ننګرهار کې د «لډو لوبې» پرسر شخړې له امله یو ځوان وژل شوی

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «لډو لوبې» پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله یوه ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دوی په وینا، پېښه د کامې ولسوالي اړوند د قلعه‌اخند سیمې کې د دوو کلیوالو تر منځ د لډو لوبې پر سر رامنځته شوې وه.

بادغیس کې ۱۵۰ ځوانان له حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ۱۵۰ ځوانان له بېلابېلو حرفوي او مسلکي زده‌کړو فارغ شوي دي.

دغه ځوانانو ته د خیاطي، موټرسایکل جوړولو او موبایل ترمیم برخه کې حرفوي او مسلکي زده‌کړې ورکول شوي دي.

د سړې ډوډۍ پېر او پلور؛ هغه بازار چې ناچارۍ تود ساتلی

د کابل ښار د پل‌خشتي سړک په یوه څنډه کې د موټرو او خلکو ګڼې‌ګوڼې ترمنځ یوشمېر هغه کسان تر سترګو کېږي چې سړه ډوډۍ پلوري.

بې‌وزله کسان د دوی په شاوخوا راټول شوي؛ یو یې د بیې په اړه پوښتنه کوي او یوشمېر یې د سوځېدلې او سړې ډوډۍ له‌منځه هغه ډوډۍ راټولوي چې لږ سوځېدلې او یو څه نرمه وي.

بلخ کې له انسان تښتونکو یو ماشوم ازاد شوی

د بلخ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو پرمهال یو دولس کلن ماشوم له انسان تښتونکو ژغورلی دی.

د بلخ امنیه قومنداني وايي چې دغه ماشوم نن یکشنبه، د چنګاښ ۲۲مه، د یاد ولایت د والي په حضور کې خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

کرنیزه روزنه؛ کروندګر: حاصلات مو ۴۰سلنه لوړ شوي

افغانستان کې کرنه د عاید یوه مهمه سرچینه بلل کېږي چې ډېری کسان په مسلکي او غیررسمي ډول په‌کې بوخت دي. افغانستان کې ډېری بزګران مسلکي روزنې ته لاسرسی نه‌لري چې له امله یې د دوی د حاصلاتو څخه د ګټې پر ځای زیانونه رامنځته کېږي، خو هغه بزګران چې روزنه یې، ترلاسه کړې، عاید یې، د پام وړ زیات شوي دي.

ملګري ملتونه افغانستان کې ۱۶۵ ممیزخونې جوړوي

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ممیزو لپاره د ۱۶۵ خونو د جوړولو چارې روانې دي.

یاد بنسټ نن یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پروژه د نړیوال بانک په ملاتړ پلې کېږي.

بېرته راستنېدونکو ته په ۲۵ ولایتونو کې ۳۵ ښارګوټي جوړېږي

د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستانه شویو کورنیو ته ۳۵ ښارګوټي جوړېږي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ویلي، ټاکل شوې چې دغه ښارګوټي پر ۱۲۰زره جریبه ځمکه ورغول شي.

کډوالو وزارت: ایران دې د افغانانو له ځورونې لاس واخلي

پر ټولنیزو رسنیو ایران کې د دغه هېواد د پولیسو له لوري افغان کډوالو سره د ناسم چلند اړوند تصویرونو او ویډیوګانو له خپرېدو سره هم‌مهاله د کډوالو چارو وزارت له تهران غوښتنه کړې چې د افغانانو له ځورونې او د دوی پروړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

روسیه: مسکو به له اسلامي امارت سره همکاریو ته دوام ورکوي

نوموړې وویل: «روسیې تل افغانستان سره له متقابلو همکاریو چې د دواړو هېوادونو د ولسونو په ګټه دي ملاتړ کړی او دې کار ته دوام ورکوي. د مسکو وروستۍ پرېکړې د کابل اوسنیو چارواکو سره د شراکت لارې پرانیستې. د سفیرانو د اعتبارلیکونو وړاندې کول او ترلاسه کول هم داسې یوې پروسې تاییدي کوي چې وروستیو کلونو کې ټولو ته څرګنده وه.»

لوړ ولور؛ د کندوز ځوانان: د لګښتونو له امله مو د واده خوبونه نیمګړي پاتي

کندوز کې یوشمېر ځوانان وايي، د لوړ ولور او د واده د مراسمو د لوړو لګښتونو په څېر د ناسمو دودونو له امله نه‌شي کولای چې واده وکړي.

که څه هم ډېری ځوانان غواړي له خپلې خوښې نجلۍ سره ګډ ژوند پیل کړي؛ خو د لوړو لګښتونو او مالي فشارونو له امله، د کورنۍ جوړولو خوبونه یې نیمګړي پاتې کېږي.

ننګرهار کې د ګرمۍ څپې او ناسم خوراکي رژیم ښځو ته ناروغۍ پیدا کړي

ننګرهار کې یوشمېر نجونې وايي چې د ګرمۍ، د برښنا نشتوالی، د خوړو ناسم رژيم او د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د ژوند فشارونو پر یو لړ ناروغیو اخته کړي دي.

دوی وايي چې د یادو فشارونو له کبله د فشار له ښکته‌کېدو، بې‌حالۍ، تبې، سرخوږۍ او فزيکي کمزورتیا سره شوي دي.