د تېرو درې‌نیمو کلونو پرمهال افغانستان کې د ۸۰زره روږدو درملنه شوې

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله د عامې روغتیا وزارت مسوولانو کابل کې یوې غونډې ته وویل، تېرو شاوخوا درې نیمو کلونو پرمهال هېواد کې پر نشه‌يي توکو د ۸۰زره روږدو درملنه شوې ده. د ملګرو ملتونو سازمان د جون ۲۶مه له مخدره توکو سره د مبارزې نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.

لوګر کې ۴۵زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې

د یاد کمېسیون رییس شیر اقا پیر حبیب‌الله وايي، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له لوري په مرکز پل‌علم ، بره‌کي‌برک او خوښۍ ولسوالي کې ۴۵زره جریبه دولتي غصب شوې ځمکه راګرځولې ده. نوموړي زیاته کړه، راګرځول شوې ځمکه امارتي ثابته شوې او هیڅوک حق نه لري چې په یاده ځمکه کې کرکېله او یاهم هستوګنیز کورونه جوړ کړي.

د هېواد په اتو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تندو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت نن پنجشنبه، چنګاښ پنځمه، په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې اټکل کړی چې یادو ولایتونو کې د باران او بادونه احتمال سبا جمعه،  چنګاښ شپږمه شوی دی.

پکتیا کې د جوارو او شولو ۵۰ ننداریزې قطعې جوړېږي

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د جوارو او شولو ۵۰ ننداریزې قطعې جوړېږي.

د مسوولانو په وینا، دغه ننداریزې قطعې به په مرکز ګردېز، احمدابا، سیدکرم، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ، روحانی بابا، احمدخېل، ځاځي‌اریوب او څمکنیو ولسوالیو کې جوړې شي.

بلخ کې د معلولو ورزشکارانو ترمنځ د «لامبو وهلو» سیالي وشوې

د بلخ د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولان وایي چې یاد ولایت کې د معلولو ورزشکارانو ترمنځ د «لامبو وهلو» پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې.

دغه سیالي د «معلول محتاج نه‌دی، معتاد محتاج دی» په نوم نن پنجشنبه، چنګاښ پنځمه، د معلولو ورزشکارانو د جسمي وړتیا ښودلو په موخه جوړې شوې وې.

سراج‌الدین حقاني: ټول‌بښنه شوې اندېښنه مه‌کوئ

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني کاپیسا ته د خپل سفر پرمهال د یاد ولایت له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې ټول‌بښنه شوې او هېڅوک دې اندېښنه نه‌کوي.

نوموړي پرون چهارشنبه، چنګاښ څلورمه، یاد ولایت کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال همداراراز ټینګار کړی چې د پخواني حکومت مسوولان، کولای شي، خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

هرات کې ۸۵ الوتونکي طبیعت ته خوشې شول

د هرات محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې ۸۵ الوتونکي بېرته ازاد طبیعت ته خوشې شوې دي.

د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د مسوولانو په وینا، ۸۵ الوتونکي د الوتونکو د پلور بازار څخه راټول او د هرات لوېدیځ ځنګلي سیمو کې خوشې شوې دي.

د دغه ریاست د اړیکو مسوول حامد الهام وايي چې له دغه کار یې، هدف ازاد طبیعت ته د الوتونکو بېرته ورستنول او چاپېریال ساتنې څخه ملاتړ دی.

لوګر کې د لومړي ځل لپاره د ناوړه دودونو مخنیوي په پار مشاعره جوړه شوه

د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري بېګاه شپه په مرکز پل‌علم کې د لومړي ځل لپاره د ناوړه دودنو مخنیوي په پار مشاعره جوړه شوه.

په مشاعره کې د لوګر  سیمه‌ییزو چارواکو په ګډون د دغه ولایت شاعرانو، لېکوالانو او د شعر مینوالو ګډون کړی وو.

پکتيا کې درې کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیـول شوي

د پکتـيا امنيه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیول شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه درې کسان د جاني‌خېلو ولسـوالي د نشه‌یي توکو پر ضد منسوبـینو له لوري نیول شوي دي.

نږدې څلور کلونو کې ۳۱زره کسان د ازادې سیالۍ له لارې پر دندو ګومارل شوي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې چارواکي وايي چې  واک ته د سرپرست حکومت له رسېد راهیسې د تشو دولتي بستونو لپاره ۲۰۰زره ګډونوالو څخه په برښنايي ډول ازموینه اخیستل شوې چې له ډلې یې، ۳۱۰۰۰ کسان پر دندو ګومارل شوي دي.

له اسلام‌کلا بندر هره ورځ ۱۰زره افغانان هېواد ته راستنېږي

په هرات کې د اسلام‌کلا بندر د کمېساري مسوولان وايي چې له دغې لارې هره ورځ څه باندې لس زره افغانان له ایران څخه بېرته هېواد ته راستنېږي.

د اسلام‌کلا کمېسار حضرت زعیم اغا وايي چې ۷۰سلنه یاد افغانان په خپله خوښه او ۳۰سلنه هم د ایران له لوري په زور بېرته هېواد ته راستنول کېږي.

«د وېرې له امله د تاوتریخوالي پروړاندې غلې پاتې کېږو»

سلام‌وطندار ۱۲ ولایتونو کې له ۳۶ مېرمنو سره چې له تاوتریخوالي سره مخ شوي، د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری دغه مېرمنې د وېرې له امله خپل غږ نه‌ پورته کوي.

یادې مېرمنې وايي، د کورنۍ پاشېدو، اولادونو ته یې د زیان رسولو، د کورني تاوتریخوالي ډېروالي او له خاوند د جدا‌کېدو له وېرې یې، د تاوتریخوالي پر وړاندې خپل غږ نه‌دی پورته کړی.