هرات کې د «کوفي لیک» د اثارو لومړنی نندارتون جوړ شوی

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت د خطاطانو انجمن په همکارۍ، د «قلم ځلا» تر سرلیک لاندې د «کوفي خط» لومړنۍ نندارتون نن (دوشنبه، زمري ۱۳مه) پرانېستل شوی دی.

د نندارتون جوړوونکی، سیدشمس‌الدین نوري‌زاد وايي، په دې نندارتون کې ۴۵ هنري اثار د «کوفي خط» په بېلابېلو سبکونو، په ځانګړي ډول د لومړي هجري قرن دودیز سبکونو، نندارې ته کېښودل شوي دي.

ایران جولای میاشت کې پنځه افغانان اعدام کړي

د ایران د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» مسوولان وايي چې ایران د تېرې جولای میاشتې پرمهال د دغه هېواد په زندانونو کې پنځه افغانان په دار ځړولي دي.

دغه سازمان «یکشنبه، زمري دولسمه» په یوه راپور کې ویلي چې د ایران په زندانونو کې د ۹۶ کسانو د اعدام حکم اجرا شوی دی.

د راپور پر بنسټ، اعدام شوي کسان د نشه‌يي توکو، وژنې، جنسي تیري او سیاسي فعالیتونو په تور نیول شوي وو.

خوست ښاروالي په ۵.۷ میلیونه افغانیو د «۷ ناحیې ادارې» ته نوې ودانۍ جوړه کړه

د خوست ښاروالي مسوولان وايي چې د ۵.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوومې ناحیې اداري ودانۍ جوړه او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

د خوست ښاروالي څخه په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ښاروالي اړوند اوومې ناحيې لپاره اداري وداني د ۵.۷ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړه او نن «یکشنبه، زمري ۱۳مه» ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوه.

ولایتي روغتون کې د ځای کمښت؛ د غزني اوسېدونکي: ناروغان خېمه کې بستروي

د غزني یوشمېر اوسېدونکي او ناروغ‌لرونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد ولایت، ولايتي روغتون د ناروغانو  درملنې او معاینې لپاره کافي ځای نه‌لري او ناروغان کوچنیو خونو او په لنډمهاله توګه یې، درملنه کېږي.

د غزني اوسېدونکی رامین وايي چې ناروغانو او ناروغ‌لرونکو ته ورکړل شوې کوچنۍ خونې، د مراجعه‌کوونکو په پرتله په نشت حساب دي.

لوګر کې د ۵زره ناروغانو د سترګو وړیا درملنه پيل شوه

 د لوګر عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «نائب‌امین‌الله خان لوګري» درې سوه بسترېز روغتون کې د سترګو ناروغانو د درملنې لپاره لنډمهاله کمپ پرانېستل شوی دی. ده وویل، د سترګو بې وزله او اړو ناروغانو ته په دې پروګرام کې لمړیتوب ورکول کیږي او ټوله درملنه یې په وړیا ډول ترسره کیږي.

د لوګر عینک‌ مسو کان د استخراج چارې پیلېږي

د لوګر محلي چارواکو او د ام‌سي‌سي چینایي شرکت مسوولانو د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې د عینکو مسو کان د استخراج پر وړاندې ټولې ستونزې هوارې شوې او ډير ژر به د یاد کان د مسو عملي استخراج پيل کړي.

د عینکو مسو کان کې په دې اړه جوړې شوې یوې غونډه کې د لوګر چارواکو په ګډون د چین سفارت استازو، ام‌سي‌سي شرکت مسوولانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

میرویس عزیزي: سیاسي برنامې نه‌لرم، غواړم ملت سیال کړم

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وايي چې هېواد کې سیاسي موخې نه‌لري او په وینا یې، یوازینی هدف یې، له سیالانو سره د خپل ولس سیال کول دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن شنبه، زمري یوولسمه، کابل کې د لس میلیارډ ډالرو په ارزښت د «لس زره مېګاواټه برښنا» د تولید تفاهم‌لیک د لاسلیک غونډه کې وکړې.

عبدالطیف منصور: امارت د ملت د دردونو د درملنې لپاره هڅه کوي

د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور وايي چې امارت د ملت دردونه درک کړي او د درملنې لپاره یې هڅې کوي.

نوموړي دغه څرګندونې نن شنبه، زمري یوولسمه، کابل کې د لس میلیارډ ډالرو په ارزښت د «لس زره مېګاواټه برښنا» د تولید تفاهم‌لیک د لاسلیک غونډه کې وکړې.

هېواد کې د ۱۰میلیارد ډالرو په ارزښت د برښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه

د اوبو او انرژۍ وزارت عزیزي شرکت سره د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره میګاواټه برښنا د تولید هوکړه‌ لاسلیک کړه.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، افغانستان د برښنا تولید لپاره ښې سرچینې لري چې کار او پانګونې ته اړتیا لري.

هلمند کې یو «کاهن» نیول شوی

په هلمند کې د امربالمعروف و نهې عن‌المنکر ریاست اړوند چارواکو د ناوې ولسوالي اړوند سیمه کې یو کاهن نیولی دی.

د چارواکو په وینا، دغه کم عمره ماشوم به د پېریانو د تسخیر او د غیبي خبرو ادعا کوله او په دې پلمو به یې، له خلکو پیسې اخیستې.

د هلمند د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست چارواکي وايي، یاد کس چې یو کم عمره هلک دی، له څه مودې راهیسې یې ځان پیر معرفي کاوه او خلکو ته به یې ویل چې پېریان یې تسخیر کړي دي.

له سپین‌بولدک څخه پاکستان ته د ۱۵۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

د کندهار سپین‌بولدک ولسوالي کې چارواکو د یوه ګډ کمپاین په ترڅ کې هغه هڅه شنډه کړه چې قاچاق‌وړونکي غوښتل شاوخوا ۱۵۰۰ پسونه له افغانستان څخه پاکستان ته قاچاق کړي.

چارواکي وايي، یوشمېر کسانو غوښتل یاد پسونه له فرضي کرښې څخه هاخوا، پاکستان ته قاچاق کړي، خو د دوی هڅه د ځایي ادارو له‌خوا پر وخت شنډې شوې.

میدان‌وردګ کې په نږدې ۱۳میلیونه افغانیو د درېوو پروژو چارې پيل شوې

د میدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د درېوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د تطبیق چارو امر محمدسلیم بریالي سلام‌وطندار ته وویل چې دا پروژې د جغتو ولسوالي په ابطله او ادینه کلیو کې پلې کېږي چې په‌کې دوه لس متري پلونه او ۶،۸ کیلومتره کلیوالي سړک شامل دي.

د اوچا ارزونه؛ بېلابېلو لاملونو افغانستان کې د مرستورسولو بهیر ټکنی کړی

دغه راپور د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو اړوند دی. د اوچا موندنې ښيي چې اداري محدودیتونه، چاپېریالي ننګونې او په ځینو برخو کې د حکومت لاسوهنې، هېواد کې د مرستو بهیر کمزوری کړی. بل‌خوا د اقتصاد وزارت وايي، افغانستان کې نړیوالې مرستې د یادو بنسټونو له لوري کېږي او سرپرست حکومت په‌کې لاس نه‌لري.

روزګان کې ۶۹۹ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

په روزګان کې د کلیو بیارغونې ریاست تر څار لاندې دECO  موسسې په  مالي ملاتړ او د MEDAIR  مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دهراوود ولسوالي په دورشانک کلي کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

مهاجر فراهي: نور د جګړو او افغانان د وچکالي له امله بې‌‌ځایه کېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي د سلام‌وطندار له لوري د «اقلیمي بدلون څرنګوالي کې د رسنیو ونډه» تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډه کې وویل چې د هېواد ډېری برخې د اقلیمي بدلون له کبله اغېزمنې شوې دي.

د نوموړي په وینا، په نورو هېوادونو خلک د جګړو له امله بې‌ځایه کېږي، خو په افغانستان کې وچکالي د خلکو د بې‌‌ځایه کېدو لامل شوې ده.

بدخشان کې په لومړي ځل د ډله‌ییز واده مراسم جوړ شوي

بدخشان کې د لومړي ځل لپاره ۲۲ جوړو ته د ډله‌ییز واده مراسم جوړ شوي دي. د ډله‌ییز واده دغه مراسم د «اروین» بنسټ له لوري برابر شوي و.

د یاد بنسټ مشر شبیراحمد احمدي وايي چې دغه ډله‌ییز واده یې، د هغو ځوانانو لپاره جوړ شوی کړی و چې د اقتصادي ستونزو له امله یې، د واده د مراسم لګښتونه نشوای برابرولی.