپارولي دي.
د یاد ولایت د لروپرتو سيمو یوشمېر اوسېدونکي وايي، د ډاکټرانو د کمښت او درملو ته د نهلاسرسي له امله په خپل سري توګه د درملو کارولو ته مخه کړې ده.

د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې او د افغانستان د وضعیت په اړه د هیوادونو د استازیو د څرګندونو په غبرګون کې د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د سرپرست حکومت د استازي له شتون پرته د داسې غونډو جوړول د افغانستان په ګټه نهدي.