هند افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر تایید کړ

د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغان اتباعو لپاره د ویزې ورکولو د بهیر پیل تایید کړی او ویلي یې دي چې دا لړۍ په شپږو کټګوریو کې د پلي‌کېدو وړ ده.

د دې وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، پرون  «پنجشنبه، مې۲۸مه -» په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د روان کال د اپریل له ۲۹مې نیټې څخه د افغانانو لپاره د هند د ویزې ترلاسه کولو لپاره یو نوی پورټال فعال شوی دی.

پکتيا کې ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه جوړېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژي وزارت سرپرست مولوي نجيب‌الله حقاني پکتيا ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې د ولايتي مسوولانو د غوښتنو او د خلکو اړتياړو ته په کتو دې ولايت کې روان کال ۴۸ نوي مخابراتي سايټونو جوړيدل منظور شوي دي.

هغه دغه‌راز زياته کړه چې يادشمېر سايټونه د ټي ډي ايف لسمې پروژې له پنډ څخه جوړيږي او ځينې هغه يې د مشخصو شبکو لخوا جوړيږي.

جلال‌اباد کې په درې میلیارډ افغانیو د ۲۱ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د څلوېښت متره حلقوي سړک د لومړي فاز د جوړولو چارو د مسیر معلومولو او پاکوالي چارې پیل شوې. 

د ننګرهار محلي مسوولان وایي، دغه سړک چې ٢١ کیلو متره اوږدوالی لري، د جلال‌اباد ښار اوومې ناحیې اړوند سرخ‌اب پل څخه پیل او تر ثمرخېلو غځېږي چې ورسره به ښاري ګڼه‌ګوڼه راکمه شي.

بلخ کې یوه سوداګر په دوو میلیونو ډالرو «د اوبو پارک» جوړ کړی

د بلخ د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه سوداګر د دوو میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو پارک جوړ کړی دی.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پارک پر یو جریب ځمکه جوړ شوی او تېره ورځ ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد پارک مسوول محمدرضا جمالي وايي چې دغه پارک د مزارشریف اوسېدونکو د تفرېح او ورزش لپاره جوړ شوی دی.

د میاشتني عادت اختلالات؛ د مېرمنو ټولنیز، کورنی ژوند او روان اغېزمنوي

د میاشتني عادت اختلالات چې د متخصصانو په باور څه باندې ۱۵۰ بڼې او له لږ تر سخت درد سره مل وي، ډېری ځوانې نجونې او پېغلې ورسره مخ دي.

سلام‌وطندار په دې راپور کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۳۵ مېرمنو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د میاشتني عادت اختلالات «ګډوډي» د دوی پر ټولنیز، کورني ژوند او روان منفي اغېز کړی دی.

په یو میلیون افغانۍ د لښکرګاه ښار د دروازې د جوړېدو چارې پیل شوې

د هلمند محلي چارواکي وايي چې د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار د «ښاري دروازې» د جوړېدو چارې د یو میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.

د هلمند بارک او فولاد صنعتي شرکتونو ولایتي استازي عبدالودود بارک وايي، د دروازې ټول مالي لګښت چې څه باندې یو میلیون افغانۍ کېږي، دوی ورکوي.

عبدالسلام حنفي: ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو د وضعیت څارنه کوو

نوموړي د کندهار د دامان ولسوالي په هغه ښارګوټي کې چې د بېرته راستنو شویو لپاره جوړ شوی، د لیدنې پرمهال وویل: «اسلامي امارت د هغو افغانانو ستونزو ته جدي پاملرنه کوي چې له نورو هېوادونو راستانه شوي دي. موږ نه یوازې کورني امکانات ورته برابر کړي، بلکې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو د وضعیت څارنه هم کوو.»

زابل کې بېرته راستنېدونکو لپاره د دویم ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې

په زابل کې د بېرته راستنېدونکو د هستوګنې لپاره د دویم ښارګوټي د جوړېدو چارې په رسمي توګه پیل شوې. چارواکي وايي چې دا ښارګوټی په مرکز قلات کې جوړېږي.

نوموړي وویل، د زابل ښارګوټي کې  دننه شل جوماتونه، عیدګاه، وړکتون، مدارس، دارالعلوم، ۱۳ بلاکونه او ۱۳ کلینیکونه شامل دي.

په سترګو نابینا عبدالله؛ «که اقتصاد مې ښه وای، د بینایۍ لپاره مې هر کار کاوه»

عبدالله عزیزي د کابل ښار په یوه څنډه کې ژوند کوي. له ماشومتوب یې نړۍ د تیارو او رڼا ترمنځ بدلېږي، خو له یوه خوښ او هیله‌مند مخ سره، هغه د خپلو هیلو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.

عبدالله عزیزي ۲۶ کلن ځوان دی چې هر ګام یې یوه مبارزه ده؛ خو له ارامتیا او صبر څخه ډکه مبارزه.

میدان‌وردګ کې راستنېدونکو ته د ځمکې د وېش لړۍ پیل شوه

د میدان‌وردګ مرکز میدانښار کې د بېرته راستنېدونکو د هستوګنې لپاره د ۸۰۰ جریبه ځمکې د وېش بهیر پیل شوی دی.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا‌ء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني او د میدان‌وردګ چارواکو ګډون کړی وو.

یوه اوونۍ دوام؛ خوست کې د ۲۰ میلیونه افغانیو بند اوبو وړی

د خوست په ګربز ولسوالي کې د لېژې بند چې تېره پنجشنبه، ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی و، اوبو وړی او ویجاړ شوی دی.

د خوست ولايت مقام څخه نن چهارشنبه، غبرګول اوومه، په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لیژې بند، د زياتو اورښتونو او سېلابونو له امله مات او ویجاړ شوی دی.

د برښنايي وسایلو کارونې ماشومانو ته د کیسو ویلو دود کمرنګه کړی

په تېرو وختونو او کلونه وړاندې به د هېواد په ډېری سیمو په ځانګړې کلیو او بانډو کې د شپې پرمهال ماشومان د خپلو مشرانو له لوري د نکلونو او کیسو په اوردلو سره ویده کېدل. خو اوس مهال د ژوند ننګونو ډېری ماشومان د دې کیسو له اورېدو بې‌برخې کړي دي.

لوګر چارواکي: لیکوالان باید د ولس او هېواد پرمختګ لپاره لیکنې وکړي

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې بېګاه شپه له لیکوالانو او ځوانانو سره د هغوي د ستونزو او لاسته‌راوړنو په تړاو غونډه جوړه شوې وه.

جوړې شوې غونډې ته د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم وویل، د پخوا په پرتله دغه ولایت کې فرهنګي او علمي هڅې پراخې شوې دي.

پکتيا کې ۲۴۰ بې‌وزله کورنيو ته کوچني کاروبارونه برابر شول

د پکتيا کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولان وايي چې نن سه‌شنبه، غبرګولي شپږمه دغه ولایت کې پر۲۴۰ بې‌وزله او بې‌سرپرسته کورنيو باندې د کوچني کاروبارونو لپاره توکي وېشل شوي دي. نوموړی دغه‌راز زياتوي چې په دې کې ۴۱ هغه سوالګرې کورنۍ هم شاملې دي چې ځانګړې کمېټې له لوري په نښه شوې وې.