
د کندهار سپینبولدک ګمرک ته څه باندې زر جریبه ځمکه وسپارل شوه
د اسلامي امارت مشرتابه په لارښوونه د کندهار په سپینبولدک ولسوالي کې د ګمرک د جوړولو لپاره څه باندې زر جریبه ځمکه د یاد ولایت د ګمرک ریاست ته په رسمي توګه سپارل شوې ده.

د اسلامي امارت مشرتابه په لارښوونه د کندهار په سپینبولدک ولسوالي کې د ګمرک د جوړولو لپاره څه باندې زر جریبه ځمکه د یاد ولایت د ګمرک ریاست ته په رسمي توګه سپارل شوې ده.

د سرپرست حکومت رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او مل پلاوي سره نن چهارشنبه، زمري ۲۹مه، په ګلخانې ماڼۍ کې لیدلي دي.
محمدحسن اخند په دې لیدنه کې ویلي، چین او افغانستان دوه ښه او اوږدمهالي ملګري دي او په وینا یې، په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په اړه د چین د مثبت دریځ، ملاتړ او د همکاریو ستانه کوو.

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس مولوي فیضالله جوهري د عینکو کان له لرغونو سیمو او اثارو څخه لېدنې پرمهال وویل، د یاد کان ملکي او نظامي مسوولانو سره د لیدنې پرمهال د عینکو کان د استخرج او لرغونو اثارو د راسپړلو برخه کې باید اړونده مسؤولین لرغونو سیمو او اثارو ته پاملرنه وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي مطيعالله عابد سلاموطندار ته وویل چې یاد سایټونه مرکز ته اړوند بابوس او پادخواب شانې او دغه ډول د برکيبرک ولسوالي اړوند پنده او د محمداغې ولسوالي اړوند شېخک سیمو کې جوړیږي چې له بشپړېدو وروسته به د سیمې زرګونه اوسېدونکي، مخابراتي او انټرنیټي خدماتو تر پوښښ لاندې راشي.

د هرات ځایي چارواکي وایي چې د هرات – اسلامقلعه پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷۶ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د هرات د والي ویاند، محمدیوسف سعیدي ویلي چې تېره ورځ (سهشنبه، د زمري ۲۸مه) ماښام، ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر له اسلامقلعه څخه کابل ته روان و چې پر لویه لاره لومړی له یو موټرسایکل او بیا له یوه بار وړونکي (مازدا) موټر سره ټکر وکړ او وروسته یې، اور واخیست.

د بادغیس محلي چارواکي وايي، د خوړو نړیوال پروګرام «WFP » په مالي ملاتړ د یاد ولایت په مرکز قلعهنو کې «د انعطاف او خوراکي سېسټمونو د پیاوړتیا» په نوم پروژه پيل شوې ده.

د خوست ښاروالي د تخنیکي او سکتوري امریت آمر، انجینیر جاوید جمشید وايي چې ياده پروژه د ښاروالي له پراختیایي بودیجې څخه پلې شوې او شاوخوا ۲۷ ميليونه افغانی لګښت پرې راغلی دی.
ياده پروژه کې د ښار په دویمه او درېیمه ناحیه کې ۵۳۰ متره سړک، ۵۷۹ متره لښتي او ۸ پلچکونه جوړيدل شامل وو چې ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.

د اسلامي امارت د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري فصېحالدین فطرت وايي چې دا څلورم کال دی چې افغانان په بشپړه خپلواکي کې ژوند کوي او دا هېواد نه اشغالېدونکی دی.
نوموړي دغه څرګندونې نن سهشنبه، زمري ۲۸مه، له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي.

د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست مشر عبدالحق وثیق وايي، هغه استخباراتي کړۍ چې هېواد کې له بهر څخه تمویلېږي، لهمنځه به یوړل شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن سهشنبه، زمري ۲۸مه، له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي.
د نوموړي په وینا، اوسنی حکومت قوي اراده لري او چاته اجازه نهورکوي چې په کور دننه مخالفت وکړي.

اسلامي امارت له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې په ویاړ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ځوانان او نوی نسل دې د اشغال پر وړاندې په کلکه ودرېږي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمدیعقوب مجاهد وايي، که د نړۍ هېوادونه د افغانستان لپاره بده اراده لري، نو له دې ارادې دې تېر شي.
نوموړي وویل چې روس او چین دې هم دا فکر نهکوي چې امریکا به د دوی پر ضد کړنې کوي او نه دې هم امریکا دا فکر کوي.

بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۶مې کليزې نمانځغونډه کې وویل، هغه کسان چې په خپلو هېوادونو کې د اسلامي امارت پر غونډې رابولي، باید پوه شي چې د دوی له لوري د کيندل شوي کوهي پر لاره به د دوی هم کار شي.

هغه وویل: « د هېواد په هر فرد فرد دا لازم دي، چې د خپلواکۍ په ساتلو کې تر خپله وسه پورې خپل کوشش وکړي، تر څو د چا د خبرو تر تاثیر لاندې رانشي، موږ باید د پردیو دسیسو ته هوښیار واوسو او د دوی د هر بد عمل په وړاندې ودریږو او هیچاته اجازه ورنه کړو چې زموږ په چارو کې مداخله وکړي.»

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له بهر مېشت افغانانو غوښتنه وکړه چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
هغه دغه څرګندونې نن سهشنبه، زمري ۲۸مه، له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي.

د روان کال له پیل راهیسې د متحده ایالاتو د مرستو د بندیدو، د میلیونونو افغان کډوالو د بېرته ستندېدو او د اقلیمي بدلونونو د اغیزو په ترڅ کې، په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیاوې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي.
ځینې مرسته کوونکې هېوادونه، هېواد کې د واکمنو چارواکو د مداخلې د اندیښنو له امله، د بشري مرستو د دوام په اړه کم لېواله شوي دي.

د کندهار ښار په پنځمه او لسمه ناحیو کې د ۴۰ بېوزلو، بېسرپرسته او معلولو وګړو کورنیو ته «وزې» ورکړل شوي دي.
دغه مرسته د افغانستان لپاره د پایښتلرونکي معیشت موسسې په تخنیکي همکاري شوې ده. د کندهار مالدارۍ امریت استازي حافظ حمیدالله سلاموطندار ته وویل، د نوملیکنې بهیر دوه میاشتې وړاندې پیل شوی و او اوس هرې مستحقې کورنۍ ته دوه-دوه وزې ورکړل شوې دي.