
ایرانی چارواکی: بیرجند کې د افغانستان او فراه کې د ایران قونسلګرۍ پرانېزوو
د ایران د سوېلي خراسان والي محمدرضا هاشمي وايي چې د دغه هېواد په بیرجند کې د افغانستان او په فراه ولایت کې د یاد هېواد د قونسلګرۍ د جوړېدو په هڅه کې دي. والي همداراز زیاته کړې چې دغه چاره به د ایران او افغانستان اړیکې لا ژورې او پراخې کړي او بېلابېلو برخو کې به د همکاریو لامل شي.














