هراتۍ نجونې د «تذهیب هنر» کې د هیلو څرک لټوي

په داسې حال کې چې پر افغانو نجونو د ژوند محدودیتونه سیوری غوړولی، په هرات کې یوشمېر نجونې د تذهیب هنر ته مخه کړې ده. دوی د رنګ او قلم په ژبه خبرې کوي او د دې هنر تر سیوري لاندې د خپلې راتلونګې لپاره د هیلو او ارامۍ لټون کوي.

د دغو نجونو په وینا، هنر ورته د تیارو او ورځ تر بلې د زیاتېدونکو محدودیتونو پر وړاندې یو امن پناه ځای ګرځېدلی، چېرې چې د خلاقیت او ښکلا له لارې خپلې هیلې ژوندۍ ساتي.

د کونړ زلزله؛ ۱۴۱۱ کسان مړه او ۳۱۲۴ ټپیان دي

د کونړ په بېلابېلو ولسوالي کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو او ټپیانو شمېر خورا لوړ شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن سه‌شنبه، وږي یوولسمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په کونړ کې د شوې زلزلې له امله ۱۴۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز په شوې زلزله کې ۳۱۲۴ کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۵۴۱۲ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

پنجشېر کې په څه باندې ۱۰۷زره ډالرو ۶زره او ۴۸۵ قیراط زمرد وپلورل شول

د پنجشېر محلي مسوولان وایي چې د یاد ولایت له کانونو څخه ایستل شوي ۶زره او ۴۸۵ قیراط زمرد (نن سه‌شنبه،د وږي ۱۱مه) د ازادې داوطلبۍ له لارې په ټولیزه توګه په ۱۰۷زره او ۵۵۹ امریکایي ډالرو پلورل شوي دي. د نوموړي په وینا، وړاندې شوي زمرد د کریت په بڼه او د کانونو د څارنې د استازو په حضور کې سوداګرو ته د پلور لپاره وړاندې شول چې د هېواد له بیلابیلو ولایتونو یې په دې بولۍ کې ګډون کړی وو.

محمداشرف غني: د یو بل ترڅنګ باید ودرېږو او ګډ اقدامات وکړو

نوموړي اېکس‌پاڼه لیکلي: « د طبیعي ناورینو لړۍ د سېلابو په بڼه په همدغو سیمو او دغه راز خیبر پښتونخوا کې له څه مودې را روانه ده او ښیي چې طبیعت او ناورین د انسان په لاس کښل شوې لیکې نه پېژنې او د خپلو قوانینو له مخې چلند کوي او ځکه د هغو له عواملو او عواقبو سره مقابله باید په همدغو اصولو او خپلمنځي لاسنیوي وشي.»

ایران د هېواد ختیځ کې زلزله‌ځپلو سر د مرستې چمتووالی ښودلی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځ کې د شوې زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو په تړاو خواشیني ښودلې او د هر ډول مرستې لپاره یې، د چمتووالي اعلان کړی دی.

یاد وزارت نن دوشنبه، وږي لسمه پر خپله اېکس‌پاڼه له افغان حکومت او ولس سره د ایران حکومت د خواخوږۍ پیغام وړاندې کړی دی.

پنجاب کې سېلابونو لږترلږه ۳۳ کسان مړه او ۲ میلیونه اغېزمن کړي

د پنجاب د صوبایي بېړني حالت د مدیریت رییس عرفان علي کټیا وايي چې د سختو سېلابونو له امله لږترلږه ۳۳ کسان مړه شوي او دوه میلیونه نور خلک اغېزمن شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د پنجاب درې لویو سیندونو ستلج، راوي، او چناب د اوبو کچې لوړېدو سره مخ دي او د ژغورنې او مرستندویه عملیات روان دي.

مصنوعي ځیرکتیا؛ د زده‌کړییزو بنسټونو لپاره ګواښ یا د ځوانانو د ځواکمنتیا لار؟

سلام‌وطندار له ۴۵ ځوانانو سره د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې مرکې کړې دي او د دوی بېلابېل نظرونه یې راټول کړي دي. له دې ډلې ۲۴ ځوانانو ویلي چې مصنوعي ځیرکتیا (هوش مصنوعي) د دوی د زده‌کړې او ظرفیت لوړوالي لامل شوی، خو نهو نورو بیا برعکس ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا پهکارولو سره یې خپل ظرفیتونه کمزوري شوي دي. همدارنګه ۱۲ نورو ټینګار کړی چې ځوانان باید د مصنوعي ځیرکتیا کارول منظم مدیریت کړي.

بلخ کې د یوه هوټل پر جوړولو دوه میلیونه ډالر لګول شوي

په مزارشریف ښار کې د «بلخ کانټینینتال» په نوم یو معیاري او عصري د واده‌ هوټل د شاوخوا دوه میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی چې نن جمعه، وږي اوومه په رسمي توګه پرانېستل شو.

د دې هوټل عمومي مسوول حفیظ طاهري  وايي چې د یادې پروژې موخه د ځوانانو د اړتیاوو پوره کول او د کورنیو اقتصادي ستونزو په پام کې نیول دي.

هلمند کې په ۳.۲ میلیونه ډالرو یو پُل جوړېږي

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالبار راشد وايي، د «هلمند بولان ساختماني او سرک جوړونې شرکت» سره د دغه پُل د جوړولو رسمي قرارداد د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي او د شرکت مسوولانو له‌خوا د ۳،۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی.

دنده‌لرونکې مېندې: قانون شته، خو کاري چاپېریال کې ورکېږي

یوشمېر دنده لرونکې مېندې سلام‌وطندار ته وايي چې په کار ځای کې یې، ځینې حقوق نه‌ورکول کېږي. دوی وايي چې د کار قانون پر بنسټ باید د شیدو ورکوونکو مېندو کاري ساعتونه باید کم شي، د ماشومانو د پالنې مرکزونه فعال وي او ټرانسپورټ ولري، خو په وینا یې، کاري چاپېریال کې د دې کارونو نشتوالي، دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.

«زما ډیجیټلي سلاکار» مصنوعي ځیرکتیا سره د یوه زده‌کړیال زړه‌راښکوونکې کیسه

احسان الماس د پاکستان په اسلام‌اباد پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي زده‌کړیال دی چې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې او ګټې‌اخیستنې زړه راښکوونکی داستان لري.

هغه پاکستان کې د یوه ملګري په مرسته له مصنوعي ځیرکتیا سره بلدتیا پیدا کړه او د زده‌‌کړو په دې سفر کې یې، بې‌ساری ملګری شو.

 لوګر کې یو کس د دوو کسانو د وژنې په تور نیول شوی

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د روانۍ اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د محمداغې ولسوالي په «دهنو» کلي کې له ایران څخه تازه راستون شوی حفیظ الله چې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی و، قاتل یې نیول شوی دی.

 د خوړو نړیوال پروګرام لوګر کې خپلې مرستې بېرته پیل کړې

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له څلور میاشتني ځنډ وروسته بیاځلې د دغه ولایت له بې‌وزله کورنیو سره خپلې مرستې پيل کړې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسؤل صبغت‌الله نائب‌خېل سلام‌وطندار ته وویل، خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې کمښت له امله لوګر کې له بې‌وزله کورنیو سره مرستې ځنډولې وې.