
هلمند کې ۳۴ میله وسلې او تجهیزات د ډایاک مدیریت ته وسپارل شول
د هلمند امنیتي چارواکو د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې په لړ کې ۳۴ میله نیول شوې وسلې او تجهیزات د ډایاک مدیریت ته وسپارلې.

د هلمند امنیتي چارواکو د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې په لړ کې ۳۴ میله نیول شوې وسلې او تجهیزات د ډایاک مدیریت ته وسپارلې.

د ټولګټو چارو وزارت سرپرست ملامحمد عیسی ثاني لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې د لوګر-میدانوردګ سړک د لومړیو چارو له پيل څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د لوګر سیمهییز چارواکو او اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې دغه سړک به په معیاري توګه جوړ شي.

کابل کې یوشمېر ډاکټران وايي چې یوشمېر خواړه او معدې ناروغۍ ښځو کې د «اپنډېکس» ناروغي لامل کېږي.
دوی زیاتوي چې دا ستونزه ناروغ ته ناوړه پایلې لري او په وینا یې، د ناسم تشخیص له کبله د مېرمنې ترمنځ د ناامیندوارۍ لامل هم کېدای شي.

د خوست امنیه قومنداني وياند طاهر احرار وايي، د یاد ولایت د قلندر ولسوالي امنیتي منسوبینو هغه پنځه کسان نیولي چې د دې ولسوالي په جلا، جلا سیمو کې يې د شپې پرمهال ۴۷ د جلغوزیو ونې د برقي ماشین او تبرګیو په واسطه پرې کړې وې.

د میدانوردګ له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د لومړي بهسود او دایمیرداد ولسوالیو ترمنځ غځېدلې لویه لاره چې د واورو اورښت او برفکوچونو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانېستل شوه.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق په مشري د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راغلی دی.
د سرپرست حکومت ویاند ذبېحالله مجاهد سلاموطندار ته د صادق خان سفر تاییدوي او وايي چې نوموړی به نن شنبه، وري دویمه د ا. له چارواکو سره وویني.

د میدانوردګ له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې سږکال د دغه ولایت په مرکز میدانښار او ۹ ولسوالیو کې شاوخوا ۵زره

دوی ۲.۷سلنه اقتصادي وده، د خوراکي او لومړنیو توکو بیو کې ۲۸سلنه کموالی، له کورنۍ بودیجې څخه د ۳۷۰ لویو پروژو او ۸۷۳ فرعي پروژو بشپړېدل، ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالی، د بېلابېلو هېوادونو د پانګونې راجلبول او افغان خاوره کې د ټاپي پروژې پراختیا ۱۴۰۳کال کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ د بېلګې په توګه یاد کړي دي.

په ۱۴۰۳ کال کې اسلامي امارت هڅه کړې چې افغانستان د نړیوالې ټولنې په رسمي جوړښت کې شامل کړي، هغه هڅې چې د سرپرست حکومت په باور ښې پایلې لرلې دي.

نن د کب ۲۷مه د خبریالانو له ملي ورځ سره سمون لري. په کابل کې د افغان ښځینه خبریالانو ټولنې دا ورځ د خبریالانو، رسنیو فعالانو او د رسنیو ملاتړکوونکو بنسټونو په ګډون د یوې یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.

د لوګر په مرکز پلعلم کې د پوهنې ریاست له لوري د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پيل مراسمو کې د یاد ولایت مرستیال والي په ګډون د یوشمېر ادارو رییسانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
جوړې شوې غونډې ته د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور وویل، په اوسني وخت کې زدهکړې د ټولنې یوه اړینه اړتیا ده او زدهکړې کولای شي چې د افغانانو راتلونکې جوړه کړې.

د میدانردګ په مرکز میدانښار کې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال پيل مراسمو کې د دغه ولایت محلي چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د ښوونځيو زدهکوونکو ګډون کړی وو.

د پوهنې وزارت سرپرست نن پنجشنبه، کب ۳۰مه کابل کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې اسلامي امارت دیني او عصري علومو ته پام کړی او د ښوونځیو او پوهنتونونو نصاب به د افغاني کلتور سره سم جوړ کړي.

که څه هم د هلمند په سنګین ولسوالي کې د جګړې پای ته رسېدو څخه نږدې څلور کاله تېر شوي، خو د دې سیمې جګړهځپلې څېره نه ده بدله شوې او لاهم زرګونه کورونه او باغونه کنډواله پاتې دي. د سنګین اوسېدونکي چې کورونه یې په جګړه کې ویجاړ شوي وو، د اقتصادي ستونزو له امله یې د بیارغونې توان نهلري.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وايي چې هېواد کې تېرو اشغالونو د ځوانانو ذهنونه هم اشغال کړي وو.
نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه، کب ۳۰مه کابل کې د نوي ښوونیز کال په پیل مراسمو کې کړې دي.

د اسراییلو پوځ وايي چې نن پنجشنبه، مارچ ۲۰مه، سهار له یمن څخه پر دغه هېواد د توغندي برید شوی دی.
له توغندیز برید سره هممهاله د اسراییلو په بېلابېلو ښارونو کې د خطر زنګ وهل شوی دی.