
پنځو ولایتونو کې پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاستونو لپاره ودانۍ جوړېږي
پېښو ته د رسېدنې او چمتووالي ملي ادارې مسوولان وايي چې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د یادې ادارې اړوند ریاستونو ته د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړوي.

پېښو ته د رسېدنې او چمتووالي ملي ادارې مسوولان وايي چې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د یادې ادارې اړوند ریاستونو ته د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړوي.

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د کوچني اختر پرمهال ۲۸ زره کسانو له لرغونو او تفریحي سیمو لېدنه کړې ده.

د ریاستالوزرا اقتصادي کمېسیون په نننۍ غونډه کې د «هرات بام» په نوم د تفریحي کمپلېکس د جوړېدو طرحه تایید شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه، وري ۱۶مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه طرحې له مخې به خصوصي سکټور د یاد کمپلکس د جوړولو په موخه څه باندې یو میلیارډ افغانۍ پانګونه وکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار او مل پلاوي سره لیدنه کې له یاد هېواد غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره نرم او له زغم ډک چلن وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن جمعه، وري ۱۵مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخيزو اړيکو، دوې اړخيزې سوداگرۍ، د ویزو پر اسانتیا، د ټرانزيټ ودې او سيمهييزو چارو خبرې شوې دي.

په ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه او کلنۍ مشاعره د هېواد د ګڼو ولایتونو د شاعرانو سربېره، د خېبرپښتونخوا څخه هم د یوشمېر شاعرانو په ګډون جوړه شوه.
دا مشاعره چې د تېرو کلونو په څېر د پسرلي په لومړیو کې جوړه شوه، شاعرانو او ادبپالو پهکې د شعر پر ژبه د نارنجګل مشاعرې پر تاریخي ارزښت او د دودیزو مشاعرو پر اړتیاوو خبرې وکړې.

د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي چې سږکال د کوچني اختر په څلورو ورځو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۳۰ کسان مړه او ۱۵۵ نور ټپیان شوي دي.
یاد ریاست نن جمعه، وري ۱۵مه پر خپله اېکسپاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې سږکال د تېرکال په پرتله د کوچني اختر ورځو کې د ټرافیکي پېښو کچه ټیټه وه.

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د کوچني اختر پنځو ورځو پرمهال شاوخوا ۳۰زره کورنیو سیلانیانو د یاد ولایت له تفریحي او تاریخي سیمو لیدنه کړې ده.

لوګر کې د ا.ا رهبري د فرامینو د عمليکېدو او د ولسونو د یووالي په موخه ولسي غونډه جوړه شوه.
په جوړې شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال په ګډون د دغه ولایت یوشمېر ملکي او نظامي مسوولانو، علماو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا هغه هېواد ته د افغانستان پر واردېدونکو توکو د ۱۰سلنه تعرفې لګولو په غبرګون کې وايي چې دغه تعرفه دې لغوه شي.

د غزني په زوړ ښار کې مې د دغه ولایت له یوه فرهنګي شخصیت سره خبرې وکړې. هغه سیمه چې د هستوګنې کورونه یې لوړ دیوالونه لري او د انسان ذهن له نن څخه سلګونه کاله وړاندې ژوند ته وړي. نوموړی په ځانګړو ورځو کې د غزني د زوړ ښار د اوسېدونکو لهخوا د سمنک، دکچې او نورو نذرونو د نیولو په اړه کیسه کوي.

د میدانوردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې د کوچني اختر په مناسبت د ۱۵ غوره لوبډلو ترمنځ د غشې وېشتلو سیالي جوړې شوې.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست عبدالطيف منصور وايي چې امریکا تراوسه د مرستې په توګه اسلامي امارت ته یو ډالر هم نهدی ورکړی.

د روسیې لویې څارنوالۍ د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي چې د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم لرې کړي.
سرپرست حکومت د دې پرېکړې هرکلی کوي او هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم او ارزښتناک ګام بولي.

په لومړي ځل د پکتيا زرمت ولسوالي کې د «روسي ښکېلاک د غازي مجاهدينو تر سرليک» لاندې د ۶۰ کسانو ترمنځ د پخوانيو توپکو په وسيله د نښې ويشتلو سيالي جوړې شوې.

د لغمان مرکز مهترلام بابا زیارت کې د وخت د امیر شاه شجاع لنګر یا چای خانه چې نوموړي به د خپلې حکومتولۍ پرمهال یاده سیمه کې د چای لپاره دمه کوله. د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی رییس فیضانالله پټان بیا وايي، لغمان د ګرځندویانو لپاره ټولې اسانتیاوې لري، خو د مدیریت لپاره یې باید کار وشي.