بلخ کې په ۳۹ میلیونه افغانیو د یوه سړک د سفالت چارې پیل شوې

د بلخ محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز د مزارشریف ښار کې د ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د اسفالت چارې پیل شوې.

د یادې پروژې کار د ښار د انکشافي بودیجې له لارې کېږي او چارې یې، د محلي چارواکو په شتون کې په رسمي توګه پیل شوې.

د قبایلو چارو وزارت سرپرست کابل کې د ایران له سفیر سره لیدلي

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست ملا نورالله نوري په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیګدلي سره کتلي او پر بېلابېلو موضوعاتو یې، خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران تر منځ د ښه اړیکو پر بنسټ د اقتصادي پراختیا، متقابل باور، سیمه‌ییزو مسلو او د لاښې همغږۍ د رامنځته کولو په اړه خبرې بحث او خبرې وکړې.

له هرات څخه بهر ته د «تازه مېوو» صادرات ډېر شوي

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې د دې ولایت تازه مېوې اوس په پراخه کچه نړیوالو بازارونو ته صادریږي.

د یادې خونې اجرائیوي رییس، محمدیوسف امین سلام‌وطندار ته وايي چې د روان کال د لومړنیو پنځو میاشتو په جریان کې د هرات تازه مېوو صادرات ۵۴۴ ټُنه او ۷۲۲ کیلوګرامه ته رسېږي، پداسې حال کې چې په ورته موده کې د تېرکال صادرات یوازې ۷۲ ټنه وو.

جلال‌‌اباد کې د اوبو کمښت؛ خلک: کرنیزو ځمکو او موټر وینځلو ستونزه جوړه کړې

عبدالشکور د جلال اباد د ښار شپږمې ناحیې د خالص فامیلیو سیمې اوسیدونکی دی. نوموړی وايي په کور کې د څښاک د اوبو ژوره څاه یې له دې امله وچه شوې چې په سیمه کې کروندګرو د کرنیزو ځمکو د اوبه کولو لپاره ژورې څاه‌ګانې کیندلي او ټوله ورځ د لمریزې برښنا په مرسته اوبه کېږي.

د هېواد ختیځ زون کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ اعلان کړی چې د هېواد په ختیځ زون کې د ماشومانو د فلج (پولیو) پر ضد د واکسین کمپاین پیل شي.

دغه بنسټ نن چهارشنبه، وږي پنځمه ویلي چې د پولیو ضد دغه کمپاین به د هېواد په ختیځو ولایتونو کې راتلونکې شنبه پیل شي.

ارغندي کې د مسافروړونکي موټر چپه‌کېدل؛ ۲۵ کسان مړه او ۲۷ ټپیان دي

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره، د ارغندي څلور لارې په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله لږترلږه ۲۵ کسان مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې دا پېښه نن چهارشنبه سهار (وږي پنځمه) د موټر چلوونکي د «بې‌احتیاطۍ» له امله رامنځته شوې ده.

د لوګر والي:  ا.ا د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی

د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي د دغه ولایت د رسنیو مسوولانو او ژورنالېستانو سره په یوه ګډه غونډه کې ویلي چې اسلامي امارت د هېواد په کچه د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی. نوموړی دغه‌راز د لوګر له خبریالانو وغوښتل چې د پېښو پرمهال حقیقت پټ نه‌کړي او د ولس ستونزو ته په بې‌طرفه توګه پوښښ ورکړي.

غور کې ډاکټران: مېرمنې باید د تخم‌دان کیست ناروغي نښې جدي ونیسي

غور کې ډاکټران وايي چې مېرمنو کې د «تخمدان کیست» عامه ناروغي ده چې پر تخم‌دان  او د تخم‌دان دننه رامنځته کېږي. په ځانګړي ډول د اومېندوارۍ پرمهال د هر عمر کچې مېرمنې ورسره مخ شي.

د نسايي-ولادي برخې ډاکټره فریبا مشفق سلام‌وطندار ته وايي چې د یادې ناروغي نښې او نښانې د غېټې لاندې درد، د خېټې نفخ، د میاشتني عادت بې‌نظمي، خون‌ریزي او د پښو دردونه دي.

کابل کې یوه ځوان په ۱۵۰زره ډالرو پانګونې سره مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

کله چې اړتیا ډېره شي، شکایتونه پورته کېږي، خو بلخ کې یوه ځوان له وزګارتیا او ننګونو سره سره د مبارزې لار خپله کړې او غواړي د ښکلا او جلدي برخه کې د بریالیتوب لوړو څـوکو ته ورسېږي.

عبدالرحمن شیرزاد چې ۳۱کاله عمر لري، کابل کې د بلاویتا په نوم د خرڅلاو ځای په ۱۵۰زره امریکايي ډالرو جوړ کړی دی.

اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف اعلان کړی چې اروپايي ټولنې د افغانستان د ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

د یونېسف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ستنېدو له امله پر ماشومانو د ملاتړ خدماتو فشار زیات شوی دی.

له ایران او پاکستان راستانه شوي: وزګارتیا او د سرپناه نشتوالي سره مخ یوو

فضل محمد د غور د تیورې اوسېدونکی، له څلورو کلونو کار او ژوند وروسته درې میاشتې مخکې له ایران څخه هېواد ته راستون شوی او اوس له خپلې کورنۍ سره یوځای خپل کلي کې اوسېږي.

هغه وایي، نه یوازې د کور او کار ټولې تیارۍ یې له لاسه ورکړې، بلکې هغه پیسې چې د کور د مالک او د کار د خاوند سره یې لرلې، هم ترې پاتې شوې دي.

بلخ کې ۶۰ جوړو ته د ډله‌ییز واده مراسم نیول شوي

د احساس ټولنیزې موسسې مسؤل، عبدالفتاح جواد په دې اړه وویل چې دغه پرېکړه یې، د هغو ځوانانو د ملاتړ لپاره کړې چې له کلونو راهیسې د مالي ستونزو له امله د واده مراسم ته په تمه وو.

هغه زیاته کړه: «په دې مراسمو کې شاوخوا یو میلیون افغانۍ مصرف شوي او د هرې جوړه لپاره د کورنۍ ځینې اساسي وسایل هم ورکړل شوي دي.»

لوګر کې معلولیت‌لرونکي له حکومت څخه د کار او زده‌کړو غوښتنه کوي

د لوګر والي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له کڼو او ګونګېانو سره لېدنه وکړه او ژمنه یې کړې چې د دوی ستونزو ته به رسېدنه وشي.

له بېلابېلو ولایتونو څخه لوګر ته راغلیو کڼو او ګونګیانو د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي څخه وغوښتل چې دوی ته په خپلو ولایتونو کې د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي.