له ۲۴مېرمنو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ ډېرې یې کارځای کې تبعیض سره مخ دي

افغانستان کې مېرمنې که څه هم ډېرو کمو برخو کې د کار کولو اجازه لري او هغه چې د دندو پر موندلو بریالۍ شوي، له دوه ګوني چلند او تبعیض سره مخ دي.

سلام‌وطندار په دې راپور کې له ۲۴ دنده لرونکو مېرمنو سره مرکې کړي چې موندل شوې دوه پر درېیمه برخه دغه مېرمنې، کاري چاپېریال کې له بېلابېلو نابرابرو سره مخ دي او د دندې د له لاسه ورکولو له وېرې، اړ شوي چې چوپتیا غوره کړي.

ډاکټران: اومېندوارۍ کې د موبایل کارونه د مور او ماشوم روغتیا ته زیان رسوي

د کونړ یوشمېر ډاکټران وايي، د اومېندوارۍ پرمهال د موبایل ډېره کارونه، د مور او ماشوم روغتیا زيانمنوي چې ورسره د مور بې‌خوبي، فشار ټېټېدل او عضلاتو دردونه پيدا کېږي.

د مرکز اسعداباد ولايتي روغتون کې داکټره پلوشه وايي، د اومېندوارۍ پرمهال د موبایل زيات استعمال د جنين وده او حجرې زيانمنوي او د مور او ماشوم پر روغتیا ناوړه اغېزې لري.

هلمند کې په نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو یوه خصوصي روغتون په فعالیت پیل وکړ 

د مور او ماشوم د ځانګړو خوندي خدمتونو ترڅنګ به دا مرکز په داخله برخه کې هم ناروغانو ته درملیز خدمتونه وړاندې کړي. مسوولان وايي، د روغتون ۹۰سلنه پرسونل به ښځینه وي، څو مېرمنو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو کې لازیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

د نظرونو اختلاف؛ د افغانستان په تړاو د ملګروملتونو ناسته بې‌پایلې پای ته ورسېده

ناسته د ملګروملتونو لپاره د سرمنشي ځانګړي استازي د راپور له وړاندې کولو سره پیل شوه چې په‌کې د افغانستان د بشري کړکېچ ترڅنګ د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو یادونه شوې وه؛ خو وروسته دا ناسته د نړیوالو قدرتونو او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د اختلاف ډګر وګرځېده.

پنجشېر کې د روغتیايي مرکزونو له کارکوونکو دیني ازموینه اخیستل شوې

د پنجشیر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د یاد ولایت له ټولو اړوند روغتیایي مرکزونو له کارکوونکو څخه دیني ازموینه واخیستل شوه.

د عامې روغتیا رییس حجت‌الله محمدي نن پنجشنبه (د وږي ۲۷مه) سلام‌وطندار ته وویل، دغه ازموینه د عامې روغتیا وزارت د لارښوونې او د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ اخیستل شوې ده.

 لوګر کې د موټرو معیاري ترمینال جوړېږي

د لوګر محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د ټرانسپورتي نظم لپاره د موټرو معیاري ترمینال جوړېږي.

د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي پل‌علم کې یوې غونډې ته ویلي چې د یوه معیاري ترمینال جوړېدو لپاره د ولایت مقام په مشري د ښاروالۍ، ټولګټو، ټرانسپورت، ښار جوړونې او علماوو شورا ریاستونو څخه یوه ګډه کمېټه ګومارل شوې او ډېر ژر به د یاد ترمینال د جوړیدوعملي چارې پيل شي.

فراه کې په ۳۰۰زره ډالرو د «اوړو تولیدي شرکت» په فعالیت پیل وکړ

د فراه محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د ۳۰۰زره ډالرو په ارزښت د «اوړو یوه تولیدي شرکت» په فعالیت پیل کړی دی.

د فراه د صنعت او سوداګرۍ رییس شمس‌الحق اجمل وایي، نن‌ (پنجشنبه، د وږي ۲۷مه) په دغه ولایت کې د یوه پانګوال له‌خوا د ۳۰۰زره امریکایي ډالرو په پانګونه د اوړو تولیدي شرکت پرانیستل شوی دی.

بلخ کې د سوند توکو د پېر او پلور ځانګړی بازار پرانېستل شوی

د بلخ  محلي چارواکي وايي چې د سوند توکو د بیو کنټرول او د احتکار د مخنیوي لپاره (چهارشنبه، وږي ۲۶) په مزار شریف ښار کې د سوند توکو ځانګړی بازار پرانېستل شوی دی.

په مزارشریف ښار کې د مزار هوتل د تجارتي مرکز مسوول مصطفی مهمند، د دې بازار د پرانېستلو اصلي لامل د ښو تجارتي خدمتونو وړاندې کول او په بازار کې د اسانتیاوو برابرول شودلي دي.

مېرمنو کې د ادرارو بې‌اختیاري؛  ډېر زېږون، غبرګولي او وزن ډېروالی یې لاملونه دي

د ادرارو «تشو متیازو» بې‌اختیاري یوه عامه او ځورونکې ناروغي ده چې ډېری مېرمنې له زېږون وروسته پرې اخته کېږي. یوشمېر ډاکټران وايي چې دغه ناروغي له زېږون وروسته د مېرمنو د جدي ستونزو څخه شمېرل کېږي.

له ژوند سره مخه ښه؛ ولې افغانستان کې مېرمنې ځان‌وژنې ته مخه کوي؟

سلام‌وطندار په هېواد کې د مېرمنو ترمنځ د ځان‌وژنې د پېښو څېړنې په تړاو په دې راپور کې له  اوو داسې کورنیو سره خبرې کړي چې د کورنۍ یوې غړې یې، ځان‌وژنه کړې ده.

د دې راپور موندنې ښيي چې جبري وادونه، د ښوونځیو تړل‌کېدل، فقر او د کورنیو فشار، نجونې ناهیلۍ ته اړ کړي او دا چاره لامل شوې چې دوی خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدي.

هرات کې یوه کارخونه د ورځې ۱۰۰۰ دیګونه تولیدوي

هرات کې د «خواجه عبدالله انصاري» صنعتي شرکت مسوولان وایي چې دغه کارخونه هره ورځ ۱۰۰۰ دیګونه تولیدوي چې په‌کې ۵۰۰  دیګ‌بخار او ۵۰۰ د چدن دیګونه شامل دي.

د دې شرکت مسوول سیدعبدالناصر مودودي وایي، د فابریکې تولیدات نه یوازې د هېواد د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې د نړۍ ۱۰ هېوادونو ته هم صادرېږي.

سوېلي‌زون کې د ماشومانو مړینه له ۲۳.۵ څخه ۹.۵۳سلنې ته راښکته شوې

د کندهار د مېروېس حوزوي روغتون مسوولان وایي، د عصري طبي وسایلو کارونې پرمټ توانيدلي چې سوېلي حوزه کې د ماشومانو د مړینې کچه له ۲۳.۵سلنې څخه ۹.۵۳ ته راښکته کړي.

مسوولان وایي چې د تېرکال په دویمه ربعه کې ۲۰۸ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، خو د سږکال په لومړۍ ربعه کې د مړینې ياده کچه ۱۱۴ کسانو ته راټيټه شوې ده.

غور کې ۱۶ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

د غور د امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۱۶ کسان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په تور نیول شوي دي.

د غور د امنیه قومنداني ویاند مولوي عبدالرحمن بدري وویل: «د پسابند ولسوالي د امنیتي ځواکونو له‌خوا ۱۵کسان د ۱۸۰۰ کیلوګرامو یامه سره چې د موټرسایکلونو په مرسته لېږول کېدل، په سنگان سیمه کې نیول شوي او یاد مواد سوځول شوي دي.»