هلمند کې د طبیعي کبانو د ښکار په تور۱۳ کسان نیول شوي

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د یاد ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې ۱۳ کسان د کبانو ښکار پرمهال نیول شوي دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه کسان په مارجې، ګرشک او ګرمسېر ولسوالیو کې نیول شوي. په هلمند کې د طبیعي کبانو د نسل له‌منځه تلو مخنیوي په موخه د کبانو پر ښکار بندیز لګېدلی دی.

د پاکستان له زندانونو ۱۴ افغان بندیان خوشې شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۱۴ افغانان د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

یاد وزارت نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۱۴مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا کسان پرون د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي دي.

نهو میاشتو کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۲۷۷ قضیو ته رسېدنه شوې

د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد: «د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، هېڅوک نشي کولی چې پر خپلو ماتحتانو ظلم وکړي یا څوک له خپلو حقونو څخه محروم کړي، ځکه مقابل لوری کولای شي، په اسانۍ سره د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره نږدې ابتداییه محکمې ته لاړ شي.»

د دوو میاشتو پرمهال د برښنا برخه کې څه باندې اته میلیارډ افغانۍ پانګونه شوې

په خبرپانه کې زیاته شوې چې بلخ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید، هرات کې پنځه مېګاواټه لمریزې برښنا تولید، لغمان کې د لس مېګاواټه لمریزې برښنا تولید، هرات کې د ۴۳.۲ مېګاواټه بادي برښنا، ننګرهار کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید ترڅنګ، د کندهار د ختیځ برښنا سب‌سټېشن جوړول، د زابل کلات کې د برښنا سب‌سټېشن جوړول او د کجکي بند څخه کندهار ته د ۱۱۰ کیلوواټه برښنا د مزي غځول شامل دي.

ننګرهار کې د تېرکال په پرتله سږکال د څارويو بیې ټیټې شوي

د لوی اختر په رارسېدو سره ننګرهار ولایت کې زرګونه کسان د قربانۍ کولو په موخه د څارويو اخيستو لپاره د جلا‌ل‌اباد ښار مڼډوي ته راغلي، څو د قربانۍ لپاره څاروی واخلي. دڅارويو پلورونکي وايي سږکال په دغه ولايت کې د څارویو بيې د تېرکال په پرتله د پام وړ کمې شوي دي.

خوست کې بې‌سرپناه ښوونځي؛ د ۷۰ ښوونځیو نیم‌ګړې چارې دې بشپړې شي

د خوست په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د مخکیني نظام پرمهال د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د ۷۰ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې وې، خو لاهم نيمګړې پاتې دي.

د یاد ولایت د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د دغو نیم‌ګړو ودانيو چارې يوازې لس تر پنځلس سلنه پاتې دي.

د بایسکل نړیواله ورځ؛ د زړه، سرطان او نورې ناروغۍ کموي

د ملګروملتونو له لوري سږکال د جون درېیمه د «پایښت لرونکې راتلونکې لپاره د بایسکل چلول» په نوم نومولې ده. د ملګروملتونو سازمان وايي، نږدې دوه پېړۍ کېږي چې له بایسکل د لېږد رالېږد د یوې ساده او خورا کارونکې وسلې په توګه کار اخیستل کېږي.

له وطن لرې کډواله؛ «د شپې په یوازیتوب کې د کابل په اړه فکر کوم»

له خپل کور، کلي او هغې خاورې لرې چې په‌کې زېږېدلې، ورځ د یوازیتوب په احساس سره پیلوي. ۲۵‌کلنه سارا کابل کې رالویه شوې، خو نږدې څلور کاله وړاندې هېواد کې د سیاسي نظام له بدلېدو وروسته کاناډا ته کډواله شوه او اوس له ډېرو سختیو او هڅو وروسته توانېدلې چې له یوې نوې نړۍ سره ځان بلد کړي.

لوګر کې ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه پرانېستل کېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حیات حقاني لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مخابراتو او انټرنټې خدماتو څخه د څارنې او پياوړتیا لپاره سفر کړی دی.

حقاني د لوګر په مقام کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د خلکو اړتيا او مخابراتي برخه کې د ستونزو د حل په موخه دغه ولایت کې سږکال د بېلابېلو مخابراتي کمپنیو ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه پرانېستل کېږي.

غور کې یوې مېرمنې او خاوند قران‌الکریم خامک دوزي کړی

غور کې یوې مېرمنې او خاوند د تېرو شپږو کلونو پرمهال د قران‌الکریم ۳۰ جزه په پنځو جلدو کې په لاس لیکلی او خامک دوزي کړی یې دی.

دې جوړې همداراز نور لسګونه دیني اثار هم په لاس لیکلي او خامک دوزي کړي یې دي. دوی له مسوولانو غواړي چې هنري کارونو ته ارزښت ورکړي او اثار یې، ملي او نړیوالو نندارتونونو ته وړاندې کړي.»

ولې باید انټي‌بیوټیک په خپل‌سري توګه ونه‌کاروو؟

انټي‌بیوټیک یا د مکروب ضد درمل هغه درمل دي چې باکتریا وژني؛ خو د روغتیاپالانو په وینا، ناسم کارول یې نه یوازې درملنې سره مرسته نه‌کوي؛ په اوږد‌مهال کې کولای شي، بدن د دې درملو پر وړاندې مقاومت وکړي.

کابل کې د عمومي داخله ناروغیو متخصص ډاکټر قیس قیومي سلام‌وطندار ته وايي: «په خپل سري توګه د هر ډول درملو کارونه، زیانه لري. د انټي‌بیوټیک ډېر کارول، ښايي ډېر چټک غبرګونونه ولري او د ناروغ د مړینې لامل شي.»

د سلام‌وطندار نظرپوښتنه؛ یوازې ۲۰سلنه ځوانان افغانستان کې ځان خوښ بولي

د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې له ۵۰۰ ځوانانو سره د سلام‌وطندار د سروې پایلې ښيي چې ډېری ځوانان د غم او خوښۍ منځنی روحي وضعیت لري.

په دې نظرپوښتنه کې د ځوانانو د خوښۍ کچه د مقاس په توګه له لسو  نمرو اټکل شوې ده. د سروې ګډونوالو د خوښۍ احساس له یوه تر لسو په ټاکلو مشخص کړی دی؛ داسې چې یوه نمره د خوښۍ تر ټولو ښکته کچه او لس نمرې د خوښۍ تر ټولو لوړه کچه ښيي.

پکتیا کې لاریون‌کوونکي ا.ا ته: غزې ته مو د ورتګ لار هواره کړئ

يوه لاريون‌کوونکي محمدعمر فضلي وويل: «موږ د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوو چې غزې ته ورڅېرمه هېوادونو سره خبرې وکړي او د افغانستان په ګډون د نورو هېوادونو مجاهدينو ته غزې ته د ورتګ لاره ورکړي. موږ په زرګونه ځوانان تيار دي چې غزې ته ولاړ شي چې د غزې محاصره ماته کړي.»

یونېسف: روان کال ۱۲میلیونه افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» ویلي چې روان میلادي کال ۱۲ میلیونه ماشومان په افغانستان کې مرستو ته اړتیا لري.

یونېسف نن جمعه، غبرګولي نهمه، په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د نړۍ دویم هېواد دی چې اوسېدونکي یې بشرپاله مرستو ته اړمن دي.